په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د محصلینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو محتسبین په منظم ډول د ازموینو تالارونو او د پوهنتونونو انګړونو ته ورځي او د محصلینو ظاهري بڼه ارزوي.
د محصلینو په وینا؛ دغه کړنه نه یوازې د دوی د زدهکړو بهیر ګډوډ کړی، بلکې د لوړو زدهکړو چاپېریال یې هم له وېرې او فشار سره مخ کړی دی. محصلین وایي، هغه کسان چې د دوی له نظره د ږېرو اړوند اصول نهوي مراعت کړي؛ له ازموینې منع کېږي او ځینې وخت یې طالبان د نورو پوښتنو او څار لپاره له ځان سره بیایي.
یو محصل چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «موږ ازموینې ته ناست یو، خو ناڅاپه محتسبین راشي او ځینې محصلین له تالاره وباسي. د هغوی لپاره مهمه نهده، چې محصل څو میاشتې زحمت اېستلی او که ازموینه یې له لاسه ووته راتلونکی به یې څه کېږي؛ یوازې د ږېرې موضوع ورته مهمه ده».
د نوموړي په وینا؛ یوشمېر محصلین د همدې موضوع له امله له ازموینو محروم شوي او اړ شوي، چې د خپلو مضمونونو ازموینې بیا له سره ورکړي یا له ښوونیزو ستونزو سره مخ شي.
یو بل محصل په دې اړه وایي: «دغه موضوع یوازې د ازموینو تر وخته نهده محدوده؛ بلکې د سمستر پرمهال به هم محتسبین پوهنتون ته راتلل درسونه به یې درول او اوږدې ویناوې به یې کولې، کله کله به یو ساعت یا تر هغه زیات وخت ضایع کېده. استاد او محصل دواړه مجبور وو، چې درس پرېږدي».
د محصلینو په خبره؛ د ازموینو پرمهال د داسې اقداماتو دوام د هغوی پر رواني وضعیت هم منفي اغېز کړی دی او اوس ډېری محصلان د درس او ازموینې پرځای د خپلې ظاهري بڼې په اړه اندېښمن دي.
د خصوصي پوهنتونونو ځینې مسوولان هم د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د سختو محدودیتونو له امله د محصلانو حضور کم شوی او ځینې یې له زدهکړو زړه توري شوي دي.
د خصوصي پوهنتون یو اداري کارکوونکی په دې اړه وایي: «موږ په وروستیو کلونو کې ولیدل، چې یوشمېر محصلانو خپلې زدهکړې نیمګړې پرېښودې، ځینې نور نامنظم شول او پوهنتون ته یې راتګ کم شو، کله چې د زدهکړې چاپېریال د فشار او وېرې فضا ولري، طبیعي ده چې محصل به له ستونزو سره مخ کېږي».
هغه زیاتوي، چې پوهنتونونه باید د علم، څېړنې او فکري ودې مرکزونه وي؛ نه داسې ځایونه چې دوی پهکې هره ورځ د ظاهري بڼې د ارزونې له وېرې سره مخ وي. د کندهار اوسېدونکی وایي، چې د امر بالمعروف د محتسبینو سخت دریځ یوازې تر پوهنتونونو محدود نهدی؛ بلکې په ښار او ولسوالیو کې هم هغه کسان تر پوښتنو لاندې نیول کېږي او تر زندانه بېول کېږي، چې ږېرې یې کمې کړې یا یې خریلې وي.
د دوی په وینا؛ محتسبین په بازارونو، عمومي سړکونو او نورو عامه ځایونو کې خلک دروي او د ږېرو په اړه ترې پوښتنې کوي، چې ځینې کسان د همدې موضوع له امله د امر بالمعروف ریاست ته بېول شوي او وروسته له توقیف سره هم مخ شوي دي.
محصلان، استادان او کورنۍ ټینګار کوي، چې پوهنتونونه باید د علمي رقابت، فکري ودې او مسلکي روزنې مرکزونه وي. محصلان وایي، چې دوی پوهنتون ته د زدهکړې، مسلکي پرمختګ او خپل راتلونکي جوړولو لپاره ورځي؛ خو اوس د دې پر ځای له داسې شرایطو سره مخ دي، چې د دوی د علمي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.