څو ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد له روسي چارواکو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې روسیه به له طالبانو سره د هغه پخوانیو روسي وسلو په ترمیم کې مرسته وکړي چې پخوا شوروي اتحاد د افغانستان د هغه وخت حکومتونو ته ورکړې وې.
دغه وسلې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د وسلهوالو قواوو لهخوا کارېږي. دا طبیعي خبره ده، چې په دغه وسلو کې یوشمېر وسلې د خرابېدو او یا هم د زړښت له امله له کاره لوېدلې دي. د دغه وسلو د ترمیم کار د روسیې د مسلکي متخصصینو د رول او له روسیې نه د پرزو د ترلاسه کولو پرته ناشونی وو. د روسیې او افغانستان د مناسباتو د ضعف له امله تر اوسه روسیې په دې کار کې نه د افغانستان د پخواني جمهوري دولت او نه هم د طالبانو له ادارې سره کومه مرسته کړې وه، د ملا محمد یعقوب او روسي چارواکو ترمنځ نوی تړون به دغه تشه ډکه کړي او د افغانستان وسلهوالې قواوې به د پخوانۍ روسي وسلو د ګټې اخیستنې جوګه شي.
خو د روسیې د دولت او د طالبانو ترمنځ د یاد تړون د لاسلیکولو د خبر په خپرېدو سره سم د بېلابېلو ډلو لهخوا په دغه خبر بېلابېلې تبصرې او سپړنې خپرې شوې، ډېرو لیکوالانو د زړو وسلو د ترمیم دغه تخنیکي تړون یو نوی ستراتیژیک پوځي تړون وباله. ځینو تبصره کوونکو د افغانستان په داخلي سیاست کې یو ځل بیا د روسیې د لاس وهنو وېره څرګنده کړه، ځینې نورو یې د روسیې د احتمالي لاس وهنو په ځواب کې د لوېدیځ ابرقدرتونو پر احتمالي عکسالعمل هم نظرونه څرګند کړل، که څه هم دغه تبصرو او وړاندوینو زیاتره برخې له واقیعت نه لرې او خیالي وې؛ خو که چا په افغانستان کې د سیاسي نفوذ په باب د لوېدیځ زبر ځواکونو او د روسیې ترمنځ د سیالۍ او شخړو په تاریخ یو نظر تېر کړی وي، نو هغوی ته به دغه اندېښنې طبیعي برېښي؛ ځکه چې د افغانستان ستراتژیکه جغرافیه داسې ده، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ په څېر د سویلي او مرکزي اسیا په برید پراته افغانستان کې نن هم د ابرقدرتونو سیالۍ او رقابتونه په لویه کچه روان دي او دغه سیالۍ په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان او د سیمې په سیاست کې پر راتلونکو بدلونونو بېاغیزې نه وې. سړی دا ویلې شي، چې په افغانستان کې کېدونکو جګړو او د اوکراین په جګړه کې ګډ ټکی شته.
د ۱۹۸۰کال نه پیلیدونکې لسیزه کې په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پای کې د شوروي پوځونو ماته د پخواني شوروی اتحاد د سقوط یو ستر لامل و، د شوروي اتحاد په ړنګېدو د ختیځې اروپا، مرکزي اسیا، قفقاز او د بالټیک سمندر د سیمې یوشمېر هېوادونه د روس له ولکې ووتل، د سپتمبر ۱۱مې پېښو وروسته امریکا خپلې قواوې افغانستان ته ولېږلې کومې چې شل کاله په افغانستان کې پاتې کېدو نه وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پربنسټ بېرته امریکا ته ولاړې، په افغانستان کې جمهوریت وپرځېده او طالبانو واک په خپل لاس کې واخیست؛ خو په افغانستان او سیمه کې د امریکا غیرمستقیم نفوذ په خپل ځای پاتې دی. دغه خبره هم د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ روسیې یو ځل بیا په یوروشیا کې د خپل سیاسي او ستراتیژیک نفوذ د ژوندي ساتلو هلې ځلې پیل کړې دي. روسیه مرکزي اسیا د خپل نفوذ طبیعي سیمه ګڼي، روسیې د دوحې تړون مخالفت ځکه وکړ، چې د روسیې لپاره د افغانستان نه د امریکایي قواوو اخراج تر هر څه ډېر اهمیت لاره او بیا یې له طالبانو سره ښې اړیکې ځکه وساتلې چې د اوکراین په جګړه د بوختیا له امله هغه په مرکزي اسیا کې د نوې جبهې د پرانیستلو لپاره وخت او وس نهلري؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د روسیې پوځي محافل د ځان لپاره ګواښ ګڼي. روسیه په دې اړه دوه مخې چلند کوي، له یوې خوا د روسیې جنرالان له دغه ګواښونو سترګې نه پټوي او له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوسني وخت کې له طالبانو سره د اړیکو خړپړتیا د روسیې په ګټه نه بولي.
خو په نزدې وختونو کې د سیمې په سیاست کې راتلونکي څو بدلونونو د روسیې اندېښنه زیاته کړې، له دې ډلې نه په مهمو عواملو کې په سیمه کې د داعش مخ په زیاتېدونکی فعالیت، د مرکزي اسیا ثبات ته ورپېښې ننګونې او له امریکا سره د پاکستان نزدېوالی دی، چې کله داعش په طالبانو بریدونه کوي او پاکستان هم د ټيټيپي د فعالیت د مخنیوي په پلمه د افغانستان پر مهمو ښارونو بمبار کوي؛ نو طالبان ډېر منزوی ښکاري او له روسیې سره اندېښنه پیدا کېږي، چې پر طالبانو لوېدیځ ته د پوځي اډو د ورکړې لپاره فشار مخ په سوا کېدو دی؛ نو که څه هم د روسیې او طالبانو ترمنځ اوسنی تخنیکي او پوځي تړون کوم ستراتیژیک پوځي تړون نهدی او تش له زړو وسلو کارونې پورې محدود دی؛ خو بیاهم دغه تړون ځانګړی اهمیت لري، ځکه روسیه د افغانستان په داخلي سیاست کې چندان نفوذ نهلري؛ نو هغوی په افغانستان کې د رژیم د بدلولو داسې لوبې نه تاییدوي، چې ګټه یې تشه لوېدیځو هېوادونو یا په سیمه کې د هغوی متحدینو ته رسېږي. بله خبره د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتنو پر دولتونو د افغانستان د وضعیت د اغېزې هم ده، د روسیې لپاره دا خبره ډېره مهمه ده چې د مرکزي اسیا دولتونه دا فکر ونه کړي چې روسیې د افغانستان وضعیت ته شا کړې او مرکزي اسیا یې د دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یوازې پرېښې ده؛ نو د طالبانو ادارې په رسمیت پېژندلو او د روسي وسلو د ترمیم د تخنیکي او پوځي تړون غوندې سمبولیکو ګامونو پرمټ روسیه مرکزي اسیا ته ډاډ ورکوي، چې ګنې روسیه له هغې لوبې په بشپړه توګه نهده وتلې چې له افغانستان سره تړاو لري.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.