محکمې ویلي چې ۵۰ کلن نجیبالله د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر۲۵مه د ترهګریزو فعالیتونو په ملاتړ او یرغمل نیونې اعتراف کړی و.
نجیبالله چې د نجیبالله نعیم، ابو طیب، خطاب او عتیقالله په نومونو هم پېژندل کېده، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۵مه د یرغمل نیونې او د مرګ لامل ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ په تور اعتراف کړی و. قاضي کاترین پولک فایلا یې وروستۍ سزا اعلان کړه.
د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې نوموړي له۲۰۰۷کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د قوماندان په توګه فعالیت کاوه او د هغو عملیاتو مشري یې کوله چې د امریکایي او ناټو ځواکونو پر ضد ترسره کېدل. په دې بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، د چاودېدونکو توکو کارول، راکټي بریدونه او کمینونه شامل وو.
د راپور له مخې، د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۶مه د هغه تر قوماندې لاندې وسلهوالو د امریکایي ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ چې په پایله کې یې درې امریکایي سرتېري او د هغوی افغان ژباړن ووژل شول. همدارنګه د هغه تر مشرۍ لاندې ځواکونو د افغان پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې درې افغان پولیس پکې وژل شوي وو.
د ملا دادالله له ډلې تر فدايي محاذه
ملا نجیبالله د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکی دی. په ۱۹۷۹ کال کې زېږېدلی او په ۱۵ کلنۍ کې یې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو د تحریک له رامنځته کېدو سره هممهاله جګړه ییز فعالیتونه پیل کړل. په ۲۰۰۱ کال کې هغه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو د یوه سرګروپ په توګه په جګړو کې ونډه اخېسته او وروسته د ملا دادالله د ډلې مهم کس و.
نجیبالله ویلي چې هغه د ملا دادالله له ځواکونو سره ځکه یوځای شو چې هغه یې تر ټولو زړور او جذاب قوماندان باله.
ملا دادالله، چې د «ملا دادالله فدایي جبهه» په نوم ډله لرله، نجیبالله د سلګونو ځانمرګو بریدګرو قوماندان وټاکه. کله چې ملا دادالله د ۲۰۰۷ کال په مې میاشت کې په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، نجیبالله د هغه د ځواکونو مشري پر غاړه واخېسته.
د نیوزویک د یوه رپوټ له مخې، نجیبالله لږ تر لږه درې ځله امریکا او متحدو ځواکونو نیولی و، خو هر ځل له زندان نه چارواکو ته په بډو ورکولو په تېښته بریالی شوی.
هغه لومړی ځل په ۱۹۹۷ کې بندي شو، بیا په ۲۰۰۴ کال کې اته میاشتې په بند کې و او په ۲۰۰۶ کال کې بیا ونیول شو، خو د ۲۵ زره ډالرو رشوت په ورکولو سره له بنده وتښتېد.
د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د نجیب الله په مشرۍ فدايي محاذ اعلان وکړ، چې د طالبانو ددفاع پخوانی وزیر ملا عبیدالله ، ملا عبدالغني برادر، ملا اخترمحمد منصور، ملا ګل اغا مشهور په هدایت الله، ملا نانی چې اصلی نوم یې احمدالله دی او ملا عبدالصمد ثانی په دوو ښاخونو وېشل شوي او د هر ښاخ مشر یې له امریکایانو او بریتانیايي استخباراتو ۵۰ زره او هر غړی یې ۱۰ زره امریکايي ډالره میاشتنی معاش اخلي.
نوموړي دغه راز پر کوټې شورا تور ولګاوه، چې ملا دادالله یې د هغه د خپلو دریو ساتونکو ملاعبدالله، ملادین محمد او ملا نسیم په مرسته وواژه او په بدل کې یې پنځه میلیونه ډالره واخېستل. هغه دغه راز ادعا وکړه، چې د ۲۰۱۳ کال د جون په وروستیو کې ملا اخترمحمد منصور له خپلې مېرمنې سره یوځای ابوظبهۍ ته لاړ او هلته یې له بهرنیو استخباراتو ډالۍ او پیسې ترلاسه کړې.
د نحیب الله ډلې فدايي محاذ پر کوټې شورا تور ولګاوه، چې د کوټې په سټلایټ ټاون کې یې د ۲۰۱۴ کال په جون کې پر نجیب الله مرګونی برید کړی و، خو هغه په دې برید کې ژغورل شوی و، خو ورور یې حافظ تیمورشاه وژل شوی و.
له طالبانو سره د هغه د اختلاف اصلي ټکی د قطر دفتر جوړېدل او له افغان دولت او امریکا سره خبرې اترې ګڼل کېده.
د طالبانو مهم چارواکي او د قطر دفتر غړي دوی په خپل تور نوملړ کې شامل کړل او د طالبانو په امارت پسې یې تبلیغات پیل کړل. خو طالبانو د هغه او د هغه د ډلې خبرو ته ارزښت ورنه کړ او کوښښ یې وکړ، چې بې ارزښته یې وښيي.
