د دغه پخواني نظامي خپلوان وایي حشمتالله څلور ورځې وړاندې هغه مهال په جبل السراج ولسوالۍ کې په خپل پټي کې د کار کولو پرمهال بېدرکه شو.
د نوموړي خپلوان وايي، د هغه مړی د جمعې په ورځ د غبرګولي ۲۹مه په داسې حال کې وموندل شو چې پر بدن ی سختو شکنجو نښې ښکارېدې او د هغه سترګې ایستلې شوې وي.
د حشمتالله د کورنۍ یوه غړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د دغه پخواني پوځي قوماندان مړی د ګاونډي ولایت کاپیسا په اړوندو سیمو کې د سیند په غاړه کې موندل شوی دی. افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکارې چې حشمت الله سخت شکنجه شوی او سترګې یې اېستلې شوې دي.
د حشمتالله خپلوان وایي چې هغه د جمهوري نظام له سقوط وروسته، یو ځل د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی و، خو د لیکلي تعهد له ورکولو وروسته خوشې شو.
هغه له خوشې کېدو وروسته، د غچ اخیستنې له وېرې ایران ته پناه یووړه؛ خو په دې وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی و او په خپله پلرنۍ سیمه کې یې عادي ژوند او کرنه کوله.
د هغه خپلوانو ویلي چې حشمتالله هېڅ ډول نظامي او وسله وال فعالیت نه درلود.
د عمومي عفوې د نقض او سیستماتیکو غچ اخیستنو په دوام؛ د پوځ د دغه قوماندان وحشیانه وژنه په داسې حال کې کېږي چې د نړیوالو بنسټونو، په شمول د ملګرو ملتونو (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان ګڼ راپورونه ښيي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غچ اخیستنه، خپلسري نیول، شکنجه او وژنه لا هم دوام لري.
که څه هم د طالبانو مشر واک ته د رسېدو په پیل کې د «عمومي عفوې» فرمان صادر کړ خو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو نظاميانو هدفي وژنې روانې دي او پخواني امنیتي ځواکونه په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ خوندي ځای نه لري.
په پروان کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه د دې وژنې په اړه څه نه دي ویلي.