• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کویټه کې د ښځینه ډاکټرې پر مخ د تېزابو پاشل کېدو پېښه؛ ډاکټرانو اعتراضي کاربندیز اعلان کړی

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کویټه کې د یوې ښځینه ډاکټرې (ماه نور ناصر) پر مخ د تېزابو د پاشل کېدو له پېښې وروسته ډاکټرانو په ټول ايالت کې اعتراضي کاربندیز اعلان کړی او روغتیایي خدمات یې درولي دي.

ډاکټران وايي، تر هغې به خپل اعتراضي کاربنديز ته دوام ورکړي، څو په روغتونونو کې د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ شوی نه وي او عملي اقدامات ترسره نه شي.

د شنبې په ورځ د کویټې په دولتي سېول روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یو کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلې او بريد کوونکی په اړه ويل شوي، چې له برید وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یوه مشر ډاکټر حفیظ الله مندوخېل افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی په ټول ایالت کې په روغتونونو کې اعتراضي کاربندیز پیل کړی او د ډاکټرانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوي.

100%

هغه وویل: «ډاکټران یوازې بېړنیو ناروغانو، د زېږون پېښو، د زړه ناروغانو او کوچنیو ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي، خو نور ټول طبي خدمات ځنډول شوي دي».

نوموړي زیاته کړه: «شپږ میاشتې وړاندې موږ د ایالت د روغتیا له عمومي سکرتر سره لیدلي وو او غوښتنه مو کړې وه چې په روغتونونو کې د ډاکټرانو خوندیتوب تضمین او په دې اړه قانون جوړ شي، خو زموږ غوښتنې ونه منل شوې او اوس دا پېښه رامنځته شوه».

د هغه په وینا، دوی غوښتنه کوي، چې په پنجاب ایالت کې د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي اقدامات شوي دي او ورته اقدامات باید په بلوچستان کې هم عملي شي. هغه وویل: «هره ورځ په روغتونونو کې ډاکټران له ځورونې او بریدونو سره مخ کېږي او ځان خوندي نه احساسوي».

ډاکټر مندوخېل وویل، چې که څه هم چې بریدکوونکی وژل شوی، خو دوی غوښتنه کوي چې د پېښې بشپړې او شفافې پلټنې وشي او معلومه شي چې د برید اصلي لامل څه و.

100%

هغه زیاته کړه چې تېره شپه د بلوچستان د اعلی وزیر یوه سلاکار له ډاکټرانو سره لیدلي، خو د دوی غوښتنې لا هم پر خپل ځای دي. د نوموړي په وینا، تر هغو چې د روغتیا د څانګې سکرتر له دندې ګوښه نه شي، د سېول روغتون د ادارې د بې‌پروايۍ په اړه څېړنه ونه شي او د ډاکټرانو د خوندیتوب لپاره قانون جوړ نه شي، کاربندیز به دوام ولري.

هغه خبرداری ورکړ چې که د دوو یا درېیو ورځو پورې یې غوښتنې ونه منل شي، نو پراخ اعتراضي خوځښت به پیل کړي.

د ډاکټرې ماه نور ناصر د روغتیايي وضعیت په اړه ډاکټر مندوخېل وویل، چې نوموړې ډاکټره د درملنې لپاره د کراچۍ شخصي (اغا خان) روغتون ته لېږدول شوې ده.

او د روغتون د معلوماتو له مخې، د هغې یوه سترګه روغه پاتې ده، خو په بلې سترګه کې یې شاوخوا ۶۰ سلنه لید خوندي دی. همدارنګه د هغې د مخ نږدې ۲۰ سلنه برخه زیانمنه شوې، خو عمومي روغتیايي وضعیت یې له ګوښ څخه بېرون دی.

100%

د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې په وینا، د ډاکټرې ماه نور ناصر کورنۍ د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې دوکۍ اوسېدونکې ده او په کوټه کې هم استوګنځای لري.

د ټولنې د معلوماتو له مخې، نوموړې شاوخوا یو نیم کال وړاندې د طب سند(اېم بي بي اېس)ترلاسه کړی و. هغې دا مهال په سېول روغتون کې دنده ترسره کوله او ورسره یې د جراحۍ په برخه کې تخصص هم کاوه.

د ډاکټرې د پېښې پرضد د شنبې په ورځ په کویټه کې د ډاکټرانو او مدني ټولنې سره سياسي فعالو اعتراضي لاريون کړی، دغه پېښه په پراخه کچه غندل شوې او د پېښې د اصل لامل معلومولو غوښتنه هم شوې ده.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه