• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱

افغان ایواک په خپل اونیز راپور کې ویلي چې په قطر، پاکستان او نورو هېوادونو کې زرګونه افغانان د امریکا د کډوالۍ پروګرامونو د ځنډ او محدودیتونو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دي، په داسې حال کې چې د امریکا کانګرس هم د ځینو افغان متحدینو د وضعیت په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

افغان ایواک د جون د ۱۵مې نېټې په خپاره کړي اونیز راپور کې ویلي چې د استازو جرګې ۸۳ غړو د جون په ۱۱مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته یو ګډ لیک استولی او د قطر په کمپ کې د بند پاتې افغان متحدینو د وضعیت په اړه یې د ځواب غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، دا لیک د استازو جرګې د دوو غړو، جېسن کرو او ډان بېکن، په مشرۍ چمتو شوی او په کې له حکومت څخه غوښتل شوي چې د دغو افغانانو د راتلونکي، د درېیمو هېوادونو سره د خبرو اترو او د ماشومانو د شمېر په اړه وضاحت ورکړي.

افغان ایواک ویلي چې د دغه کمپ له اوسېدونکو څخه تر ۴۶۰ډېر ماشومان دي او زیاتره هغه افغانان دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او یا یې د امریکا د پوځ له غړو سره نږدې اړیکې لرلې دي.

راپور زیاتوي چې د امریکا حکومت له څو هېوادونو، لکه مالیزیا، کمبودیا، لاوس، کوسوو او مراکش سره د دغو افغانانو د لېږد په اړه خبرې کړې دي، خو افغان ایواک ټینګار کړی چې «له دغو هېوادونو هېڅ یو هم د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو مناسب بنسټونه نه لري او دا هغه ځایونه نه دي چې افغان متحدینو ته یې ژمنه ورکړل شوې وه.»

افغان ایواک په خپل راپور کې د پخواني افغان ځانګړي ځواک سرتېري محمد نظیر پکتیاوال مړینې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د هغه له مړینې درې میاشتې تېرې شوې، خو کورنۍ یې لا هم د پېښې په اړه روښانه ځوابونه نه دي ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، پکتیاوال چې له لسو کلونو زیات یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه، د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) تر توقیف وروسته له ۲۴ ساعتونو کم وخت کې په روغتون کې مړ شو.

افغان ایواک ویلي چې د جون په ۱۶مه به د پکتیاوال له کورنۍ سره ګډ خبري کنفرانس جوړ کړي او د حساب ورکونې غوښتنه به بیا تکرار کړي.

راپور کې راغلي چې د امریکا اداره د داسې مقرراتو پر ارزولو بوخته ده چې له مخې یې د موقتي اجازې لرونکو افغانانو د کار جوازونه لغوه کېدای شي.

افغان ایواک دا اقدام د هغو افغانانو پر وړاندې «مستقیم ګوزار» بللی چې لا هم د خپلو دوسیو د څېړنې په تمه دي او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره پر کار متکي دي.

دغه بنسټ ویلي چې که څه هم د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) دوسیې د محکمې د حکم له مخې روانې دي، خو اوس مهال ډېری افغان غوښتونکي د ویزې په مرکو کې له رد سره مخ کېږي.

افغان ایواک ادعا کړې چې دا ردول د غوښتونکو د دوسیو د ستونزو له امله نه، بلکې د ولسمشرۍ د فرمان له کبله دي چې افغانانو ته یې د ویزو ورکول ځنډولي دي.

راپور سپارښتنه کړې چې افغان پنا غوښتونکي باید د مرکو تر ترسره کولو مخکې له حقوقي سلاکارانو سره مشوره وکړي.

افغان ایواک ویلي چې په پاکستان کې د زرګونو افغانانو د دوسیو د پرمخ بیولو لپاره اوس مهال ډېر محدود امکانات شته، ځکه د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه او د لېږد بهیر د اجراییوي فرمانونو له امله درېدلی دی.

بنسټ ټینګار کړی چې د انفرادي دوسیو د تعقیب پر ځای اوسنی تمرکز د هغو پالیسیو پر بدلون دی چې د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدو بهیر یې ټکنی کړی دی.

د راپور په پای کې افغان ایواک ویلي، هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی، ټولې غوښتل شوې امنیتي ارزونې یې بشپړې کړې او خپلې ژمنې یې عملي کړې دي، خو اوس د امریکا وار دی چې د دوی په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

دغه بنسټ له امریکايي حکومت غوښتي چې د افغان متحدینو لپاره د قانون جوړونې، عملي پالیسیو او د خوندي راتلونکي لپاره روښانه لارې چارې رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

فایق: د افغانستان دایمي سوله یوازې د ټول‌شموله او مشروع نظام له لارې ممکنه ده

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۳ GMT+۱
فایق: د افغانستان دایمي سوله یوازې د ټول‌شموله او مشروع نظام له لارې ممکنه ده
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د یوناما د ماموریت د یو کال لپاره د غځېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار د داسې سیاسي نظام رامنځته کېدل دي چې ټول‌شموله او ځواب ویونکی وي.

فایق په خپلې ایکس پاڼه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې مهم ټکي خپاره کړي او ویلي یې دي چې د یوناما د ماموریت غځېدل د افغانانو د ملاتړ لپاره مهم ګام دی.

هغه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه، خپل‌سري نیونې او د اساسي ازادیو پر وړاندې مخ پر زیاتېدو بندیزونه لا هم جدي ستونزې دي.

فایق د امنیت شورا له هغه ټینګار څخه هم هرکلی کړی چې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه شوی دی. نوموړي ویلي چې باید هغه تګلارې لغوه شي چې د نړیوالو ژمنو، اسلامي ارزښتونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي.

هغه د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک د عملي کېدو ملاتړ کړی او د افغانستان د خلکو په مشرۍ د یوه باور وړ سیاسي بهیر پر مخ وړل یې مهم بللي دي.

د افغانستان دایمي استازي همداراز د بشري مرستو پر دوام، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه‌ییزو همکاریو او د بشري حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل متحد او اصولي دریځ وساتي.

فایق ویلي: «د افغانستان خلک د کرامت، عدالت، حقونو او له هیلې ډک راتلونکي مستحق دي، نه د وېرې او ځپنې.»

په کاناډا کې د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
په کاناډا کې د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه
100%

کاناډا کې د پشه‌يي ځوانانو د ټولنې په نوښت د پشه‌يي ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه. د دغې غونډې ویناوالو د پشه‌يي ژبې د ارزښت، لرغونتوب او د پشه‌يي قوم د تاریخي او ټولنیز رول په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې ژبې د ساتنې، پراختیا او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږدولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په ټورنټو ښار کې ترسره شوه، ګډونوالو یې د ورته فرهنګي او علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او د پشه‌يي ژبې د ساتنې او ودې لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغان ټولنیزو خدمتونو مرکز د فرهنګي چارو مسوول محمد ایوب په دې غونډه کې ژمنه وکړه، چې د پشه‌يي ژبې یو کتاب به په خپل شخصي لګښت چاپ او خپور کړي.

د الينا ټولنيزې شورا پخواني مشر او د پشه‌يي ژبې څېړونکي عبدالهادي لېوال د افغانستان انټرنشنل په سپړنې خپرونه کې وویل: «د هېواد په ۱۶یا هم ۱۷ ولایتونو کې پشه‌ييان مېشت دي، خو په دغو سیمو کې زموږ مورنۍ ژبه په ښوونځيو کې په رسمي توګه درج شوې نه‌ده، ځانګړی نصاب نه‌لرو او که موږ نصاب او ځانګړې لهجه ونه‌لرو، نو د دغې ژبې بقا له ګواښ سره مخ کېږي».

د پشه یې ژبې لیکوال او څېړونکي احمد جان ماڼو هم د سپړنې په دې ځانګړې خپرونه کې څرګنده کړه: «د پشه‌يي ژبې تاریخ لا تر اوسه په کره توګه نه‌دی مشخص شوی، خو باوري یم، چې د دې ژبې تاریخ له هغه پېره پېلېږي چې سپين نژاد خلک په یوه ټاټوبي کې سره اوسېدل. هیله‌من یم، چې پوهان او پشه‌ییان په خپلو څېړنو کې د پشه‌ییانو او پشه‌يي ژبې کره تاریخ ومومي».

د پشه‌يي ژبې او فرهنګ بل څېړونکي تیمورشاه سلام‌زي هم په یاده خپرونه کې په ډاګه وویل: «سره له دې چې پشه‌ييان د افغان خاورې یو له اصلي بچیانو څخه دي، خو د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان حکومتونو دوی او د دوی ژبې ته کار نه‌دی کړی».

د غبرګولي ۲۴ د پشه‌يي ژبې د ملي ورځې په نوم نومول شوې او د پشه‌يي ژبې د څېړونکو په وینا، پشه‌يي د افغانستان د یوې ژبې او قوم نوم دی، چې کتابونو کې د بهاشه... او پشه‌يي په بڼو کې راغلی دی. د دغې ژبې ویونکي د کابل له څنډو تر کاپیسا، د لغمان، ننګرهار او ان کونړ په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کړې
100%

د منځنۍ اسیا هېوادونو او د اروپايي ټولنې چارواکو د قزاقستان په الماتي ښار کې په یوې غونډه کې د افغانستان د وضعیت، د سیمې پر امنیت د هغه د اغېزو او د نړیوالو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د دوشنبې په ورځ جوړه شوې او د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو او استول شوو استازو اتمه ناسته وه.

په غونډه کې ګډونوالو د افغانستان د روانو تحولاتو، د سیمې پر ثبات د هغوی د اغېزو او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ملاتړ لپاره د نړیوالو همکاریو د راتلونکو فرصتونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د خبرو اترو یو مهم محور د افغانستان له لارې د ترانزیټي او ترانسپورتي دهلېزونو پراختیا وه. چارواکو ویلي چې د دغو لارو پراختیا کولی شي د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او له اروپا سره اقتصادي نښلونې لا زیاتې کړي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد د سیمه‌ییزو ننګونو د حل لپاره پر سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو ټینګار کوي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو پر رول هم ټینګار شوی دی. ګډونوالو په الماتي ښار کې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ د موخو د سیمه‌ییز مرکز فعالیتونه هم مهم بللي دي.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو د پرمخ بېولو او له افغانانو سره د بشري او تعلیمي مرستو په برخه کې د قزاقستان د رول ستاینه وکړه.

