په سلګونو لاریون کوونکو د فوټبال نړیوال جام کې د ایران د لومړۍ لوبې څخه مخکې د لاس انجلس لوبغالي بهر راټول شوي وو، چې د ایران حکومت ضد شعارونه یې ورکول. ایران په دې نړۍوالو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ په وړاندي دوه پر دوه مساوي کړه.
د امریکا په لاس انجلس لوبغالي کې ګڼ شمېر د فوټبال مینه والو د ایران د لوبډلې ملاتړ کاوه، خو ځینو امریکايي مېشتو ایرانیانو بیا د تهران پر وړاندې د اعتراض شعارونه او سمبولونه له ځان سره لرل.
رویټرز په خپل یو خبر کې ویلي، چې د ایران او نیوزیلنډ د لوبې تر پیل وړاندې د میدان بهر هم وضعت عادي نه وو. د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې تر اعلان ۲۴ ساعته وروسته ایران ملي لوبډلې یوازي په امریکا کې د فوټبال په نړۍوال جام کې خپله لومړۍ سیالۍ تر سره کړه.
د راپور له مخې، دغه جګړه هغه مهال پیل شوې وه چې امریکا او اسراییل په فبرورۍ میاشت کې پر ایران بریدونه وکړل او اوس د سولې له اعلان وروسته د ایران لوبډله په امریکا کې د نړیوال جام سیالۍ ترسره کوي.
دغه لاریونونه په امریکايي کې د ایران حکومت د مخالفو فعالانو له خوا رهبري کېدل.
د سږني نړیوال جام په سیالیو کې د ایران ګډون له بېلابېلو جنجالونو او ستونزو سره مل و. د ایران فوټبال فدراسیون مخکې ویلي وو چې د لوبډلې د ځینو غړو لپاره د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې موجودې وې او د مینهوالو لپاره هم ځینې محدودیتونه لګېدلي وو.
په ورته وخت کې، د ایران د پخواني (له ۱۹۷۹م کال مخکې) بیرغ د کارولو موضوع هم په یوه جنجالي بحث بدله شوې ده. فیفا اعلان کړی چې په لوبغالو کې د سیاسي بڼې لرونکي بیرغونه او نښې منع دي، خو د ایران د پخواني بیرغ په اړه یې تر اوسه روښانه دریځ نه دی څرګند کړی.