• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې د افغانستان کلتوري ودې ټولنې مطیع‌الله ویسا ته د غازي امان‌الله خان مډال ورکړ

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۱

په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشرتابه د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا ته د هغه د خدمتونو په پار د غازي امان‌الله خان مډال ورکړ. مطیع‌الله ویسا په همدې تړاو غونډه کې ویلي، چې دی به د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د زده‌کړو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ویسا وویل: «زموږ هدف په هغو ځایونو کې د ښوونځیو جوړول وو چېرته چې ښوونځي نه‌وو. موږ خلک وهڅول چې سولې او یووالي ته کار وکړي». نوموړي. په جرمني او نورو هېوادونو کې له افغانانو وغوښتل، چې پر خپلو لوڼو زده‌کړې وکړي، څو په راتلونکي کې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې خدمتونه وکړي.

مطیع‌الله ویسا د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د فرانسې د يوې مهمې جايزې ګټونکی شو | افغانستان انټرنشنل پښتو

مطیع‌الله ویسا په افغانستان کې نجونې هڅولې، څو زده کړې وکړي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې له همدې امله څو میاشتې زنداني هم وو. هغه تېره اونۍ په فرانسه کې هم د زده‌کړو د ملاتړ او په دې برخه کې د کړو خدمتونو له امله یوه نړیواله جایزه وګټله.

ویسا: د ازادۍ جایزه زموږ پر اوږو د بې‌برخې ماشومانو پر وړاندې مسولیت نور هم زیاتوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د زده‌کړو دغه افغان فعال تر دې مخکې هم په یو شمېر هېوادونو کې جایزې اخیستې دي.

له زندان څخه تر نړۍوالې جایزې؛ مطیع‌الله ویسا د قطر له امیر څخه نړۍواله جایزه ترلاسه کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

مطیع الله ویسا د قلم لار په نوم یو بنسټ لري، چې د فعالیت ډېر تمرکز یې په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د هلکانو او نجونو پر زده کړو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې له نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د هېڅ ډول زده‌کړو د دوام اجازه نه‌لري او په دې برخو کې پر طالبانو د نړۍوالو فشارونو هم تر اوسه څه ګټه نه‌ده کړې.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

په هلمند کې د دوو ناچاودو مرمیو د چاودنو له امله یو ماشوم وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۱
په هلمند کې د دوو ناچاودو مرمیو د چاودنو له امله یو ماشوم وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي
100%

په هلمند کې له پخوا پاتې د دوو ناچاودو مرمیو د چاودنو له امله یو ماشوم وژل شوی او ۶ نور ټپيان شوي دي. د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، دغه پېښې نن سهار (شنبه د غبرګولي ۲۳مه) په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، لومړۍ پېښه نن سهار د سنګین ولسوالۍ مجید چوک سیمه کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې او په ترڅ کې یې ۴ ماشومان ټپيان شوي دي.

په دویمه ورته پېښه کې چې د همدې ولسوالۍ په اوبو ژرندې سیمه کې رامنځته شوې یو ماشوم وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او همداراز روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

جلا وطنه وږمې؛ افغان فرهنګیانو په جرمني کې د لونګو امېل مشاعره او سندریز ماښام جوړ کړی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
جلا وطنه وږمې؛ افغان فرهنګیانو په جرمني کې د لونګو امېل مشاعره او سندریز ماښام جوړ کړی
100%

افغان جلا وطنه فرهنګیانو نن مازدیګر (شنبه د غبرګولي ۲۳مه) په جرمني کې د لونګو امېل مشاعره او سندریز ماښام جوړ کړ. د جرمني د کلتوري ودې ټولنې مشر ډاکټر شېر ولي شېر افغانستان انټرنشنل– پښتو ته وویل، چې دوی هر کال دا فرهنګي غونډه جوړوي.

د نوموړي په خبره، د غونډې په لومړۍ برخه کې یې د افغانستان د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون اړوند پر یوه کتاب کره کتنه کړې او په بله برخه کې یې د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ تابیا شوې ده. د هغه په وینا، دغه غونډه د جرمني په کولن ښار کې جوړه شوې او د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه افغان فرهنګیان ورغلي دي.

د دغې غونډې یو ګډونوال د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر داوود وفا وايي، چې په دغې غونډه کې افغان لیکوالان، شاعران او فرهنګیان برخه لري. فرهنګي شخصیت ډاکټر اسدالله ښالېز دغه غونډه د جلا وطنه افغانانو لپاره د یووالي او د خپلو ارزښتونو د پاللو یو مهم فرصت ګڼي.

هغه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «دغسې مناسبتونه چې تجلیل کېږي ترمنځ فاصلې را لنډېږي او موږ سره د خپل فرهنګ د بډاینې او د مشاهیرو پېژندو کې هم ډېرې ضروري دي. هیله لرم چې د اروپا په هر کونج کې ترسره شي».

