طالبانو د کندهار په عینو مېنه کې له ځوانانو د کرېکټ بېټونه او نور لوبتوکي ټول کړي

د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دې سیمه کې له ځوانانو د کرېکټ وسایل او بېټونه ټول کړي دي.

د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دې سیمه کې له ځوانانو د کرېکټ وسایل او بېټونه ټول کړي دي.
د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۲۵مه وویل، چې د طالبانو د کندهار ۱۲ حوزې امنیتي ځواکونو د کرکټ وسایل او بېټونه وړي دي.
په رالېږل شویو انځورونو کې ښکاري چې په ۱۲مه حوزه کې طالبانو یو شمېر نور لوبتوکي هم غونډ کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په روانه غبرګولي میاشت کې په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مولوي هبتالله اخوندزاده په امر په لښکرګاه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو عملي چارې پیل کړې.
هبتالله هلمند ته په خپل وروستي سفر کې د کرېکټ په لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
هغه ویډیوګانې او انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښکاري چې له لوبغالي څخه ورزشي او نور ودانیز توکي د انتقال په حال کې دي او په عملي توګه د کرېکټ د یاد معیاري لوبغالي د وېجاوړولو چارې پیل شوي دي.
له دې وړاندې په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو لهخوا د کرېکټ معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی.