• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱

امریکا بالاخره د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي۲۷مه) د هغه تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ، چې د تېرې اونۍ په پای کې یې له ایران سره لاسلیک کړی وو. امریکا له دې وړاندې ویلي وو، چې د قطر او پاکستان په غوښتنه او د ایران په ټینګار به دا متن تر جمعې ورځې او د رسمي لاسلیک تر وخته نه‌خپروي.

سره له دې هم، په رسنیو کې د دغه متن د ځینو برخو خپرېدو او په ځانګړې توګه د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ بې‌ساري نیوکې راپارولي دي.

د امریکا د حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ماسپښین (د امریکا د ختیځ په وخت) د دغه ۱۴ ماده‌ییز سند متن ولوست؛ هغه سند چې د هُرمز تنګي د بېرته پرانېستلو، د ایران پر وړاندې د ځینو مالي محدودیتونو د کمولو او دغه راز په راتلونکو تخنیکي مذاکراتو کې د ایران د اټومي پروګرام د څېړلو اړوند هیلې او شرایط په ګوته کوي.

دا سند «د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوري ترمنځ د اسلام‌اباد د تفاهم یادښت» تر عنوان لاندې خپور شوی او تر هغه وروسته رسنیو ته ورکړل شو، چې د یاد یادښت متن د نه‌خپرېدو له امله په عامه کچه پراخ اعتراضونه وشول.

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي چې نوم یې نه‌دی اعلان شوی، وویل: «دا هوکړه په اصل کې داسې یو تړون دی چې موږ ته اجازه راکوي سمدستي د هرمز تنګی پرانیزو، ایرانیان د اټومي غبار پر له منځه وړلو مکلف کړو او بیا موږ ته داسې یو اهرم په لاس راکوي، که ایرانیان خپل ښه چلند زیات کړي، موږ به هم د بندیزونو د لرې کولو او د اقتصادي مرستو کچه لوړه کړو؛ هغه اقدامات چې کولای شي ایران پر یوه سوکاله هېواد بدل کړي».

ټاکل شوې ده، چې د تفاهم دا یادښت د جمعې په ورځ په رسمي ډول لاسلیک شي؛ هغه اقدام چې د توافق د وروستیو شرایطو په اړه د خبرو اترو لپاره د ۶۰ ورځو یو مهلت رامنځته کوي.

د امریکا د حکومت له لوري وړاندې شوی متن، له هغه څه سره لږ توپیر لري چې په دې وروستیو ورځو کې رسنیو خپور کړی وو.

له دې سره سم، سي‌اېن‌اېن شبکې د امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې د ایران د ژمنو یوه مهمه برخه په پټو کانالونو او له رسمي متن څخه بهر مطرح شوې ده. د دغو ژمنو د جزییاتو په اړه څه نه‌دي خپاره شوي.

د تفاهم د یادښت بشپړ رسمي متن

د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت په [...] نېټه په نېک نیت سره پر لاندې مادو توافق وکړ:

۱ ماده:

د امریکا متحده ایالات، د ایران اسلامي جمهوریت او د دوی متحدین په روانه جګړه کې دا د تفاهم یادښت لاسلیکوي، څو د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای اعلان کړي او ژمنه وکړي، چې له دې وروسته به د یو بل پر وړاندې هېڅ ډول جګړه یا پوځي عملیات نه‌پیلوي، د یو بل پر وړاندې به له ځواک کارولو یا ګواښلو څخه ډډه کوي او د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت تضمین به کوي. وروستی توافق به د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې دایمي پای او د دې بند نور شرایط تایید کړي.

۲ ماده:

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري ژمنه کوي، چې د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي او د یو بل په کورنیو چارو کې به له لاسوهنې څخه ډډه کوي.

۳ ماده:

د امریکا متحده ایالات و د ایران اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې به مذاکرات کوي او وروستي توافق ته به رسېږي؛ دا موده د دواړو لورو په خوښه د تمدید وړ ده.

۴ ماده:

د دغه تفاهم د یادښت له لاسلیک کېدو سمدستي وروسته، د امریکا متحده ایالات به د خپل سمندري بندیز د لرې کولو او د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د هر ډول خنډ یا ګډوډۍ د ختمولو بهیر پیل کړي او په ۳۰ ورځو کې به په بشپړ ډول سمندري بندیز پای ته ورسوي.

په دې موده کې، د ایران اسلامي جمهوریت به له جګړې څخه وړاندې د تګ راتګ د کچې په تناسب، د بېړیو د ټرافیک بېرته راستنېدو ته زمینه برابره کړي.

د امریکا متحده ایالات هم ژمنه کوي، چې له وروستي توافق وروسته په ۳۰ ورځو کې خپل ځواکونه د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډ څخه وباسي.

۵ ماده:

د دغه تفاهم د یادښت له لاسلیک وروسته، د ایران اسلامي جمهوري به خپله ټوله هڅه وکړي، څو د سوداګریزو کښتیو خوندي تګ راتګ د هېڅ ډول لګښت له اخیستلو پرته او یوازې د ۶۰ ورځو لپاره د فارس خلیج څخه د عمان سمندرګي ته او برعکس چمتو کړي.

د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ سمدستي پیلېږي او د ایران اسلامي جمهوري له لوري د تخنیکي او پوځي خنډونو لرې کولو او ماین‌پاکۍ ته په کتو به د ۳۰ ورځو په دننه کې په بشپړ ډول برقرار شي.

د ایران اسلامي جمهوري به د عمان له سلطنت سره خبرې وکړي، څو د هرمز تنګي راتلونکی مدیریت او سمندري خدمات د فارس خلیج له نورو ساحلي هېوادونو سره په مشوره او د نړیوالو قوانینو او د هرمز تنګي د ساحلي هېوادونو له حاکمیتي حقونو سره سم وټاکي.

۶ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره یو ځای د ایران اسلامي جمهوري د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت یو پرېکنده او توافق شوی پلان چمتو کړي.

د دغه پلان د پلي کولو تګلاره به د وروستي توافق د یوې برخې په توګه په ۶۰ ورځو کې وروستۍ شي.

د اړوندو مالي معاملو د ترسره کولو لپاره ټول اړین جوازونه، معافیتونه او اجازې به د متحده ایالاتو له خوا صادر شي.

۷ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د ایران اسلامي جمهوري پر وړاندې ټول بندیزونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو، د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د حکامو شورا د پرېکړه‌لیکونو او د لومړي او دویمه درجه بندیزونو په ګډون د امریکا ټول یو اړخیز بندیزونه په وروستي توافق کې له منل شوي مهالوېش سره سم لغو کړي.

د ایران اسلامي جمهوري او د امریکا متحده ایالات د بندیزونو د لرې کولو حیاتي ارزښت په رسمیت پېژني او په مذاکراتو کې د متقابل توافق د ترلاسه کولو په موخه دې موضوع ته د سمدستي رسېدنې هوډ اعلانوي.

۸ ماده:

د ایران اسلامي جمهوري یو ځل بیا ټینګار کوي، چې اټومي وسلې به نه‌تولیدوي او نه به یې ترلاسه کوي.

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کړی، چې د ذخیره او غني شویو موادو د برخلیک په اړه د داسې یوې تګلارې له لارې پرېکړه وکړي، چې په دوه اړخیزه توګه پرې توافق وشي او د ۷ مې مادې له مهالوېش سره سم وي؛ د اجرا لږ تر لږه طریقه به د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې ځای پر ځای د موادو رقیق کول وي.

دواړه لوري همدا راز توافق لري، چې د غني کولو د موضوع او د ایران اسلامي جمهوري له اټومي اړتیاوو سره د تړاو لرونکو نورو توافق شویو مسایلو په اړه د یوه داسې د قناعت وړ چوکاټ پر بنسټ خبرې وکړي، چې په وروستي توافق کې به ټاکل کېږي.

وروستی توافق به د دې بند شرایط تایید کړي.

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري د پورتنیو اټومي مسایلو حیاتي ارزښت په رسمیت پېژني او د متقابل توافق د ترلاسه کولو په موخه په مذاکراتو کې هغو ته د سمدستي رسېدو اراده لري.

۹ ماده:

د وروستي توافق د ترلاسه کېدو پورې، د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کوي چې اوسنی حالت به ساتل کېږي.

د ایران اسلامي جمهوري به د خپل اټومي پروګرام اوسنی حالت ساتي او د امریکا متحده ایالات به نوي بندیزونه نه‌لګوي او په سیمه کې به اضافي ځواکونه نه‌ځای پر ځای کوي.

۱۰ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د دغه تفاهم‌ د یادښت له لاسلیک کېدو سمدستي وروسته او د بندیزونو تر لغو کېدو پورې، د امریکا د خزانې وزارت به د ایران د خامو تېلو، تېلي محصولاتو او د هغو د مشتقاتو د صادراتو او ټولو اړوندو خدماتو په شمول د بانکي، بیمې، ټرانسپورټ او نورو خدماتو لپاره معافیتونه صادر کړي.

۱۱ ماده:

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې د دغه تفاهم د یادښت له پلي کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوري کنګل شوې یا محدودې شوې پیسې او شتمنۍ په بشپړ ډول د استفادې وړ وګرځوي.

دواړه لوري به د مذاکراتو پر مهال د دغو پیسو د ازادولو پر کړنلاره توافق وکړي.

دا پیسې، که په اصلي حساب کې پاتې شي او یا انتقال شي، د هر هغه وروستي ګټه اخیستونکي د تادیې لپاره چې د ایران اسلامي جمهوري د مرکزي بانک له خوا ټاکل کېږي، په بشپړ ډول د کارونې وړ دي.

د امریکا متحده ایالات ژمنه کوي، چې په دې برخه کې به ټول اړین جوازونه او تاییدۍ صادرې کړي.

۱۲ ماده:

د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري توافق کوي، چې د دغه تفاهم د یادښت د بریالي پلي کېدو او په راتلونکي کې وروستي توافق ته د ژمنتیا د څارنې لپاره یو اجراییوي میکانیزم رامنځته کړي.

۱۳ ماده:

د دغه تفاهم‌ د یادښت له لاسلیک وروسته او د ۱، ۴، ۵، ۱۰ او ۱۱ مادو د پلي کېدو د پیل او د هغو د دوام په شرط، د امریکا متحده ایالات او د ایران اسلامي جمهوري به د وروستي توافق په اړه مذاکرات یوازې د نورو مادو په تړاو پیل کړي.

۱۴ ماده:

وروستی توافق به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه لازمي پرېکړه‌لیک له لارې تایید شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۳

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

افغان ایواک: په قطر او پاکستان کې زرګونه افغانان د کډوالۍ د بندو پروګرامونو قرباني دي

•
•
•

نور کیسې

نصیراحمد اندیشه: د طالبانو احکام د افغانستان قوانین نه دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
نصیراحمد اندیشه: د طالبانو احکام د افغانستان قوانین نه دي
100%

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد اندیشه د بشري حقونو د شورا په ۶۲مه کلنۍ ناسته کې ویلي، چې د طالبانو د مشر احکام او فرمانونه باید د افغانستان د قوانینو یا د خلکو د لید لوري په توګه ونه ګڼل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د دغو یو اړخیزو پرېکړو ملاتړي نه دي.

ښاغلي اندیشه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د بشري حقونو عالي کمېشنر په خپل کلني پرانیستونکي راپور کې وویل چې «افغانستان د ماشومانو ودونه رسمي کړي دي.» د افغانستان دایمي استازي په غبرګون کې روښانه کړه چې د طالبانو د مشر فرمانونه د افغانستان د رسمي قوانینو او د خلکو د غوښتنو استازیتوب نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک نه یوازې د دغو تګلارو او فرمانونو قرباني دي، بلکې په مېړانه یې پر وړاندې مقاومت او اعتراض کوي. هغه په هرات ولایت کې وروستي اعتراضونه د طالبانو د سختدریځو سیاستونو او فرمانونو پر وړاندې د ولسي مقاومت ښکاره او تازه بېلګه وبلله.

ښاغلي اندیشه همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان دایمي استازولي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له نظام، د بشري حقونو له عالي کمېشنرۍ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره دوامداره او رغنده همکارۍ ته ژمنه ده. هغه وویل چې دوی به د ټولو افغانانو د حقونو، کرامت او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو د زیاتوالي او ځپلو لړۍ دوام لري او په دې وروستیو کې د امر بالمعروف محتسبانو دوه نجونې د خپل خوښې حجاب نه لرلو په تور ونیولې. بلخوا په هرات کې د‌ طالبانو د هرات د امنیه قوماندانۍ امنیت امر نجیب‌الله علي په رسمي ډول اعلان کړی چې دغه ډله به په هرات کې د ښځو او نجونو نیولو ته دوام ورکړي.

لېنډسي ګراهام: له اسلامي جمهوریت سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول د امریکا په ګټه دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۴۳ GMT+۱
لېنډسي ګراهام: له اسلامي جمهوریت سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول د امریکا په ګټه دي
100%

د امریکا جمهوري‌غوښتونکي سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، له ایران سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول د امریکا په ګټه دي او کولای شي د هُرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو، د شخړو د کمېدو او په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.

ګراهام د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې له امریکايي استازي سټیو وېټکاف سره تر اوږدې خبرې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې له ایران سره د تفاهم‌لیک لاسلیکول به د امریکا لپاره ګټور وي.