د ناستې په پای کې استازو ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او دوامدار پرمختګ د ملاتړ لپاره به د منځنۍ اسیا د هېوادونو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ همکارۍ دوام ومومي.

په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی و.

سرچینې: د غور په تیورې ولسوالۍ کې طالبانو شاوخوا ۷۰ قومي مشران نیولي دي

۲۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۶ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۲ GMT+۱
سرچینې: د غور په تیورې ولسوالۍ کې طالبانو شاوخوا ۷۰ قومي مشران نیولي دي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په غور ولایت کې د تیورې ولسوالۍ د زربېد کلي او اړوندو سیمو شاوخوا ۷۰ قومي مشران او مخور، د خبرو لپاره ورغوښتي او له خبرو اترو وروسته نیولي دي.

د سرچینو په وینا، له دې پېښې څلور ورځې تېرېږي، خو د نیول شویو کسانو کورنۍ لا هم د هغوی د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه لري.

سرچینو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) ویلي چې طالبانو د تېرې اوونۍ د «وشا» په نوم د غرنۍ بوټۍ د راټولولو پر سر له رامنځته شوې شخړې وروسته یاد قومي مشران د غور مرکز فیروزکوه ښار ته د خبرو لپاره وربللي وو.

د معلوماتو له مخې، د سیمې اوسېدونکو د طالبانو بلنې ته مثبت ځواب ورکړ او د خبرو لپاره فیروزکوه ته ولاړل، خو تر اوسه بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.

سرچینې وایي چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره له هماغې ورځې راهیسې هېڅ ډول اړیکه نه ده ټینګه شوې او د هغوی د وضعیت په اړه معلومات نشته.

طالبانو تر اوسه د دغو کسانو د نیولو او همداراز د تیورې ولسوالۍ د وروستۍ شخړې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

ځايي سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې د تیورې ولسوالۍ د زربېد بازار په سیمه کې د غور د اوسېدونکو او د هلمند ولایت د یو شمېر کسانو ترمنځ د «وشا» په نوم د یوې کم‌ پیدا کېدونکي غرنۍ بوټۍ د راټولولو پر سر شخړه شوې وه.

د سرچینو په وینا، هغه کسان چې د دغې بوټۍ د راټولولو لپاره سیمې ته ورغلي وو، د طالبانو له ملاتړ برخمن وو. سرچینې زیاتوي چې طالبانو په دې لانجه کې لاسوهنه وکړه او د یوه لوري په ملاتړ یې شخړه تاوتریخوالي ته واړوله.

د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو پر معترضو اوسېدونکو ډزې هم کړې وې چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي وو.

د سیمې اوسېدونکي هر کال د حاصلاتو په موسم کې د «وشا» بوټۍ د راټولولو لپاره غرونو ته ځي او د دې بوټۍ له پلور څخه ترلاسه کېدونکی عاید د ډېرو کورنیو د ژوند د لګښتونو د برابرولو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.

په کاناډا کې افغان کډوالو د طالبانو له لوري د ښځو د نیونو پر ضد اعتراضي غونډه وکړه

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱
په کاناډا کې افغان کډوالو د طالبانو له لوري د ښځو د نیونو پر ضد اعتراضي غونډه وکړه
100%

په کاناډا کې مېشت یو شمېر افغان کډوالو د افغانستان په هرات کې د ښځو د وروستیو نیونو او د اعتراض کوونکو د ځپلو په غبرګون کې اعتراضي غونډه ترسره کړې ده.

دغه غونډه د کاناډا په وینکوور ښار کې د لسګونو افغان کډوالو په ګډون جوړه شوې وه. ګډونوالو د افغانستان په اوسني وضعیت او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه خپل اعتراض څرګند کړ.

معترضینو د غونډې پر مهال «مرګ پر طالبانو»، «جنسیتي اپارتاید ته نه» او «د افغانستان ښځو ته ازادي» شعارونه ورکړل او د طالبانو له سیاستونو سره یې کلک مخالفت څرګند کړ.

د غونډې ګډونوالو وویل چې دوی د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو او عامو خلکو د حقونو د نقض پر ضد درېږي او د افغان ښځو د مبارزې ملاتړ کوي.

معترضینو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې یوازې د اعلامیو پر خپرولو بسنه ونه کړي، بلکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د هغوی په وینا، اساسي غوښتنه یې دا ده چې افغان ښځې او نجونې باید د انساني کرامت، مدني حقونو او اساسي ازادیو څخه برخمنې شي.

ګډونوالو همداراز ټینګار وکړ چې افغانستان باید یو داسې مشروع او حساب ورکوونکی حکومت ولري چې د خلکو د ارادې استازیتوب وکړي او د ټولو وګړو حقونه تضمین کړي.