• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مدني او بشري حقونو بنسټونه: طالبان د مدني اعتراضونو په ځپلو د وحشت فضا رامنځته کول غواړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو هرات کې د ښځینه او نارینه معترضینو دوامداره نیول غندلي او زیاته کړې یې ده، چې طالبان د مدني اعتراضونو په ځپلو سره د افغانانو ترمنځ د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول غواړي. طالبانو د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو د نیولو بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په همدې تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د سوله‌ییزو اعتراض کوونکو ځپل او نیول نه د اسلامي اصولو، نه د شریعت له ارزښتونو او نه هم د افغانستان د خلکو له کلتور سره سمون لري، بلکې د بشري حقونو او انساني کرامت ښکاره نقض ګڼل کېږي.

دغو بنسټونو د مدني اعتراضونو ځپل، خپل‌سري نیونې او د بیان ازادۍ محدودول د بشري حقونو او ملي او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) بیا ویلي، چې طالبانو د هرات خبریالانو ته خبرداری ورکړی، که له جلاطنه رسنیو سره د اعتراضونو په تړاو ویډیوګانې او خبرونه شریک کړي، له مرګ سره به مخامخ شي.

طالبانو د هرات خبریالان له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په صورت کې په مرګ ګواښلي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په داسې حال کې چې په افغانستان کې ځايي رسنۍ او خبریالان د دې اجازه نه‌لري چې هرات پېښې په هر اړخیز ډول خپرې کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو په ډاګه کړې: «همدارنګه جدي اندېښنه موجوده ده، چې طالبان د مدني اعتراضونو په ځپلو سره د ښځو د حقونو سیستماتیک حذف، د اعتراضي غږونو چوپول او د افغانستان د خلکو ترمنځ د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول غواړي».

دغه بنسټونه له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو شورا او د ټولو نړیوالو بشري حقونو له بنسټونو څخه غواړي، چې پر طالبانو جدي فشارونه راوړي او د خپل‌سرو نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونه همداراز له نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو غواړي چې له طالبانو څخه د هرات د ټولو ښځینه او نارینه اعتراض کوونکو د سمدستي او بې‌قید او شرط ازادۍ غوښتنه وکړي او همداراز یې له نړیوالو خپلواکو او بې‌پرې بشري حقونو بنسټونو له خوا د بندیانو د وضعیت او د زندانونو د شرایطو په اړه د عاجلو او خپلواکو څېړنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په هرات کې د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ۳۰ ښځو نیولو، ګواښلو او د لاریون والو پر وړاندې د زور زیاتي کارولو په اړ اندېښنه ښودلې او پر یادې ډلې یې غږکړی، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او ازادیو محدودوونکې تګلارې پریږدي.

ملګرو ملتونو په هرات کې د ښځو د نیولو او پر لاریون‌کوونکو د بریدونو له امله اندېښنه ښودلې | افغانستان انټرنشنل پښتو

یوناما زیاته کړې، چې طالبانو د روانې اونۍ په ترڅ کې په هرات کې د حجاب نه رعایتولو په تور لږ تر لږه ۳۰ ښځې نیولي او سلګونه نورې یې په شفاهي ډول ګواښلې دي.

د دغو بنسټونو په اعلامیه کې راغلي، چې یو شمېر اروپايي هېوادونه، له طالبانو سره د اړیکو د ځنډولو پر ځای، لا هم خپلې سیاسي اړیکې پراخوي، په داسې حال کې چې د ښځو د حقونو د محدودولو، د بشري حقونو د نقض او د خلکو د ځپلو په اړه پرله‌پسې راپورونه خپرېږي او زیاته کړې یې ده: «دغه وضعیت جدي اندېښنې راولاړوي چې ښايي سیاسي ګټې د بشري حقونو پر بنسټیزو ارزښتونو لومړیتوب ومومي».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د شنبې په ورځ د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات د جبریل سیمې اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ او طالبانو د لاریون مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه

•
•
•

نور خبرونه

«په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي»؛ نوی نسل څنګه کولی شي یو ټولشموله بدیل شي؟

۱۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د ازادې نړۍ لپاره یو لوی طبیعي متحد شته، چې که یووالی او همغږي رامنځته شي، دا وړتیا لري چې د هېواد سیاسي بهیر د توازن، ګډ ژوند او ثبات پر لور بوځي.