هغه وویل، لا هم روښانه نه ده چې واشنګټن به وکولای شي له ایران سره د اټومي پروګرام او نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه داسې یوه هوکړه ترلاسه کړي چې د تایید او منلو وړ وي، خو په خبره یې د داسې یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه «لوی زیان نه لري».

نوموړي زیاته کړه چې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل او د شخړو پای ته رسېدل به اقتصادي ثبات رامنځته کړي او دا ثبات کولای شي د ایران او لوېدیځ ترمنځ د اوسني کړکېچ هاخوا د پراخې سولې لپاره لاره هواره کړي.

ګراهام همداراز وویل چې د ابراهیم تړونونو پراخول او د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ده له مهمو ستراتیژیکو موخو څخه دي.

د امریکا سناتور ټینګار وکړ چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د تفاهم‌لیک لاسلیکول د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا او په منځني ختیځ کې د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره یو اړین ګام ګڼل کېږي.

ټرمپ ویلي له مودي، پوتین او زېلېنسکي سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۱
ټرمپ ویلي له مودي، پوتین او زېلېنسکي سره یې ډېرې ښې خبرې کړې دي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د فرانسې په اویان-له-بېن ښار کې د جي۷ سرمشریزې په څنډه کې یې د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره جلا جلا لیدنې او خبرې کړې دي.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، له مودي سره یې «ډېرې ښې» خبرې کړې دي او دواړه هېوادونه د سوداګریزو تړونونو پر جوړولو کار کوي.

هغه مودي «سخت مرکچي» وباله او ویې ویل چې په راتلونکي کې به هند ته سفر وکړي.

دواړو مشرانو د سوداګرۍ، تعرفو او دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د خلیج په سیمه، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي په مسیر کې د هندي سمندري کارکوونکو پر خوندیتوب هم خبرې وکړې.

مودي ټرمپ ته وویل چې د نړۍ په بېلابېلو سمندري لارو کې، د هرمز تنګي په ګډون، سلګونه زره هندي سمندري کارکوونکي فعالیت کوي او د هغوی امنیت د نوي ډیلي لپاره خورا مهم دی.

هغه د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې د دې هوکړې د عملي کېدو پر مهال به د سمندري کارکوونکو د خوندیتوب موضوع ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ټرمپ هم د هندي سمندري کارکوونکو پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې امریکا به د هند امنیتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

بل لور ته، ټرمپ ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره یې هم مثبتې خبرې کړې دي.

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱
بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
100%

د بلومبرګ په ګډون امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د ۱۴ مادو جزییات یې ترلاسه کړي. دغه مسوده د جګړې د پای ته رسولو، د بندیزونو د لغوه کېدو، د ایران د اټومي پروګرام، د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو او د اقتصادي همکاریو په اړه پراخ موارد رانغاړي.

د راپور له مخې، په لومړۍ ماده کې دواړه هېوادونه او د هغوی متحدین ژمنه کوي چې په روانه جګړه کې به، د لبنان په ګډون، په ټولو جبهو کې سملاسي او دایمي اوربند عملي کوي او د یو بل پرضد به هېڅ ډول دښمنانه اقدام، ګواښ او زور نه کاروي.

په دویمه ماده کې دواړه لوري د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي او په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ژمنه کوي.

د مسودې له مخې، ایران او امریکا به په ۶۰ ورځو کې، چې د دواړو خواوو په رضایت غځېدلی هم شي، خپلو مذاکراتو ته دوام ورکړي او وروستي توافق ته به ورسېږي.

په څلورمه ماده کې راغلي چې امریکا به د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته سمندري محاصره لغوه کړي، د ایران پر ضد به له هر ډول برید او خنډ جوړونې ډډه وکړي او د ۳۰ ورځو په موده کې به سمندري تګ راتګ بېرته بشپړ ظرفیت ته ورسوي.

همداراز واشنګټن ژمنه کړې چې د وروستي توافق له لاسلیکېدو وروسته به په ۳۰ ورځو کې خپل ځواکونه له شاوخوا سیمو وباسي.

د پنځمې مادې له مخې، ایران به سملاسي د خلیج او عمان سمندر ترمنځ د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بیا پیلولو لپاره عملي اقدامات وکړي او هڅه به وکړي چې دغه بهیر تر ۳۰ ورځو پورې تر جګړې مخکې حالت ته ستون شي.

