د سرچینو په وینا، دغه دوه تنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند چارواکي دي او ټاکل شوې د اوبو په تړاو په هغه غونډه کې ګډون وکړي، چې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په جنیوا کې جوړېږي.
ټاکل شوې ده، ملګري ملتونه په جنیوا کې د «د پولې هاخوا اوبو په اړه د همکاریزو هوکړو او نورو ترتیباتو د پراختیا، بیاکتنې او بیا راژوندي کولو نړیوال تخصصي ورکشاپ» په نوم د یوې تخصصي غونډې کوربهتوب وکړي.
دا غونډه به د جون په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه، چې د چنګاښ له دویمې تر درېیمې نېټې سره سمون خوري، د جنیوا په ښار کې ترسره شي.
تر اوسه د غونډې سمبالوونکو د مېلمنو نوملړ نهدی خپور کړی. افغانستان انټرنشنل د دې غونډې له دارالانشا څخه د افغانستان د احتمالي استازو د ګډون په اړه پوښتنه کړې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نهدی ترلاسه کړی.
د دې غونډې موخه څه ده؟
دا ورکشاپ د هغو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د ارزونې او پیاوړتیا لپاره جوړېږي چې ګډې اوبیزې سرچینې لري؛ لکه سیندونه، جهیلونه او تر ځمکې لاندې اوبیزې زېرمې.
د غونډې اصلي تمرکز پر دې دی، چې د سرحدي اوبو په برخه کې د هېوادونو ترمنځ موجودې هوکړې څنګه نوي او اغېزناکې شي، د اوبو د ګډ مدیریت لپاره کوم نوي چوکاټونه رامنځته کېدای شي، هېوادونه څنګه د همکاریو له لارې د اوبو پر سر د احتمالي شخړو مخه نیولی شي او د اوبو د ډیپلوماسۍ بریالۍ تجربې څنګه له یو بل سره شریکېدای شي.
د غونډې د تنظیموونکو د معلوماتو لهمخې، په دې ډول غونډو کې عموماً د دولتونو استازي، د اوبو د حقوقي او تخنیکي چارو متخصصین، نړیوال سازمانونه او د اوبو د سرچینو د مدیریت اړوند بنسټونه ګډون کوي.
دا ورکشاپ د ملګرو ملتونو د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د «اوبو ډیپلوماسۍ» پیاوړتیا او د نړۍ په کچه د ګډو اوبیزو سرچینو پر سر د احتمالي لانجو او کړکېچونو کمول دي.