د افغانستان ځوان نسل چې د نړیوالې ټولنې د شل کلن حضور او د اړیکو له برکته یې له بهر نړۍ سره بلدتیا پیدا کړې او له نوې ټیکنالوژۍ سره اشنا شوي، ځان ته یې یو متفاوت لیدلوری جوړ کړی دی. خو د سیاسي پرېکړو په مهمو مسایلو کې یې رول دومره څرګند نه دی.
دا ځوانان چې د طالبانو په اداره کې دننه، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو او یا هم د سیمې او لویدیځو هیوادونو د کډوالۍ په نړۍ کې ژوند کوي له شته وضعیت څخه ستړي شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځوان چارواکی، چې د یوې مهم ریاست مشري ور تر غاړې ده، افغانستان انټرنشنل ته وایي: «کله چې له کندهاره فرمان صادر شي، زه لومړیتوب ورکوم چې خپل پلرني ټاټوبي کندوز ته لاړ شم، هلته د وزارت پر ځای د اوبو غاړې ته کښېنم او کتاب ولولم».
د موضوع د حساسیت له امله افغانستان انټرنشنل د دې چارواکي نوم او مقام نه افشا کوي، خو هغه وایي چې د طالبانو د زړو او محافظه‌کارو مشرانو د ناسم چلند له امله «په کابل کې ساه اخیستل سخت شوي دي».

دا چارواکی د طالبانو د پاڅون پر مهال د دې ډلې د کلتور او تبلیغاتو په برخه کې فعال و، خو اوس منځلاریتوب ته مایل شوی، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر باور پرې لري او د طالبانو په ډېری داخلي او بهرنیو ناستو کې ګډون کوي.

په زرګونه کسان چې د رسنیو، معلوماتو او ټولنیزو شبکو له برکته واک ته رسېدلي، اوس ځانونه منزوي احساسوي او د هیواد له سیاسي بهیر څخه خوښ نه دي.
هغو ځوانونو ته چې د طالبانو له لیکو څخه بهر دي ساه اخیستل ورته خورا ستونزمن شوي دي. دوی ځانونه په لکه په تش میدان کې یوازې شوي ګڼي.

په بهر کې مېشت افغان ځوانان ظاهراً د کډوالۍ له ورځني ژوند سره لاس او ګرېوان دي، خو زړونه یې لا هم د وطن لپاره درزېږي او د یو فرصت په هیله دي، چې بېرته ستانه شي او په ټولنه کې بدلون راولي.

افغانستان د نړۍ له هغو هیوادونو څخه دی، چې تر ټولو زیات ځوان نفوس لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان له ۴۰ میلیونه نفوس څخه ۶۳ سلنه یې تر ۲۵ کلنۍ لاندې عمر لري چې ډېری یې د یوه غیر افراطي، پرمختللي او ښه ژوند هیله لري.دا ځوانان په کلیو او ښارونو کې ژوند کوي او له مجبوریته د بې‌برخلیکۍ، کډوالۍ او سیاسي ډلو سره د یوځای کېدو لوري ته هڅول شوي دي.

نجیب پیکان چې د امریکا د IVLP پروګرام برخه‌وال و وایي: «دا ځوانان په زور د افراطیت، تعصب او فقر قرباني شوي او د ژغورنې په هیله یو فرصت ته انتظار باسي. افغان ځوانان له ایران نه مایوسه دي. روسیه په خپلو ستونزو کې غرقه ده. چین پر هغو ځوانانو باور نه لري چې د لویدیځ د حضور پر مهال لوی شوي دي. پاکستان خپلې اندېښنې لري. نو یوازې آزادې نړۍ ته چې مشري یې امریکا کوي، د ژغورونکي په سترګه ګوري. امریکا ته اړتیا نشته چې بیا افغانستان ته راشي، خو له دې نسل سره په ګډه کار کولی شي چې د ټولنې دننه بدلون راولي».

فریما نوابيد ښځو د حقونو فعاله چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې په امریکا کې زده‌کړې کړي وایي: «د امریکا د نوي نسل سیاستوال له افغانستان سره مستقیمه آشنایي لري او دا ظرفیت درک کولی شي. د ټرمپ په کابینه کې شپږ وزیران د افغانستان له وضعیت سره اشنا دي. امریکايي‌تحصیل‌کړي افغانان هم کولی شي د بدلون رول ولوبوي. خو اړتیا دا ده، چې یو منظم انسجام رامنځته شي او داسې یو ګډ هدف تعریف شي، چې هم افغانستان ته ګټه وکړي او هم نړیوالې ټولنې ته. دوی باید خپلې ګټې د امریکا له اوږدمهاله ګټو سره وتړي. یوه داسې شبکه جوړه کړي، چې دننه افغانستان او له لویدیځ سره همغږي رامنځته کړي. دا یو ارزښتناک فرصت دی».

د روښانه راتلونکي لپاره اړینه ده چې ځوانان د پرېکړو مرکزونو ته لاره ومومي. په اسلامي ټولنو ټولنو کې داسې ډېر بېلګې شته چې یوه هوښیار مش ټولنه راویښه کړې ده.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی‌.

په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.

100%

د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زده‌کړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».

خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.

که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.

نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»

د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.

دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.