په دې برخه کې د ماینونو پاکول او تخنیکي ستونزو حل کول هم د ایران مسوولیت بلل شوی دی.

د مسودې شپږمه ماده د ایران اقتصادي بیا رغونې ته ځانګړې شوې ده.

په دې ماده کې امریکا ژمنه کړې چې له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره په ګډه به د ایران د بیا رغونې او اقتصادي پراختیا لپاره یو جامع پلان جوړوي او د لږ تر لږه ۳۰۰ میلیارد ډالرو مالي ملاتړ تضمین به کوي. ټاکل شوې چې د دغه پلان د تطبیق میکانیزم په ۶۰ ورځو کې جوړ شي.

د اوومې مادې له مخې، امریکا به د وروستي توافق د مهالویش پر بنسټ پر ایران لګول شوي ټول بندیزونه لغوه کوي. په دې بندیزونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیکونه، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د حکامو شورا محدودیتونه او د امریکا لومړني او ثانوي بندیزونه شامل دي.

په اتمه ماده کې ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېڅکله به اټومي وسله نه جوړوي. دواړه هېوادونه موافقه کوي، چې د بډایه شویو اټومي موادو برخلیک، د ایران اټومي اړتیاوې او د اټومي پروګرام اړوند نورې موضوعګانې به په وروستي توافق کې په تفصیل سره حل او فصل شي.

نهمه ماده وايي چې تر وروستي توافق پورې به اوسنی وضعیت ساتل کېږي. د دې مادې له مخې، ایران به خپل اټومي پروګرام په اوسني حالت کې ساتي او امریکا به نه نوي بندیزونه لګوي او نه به په سیمه کې خپل پوځي حضور زیاتوي.

د لسمې مادې له مخې، امریکا به د تفاهم‌لیک له لاسلیک سره سم د خپلې خزانې وزارت له لارې د ایران د خامو تېلو، پتروشیمي محصولاتو او مشتقاتو د صادراتو لپاره اړینې اجازې صادرې کړي. په دې کې بانکي، بیمه‌یي، ترانسپورتي او نور اړوند خدمات هم شامل دي.

یوولسمه ماده د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو په اړه ده. د دې مادې له مخې، امریکا به د خبرو اترو د پرمختګ له بهیر سره سم د ایران ټولې محدودې شوې او کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د تهران په بشپړ واک کې ورکړي. همداراز به د دې بهیر لپاره ټولې اړینې حقوقي او مالي اجازې هم صادرې کړي.

په دوولسمه ماده کې دواړه هېوادونه د یوه داسې اجرایي میکانیزم پر جوړولو موافقه کوي چې د وروستي توافق د تطبیق او د دواړو لورو د ژمنو د عملي کېدو څارنه وکړي.

دیارلسمه ماده ټینګار کوي چې ایران او امریکا به یوازې هغه وخت د وروستي توافق د پاتې مادو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي چې د څلورمې، پنځمې، لسمې او یوولسمې مادو د عملي کېدو او دوام په اړه لازم تضمینونه ترلاسه شي.

د مسودې وروستۍ، څوارلسمه ماده وايي چې وروستی توافق به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک له لارې تصویب او نافذ شي.

بلومبرګ او نورو امریکايي رسنیو د دې مسودې د افشا کېدو خبر ورکړی، خو تر اوسه نه د ایران حکومت او نه هم د امریکا چارواکو د یادو ۱۴ مادو د رسمي تایید یا رد په اړه څه ویلي دي.

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۲۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۳۰ GMT+۱
پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ
100%

د پولنډ او جرمني دفاع وزیرانو د چارشنبې په ورځ د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دواړه هېوادونه وایي، دغه تړون به د سایبري امنیت، پوځي تګ راتګ، ګډې قوماندې او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

پولنډ تر دې وړاندې له فرانسې او بریتانیا سره هم دفاعي تړونونه لاسلیک کړي او اوس له ایټالیا سره د ورته تړون پر جوړولو کار کوي.

د پولنډ دفاع وزیر ولادیسواف کوسینیاک-کامیش د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «دغه دفاعي تړون د سایبري امنیت، ګډ مسوولیت، په بالتیک سیمه کې ګډې قوماندې او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو نوې برخې پرانیزي.»

هغه زیاته کړه: «دا تړون زموږ د هېوادونو ترمنځ د پوځي تګ راتګ لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې هم نوې فرصتونه رامنځته کوي.»

دغه سند د پولنډ او جرمني ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او دوستانه همکاریو د تړون د لاسلیک د ۳۵مې کلیزې په مناسبت لاسلیک شوی دی.