دغه مقاله کې لیکل شوي، چې نږدې پنځه کاله وروسته له هغې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان د وضعیت په اړه نړیوال غبرګون د شواهدو او راپورونو له پراخ شتون سره سره لا هم بېاقدامه پاتې دی.
د مقالې لیکوال استدلال کوي چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر هېوادونه د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د عادي کولو یا د عملي تعامل په لور حرکت کړی دی. په مقاله کې د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو اعلان، د چین له لوري د طالبانو د استازي منل، او همدارنګه د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند او ترکیې له خوا د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو د طالبانو استازو ته سپارل د همدې بدلون بېلګې یادې شوې دي.
مقاله زیاتوي چې پاکستان، چې یو وخت د افغان طالبانو د ملاتړ په تور یادېده، اوس د امنیتي وضعیت له امله له طالبانو سره په کړکېچن اړیکو کې دی او خپله د ناامنۍ له اغېزو سره مخ شوی دی.
د لیکنې له مخې، د افغانستان دننه وضعیت د بشري حقونو له سختو محدودیتونو سره تړل شوی، په ځانګړي ډول د ښځو، هزاره ګانو، شیعه ګانو او ځینو نورو مذهبي او قومي اقلیتونو په اړه. مقاله د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د اداکارې مېرېل سټریپ له قوله هم یادونه کوي چې ویلي یې وو: «په افغانستان کې یوه پیشو تر ښځو ډېر حقونه لري.»
لیکوال ادعا کوي چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه په دوامداره ډول زیات شوي، او د زدهکړې، ټولنیز ژوند، تګ راتګ او شخصي ازادیو په برخو کې سخت بندیزونه لګول شوي دي. همدارنګه د ځینو مواردو په اړه د اجباري واده او د کورني تاوتریخوالي په تړاو ادعاوې هم مطرح شوي دي.
په مقاله کې د هرات د جبرییل په سیمه کې د وروستیو احتجاجونو یادونه شوې، چې د لیکوال په وینا د ښځو د حقونو په اړه د اعتراضونو پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له ادعاوو سره مل وو. همدارنګه د بدخشان په ولایت کې د ناقانونه کان کیندنې په تور د نیونو او فشارونو راپورونه هم یاد شوي دي.
لیکوال همدارنګه ادعا کوي چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پناهځای بدل شوی او د ځینو نړیوالو راپورونو له مخې ګڼې ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري.
په پای کې مقاله دا پوښتنه مطرح کوي چې نړیواله ټولنه به تر کومه وخته د طالبانو د واکمنۍ د اغېزو په اړه د جدي اقدام له کولو ډډه کوي، او خبرداری ورکوي چې روان وضعیت کولی شي د سیمهییز او نړیوال امنیت لپاره لا پراخې پایلې ولري.