تر دې دمخه هم یو شمېر افغان فرهنګیانو په هالنډ کې په لومړي ځل جلا وطنۍ کې د نارنج ګل دودیزه ولسي مشاعره کړې وه.

سرچینې: طالبانو د پنجشیر ۵ تنه ځايي اوسېدونکي له مخالفانو سره د تړاو په تور نیولي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۱
سرچینې: طالبانو د پنجشیر ۵ تنه ځايي اوسېدونکي له مخالفانو سره د تړاو په تور نیولي دي
100%

په پنجشېر کې سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت د درې ولسوالۍ ۵ تنه ملکي اوسېدونکي د وسلو لرلو او مخالفانو سره د تړاو په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، دا کسان په تېرو ورځو کې نیول شوي او طالبانو د نیولو شویو له ډلې ځینې کابل ته لېږدولي دي.

سرچینو د غبرګولي په ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو دا کسان د تېرې اونۍ په اوږدو کې نیولي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو ادعا کړې چې دا کسان وسلې لري او د دې ډلې له مخالفانو سره په اړیکه کې دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون یو استاد او پلار یې شامل دي. د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو د پنجشیر د ښوونې او روزنې استاد عبدالمالک تېره اونۍ د درې ولسوالۍ په عبدالله خېل کلي کې نیولی دی او د دې استاد پلار محمداکبر د جمعې په ورځ نیول شوی دی.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې وویل چې دا کسان د درې ولسوالۍ په منجنستوی کلي کې د طالبانو پر یوه پوځي موټر له چاودنې وروسته نیول شوي دي. سرچینه زیاتوې چې له چاودنې وروسته طالبانو د دې سیمې د اوسېدونکو څار او د هغوی نیول زیات کړي دي.

طالبانو تر اوسه د دې کسانو د نیولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سیمه‌ییزو سرچینو د غبرګولي په پنځمه، په دې سیمه کې له چاودنې یوه ورځ وروسته وویل چې طالبانو د دې ولسوالۍ له ۳۰ څخه ډېر اوسېدونکي نیولي دي. هغه مهال د ځینو کسانو د بېرته خوشې کېدو راپور هم ورکړل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح اړوند زرغون بهیر د غبرګولي په څلورمه اعلان وکړ چې د زرغون بهیر قطعې ځواکونو د پنجشیر د درې ولسوالۍ په عبدالله خېل کې د طالبانو د ۱۰ غړو لېږدونکی موټر ویجاړ کړی دی. دغه بهیر لیکلي چې دغه پوځي موټر د طالبانو ځواکونه د عبدالله خېل ولسوالۍ د منجنستوی کلي یوه قرارګاه ته لېږدول.

د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر زرګونو کسانو مرستې وېشلې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر زرګونو کسانو مرستې وېشلې دي
100%

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې پر څه باندې ۱۸ زره هغو کسانو مرستې وېشلې دي، چې د جګړو له امله زیانمن شوي وو.

د ناروې د کډوالو شورا نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه پر اېکس پاڼې لیکلي چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې د جګړو له امله زیانمنو شویو کورنیو باندې حیاتي مرستې وېشلې دي.

یادې شورا ویلي، په دغو مرستو کې یې شاوخوا ۹۵۰۰ کسانو ته د پخلنځي وسایل، د سرپناه اړوند توکي او د کور نور توکي وېشلې دي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د همدې سیمو پر ۷۰۰۰ زیانمنو شویو کسانو روغتیايي کڅوړې او پر ۲۰۰۰ نورو یې بیا نغدې پیسې وشلې دي. دغې شورا په افغانستان کې له بې‌ځایه شویو کسانو سره د ناروې د حکومت د دوامداره ملاتړ مننه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا تردې وړاندې د وري پر ۱۴مه ویلي وو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او په ناسمو خیمو کې لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې طالبانو ویلي و چې د پاکستان د بریدو په پایله کې په ۹ ولایتونو کې له ۲۷ زرو څخه زیاتې کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

طالبان: په پکتیا کې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکې وسلې نیول شوې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱
طالبان: په پکتیا کې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدونکې وسلې نیول شوې دي
100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري په ژوره سیمه کې یې ۱۶ میله توپنچې او مرمۍ نیولي چې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدې. طالبانو ویلي، د قاچاق وړونکو د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وسلو د قاچاق کولو په تور یې تر اوسه نه دې نیولي، خو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

تېره میاشت هم دپکتیا د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ۲۸ میله توپنچې او شاوخوا ۹۰۰ فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړې وې.

د پکتیا ډنډې پټان ولسوالې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او ډیری وختونه د یادې ولسوالۍ له لارې د وسلو د قاچاق راپورونه ورکول کېږي.