ملا نجیب خبریالان غوړه مړۍ ګڼله
فدایي محاذ د خپل نوم د مطرح کولو او د رسنیو پام ور ړولو لپاره څو ځله بهرني خبریالان او مشهور شخصیتونه په نښه کړل او ادعا یې کوله چې هغوی د امریکا او لوېدیزو هېوادونو لپاره جاسوسي کوي.
د ۲۰۱۴ کال د مارچ په ۱۱مه، په کابل کې مېشت سویډنی خبریال نیلس هورنر ووژل شو. فدایي محاذ په یوه اعلامیه کې د هغه د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ادعا یې وکړه چې نوموړی د بریتانیا د استخباراتو (MI6) غړی و. تر دې وړاندې دې ډلې د هندي توکمه افغانې لیکوالې او فلم جوړوونکې سوشمیتا بنرجي د وژنې مسوولیت هم منلی و او هغه یې د «هند جاسوسه» بللې وه.
فدایي محاذ په ۲۰۰۶ کال کې پر پخواني افغان ولسمشر صبغت الله مجددي د یوه ناکام ځانمرګي برید ادعا هم کړې وه. وروسته، په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستاني طالبانو د جګپوړي غړي لطیف الله مسید له نیول کېدو وروسته، د لوګر والي ارسلا جمال او یو شمېر نور کسان ووژل شول، چې د دغو بریدونو مسوولیت هم فدایي محاذ پر غاړه واخیست.
د دغو عملیاتو او یرغمل نیونو له امله، یو شمېر شنونکو باور درلود چې دا ډله ښايي ځینې فعالیتونه د بهرنیو استخباراتي کړیو له غوښتنو او ګټو سره سم کوي.
د حاجي نجیب ډلې د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې د نیویارک ټایمز خبریال ډیویډ روهد و تښتاوه. هغه د حاجي نجیب او حقاني شبکې جنګیالیو په ګډه له لوګره له یوه طالب قوماندان ابو تایب سره تر مرکې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته یووړ. د ډیویډ روهد مسوولیت حقاني شبکې او فدايي محاذ دواړو پرغاړه درلود.
طالبانو هوډ درلود، چې د نوموړي او بوا برګډال په بدل کې له ګوانتانامو زندان نه خپل بندي مشران خوشي کړي او دغه راز په ترلاسه کېدونکو پیسو داسې ځانمرګې یوکسیزې چینایۍ الوتکې وپېري، چې له دوی سره د سترو اهدافو په نښه کولو کې مرسته وکړای شي.
د طالبانو یوه پخواني همکار افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ډیویډ روهد ناڅاپي تېښتې د دوی هیلې په اوبو لاهو کړې.
حقاني شبکې دده د خلاصون په بدل کې ۲۵ میلیونه ډالره او له ګوانتانامو زندان نه د ۱۵ زندانیانو خوشي کول غوښتل.
په وروستیو شیبو کې حقاني شبکې له امریکا نه د هغوی د خوشي کولو په بدل کې اووه میلیونه ډالر او خپل اووه زندانیان خوشي کول غوښتل، خو دا پیسې یې په قسمت کې نه وې. د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې د ملا نجیب ورور او نورو ساتونکو د شپې چکه کوله. په داسې حال کې، چې پر ټولو خوب غالب و، د ملا نجیب ورور تیمورشاه وړاندیز وکړ، چې دی به ترسهاره په نوبتي ډول د زندانیانو څارنه کوي.
کله، چې ټول په خوب ویده شول، ډیویډ روهد او د هغه ژباړن طاهر لودین له ۱۰ فټه دیواله واوښتل او د پاکستان د سرحدي ملیشو یوې پوستې ته یې ځانونه ورسول.
د هغوی له تېښتې وروسته حقانیانو پر نجیب الله تور لګاوه، چې پیسې یې اخستې او ورور یې خبریال خوشی کړی، خو نجیب الله حقانیان ملامتول، چې دده له مرکزه تښتیدلی.
د نجیب الله ډلې ته یوې پخوانۍ نږدې سرچینې وویل، « دغه امریکایی خبریال فدايي محاذ د هغه وخت د کوټې شورا په خوښه خوشی کړی و او په مقابل کې یې پیسې اخستې وې».مل نجیب وروسته په لاهور کې د غوړیو فابریکه جوړه کړه او له خپلو شریکانو سره یې ډېر وخت پرې ناندرۍ وې.
نجیبالله په ۲۰۲۰ کال کې په اوکراین کې ونیول شو او وروسته امریکا ته ولېږدول شو، چې بالاخره د ۲۰۲۶ کال د جون په ۹مه د نیویارک فدرالي محکمې په۴۲ کلن بند محکوم کړ.