دغه راپور ښيي چې د افغانستان د سولې عمومي وضعیت د تېر کال په پرتله ۰،۵ سلنه خراب شوی دی.
په راپور کې راغلي، د «امنیت او خوندیتوب» په برخه کې افغانستان کې ۱،۵ سلنه ښه والی راغلی او د سیاسي بېثباتۍ شاخص هم ۱۰ سلنه ښه شوی دی. د راپور له مخې، دا بدلون تر ډېره د طالبانو له لوري پر سیاسي او امنیتي ادارو د واک د لا ډېر تمرکز او د مخالفو سیاسي جریانونو د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.
د سولې نړیوال شاخص وايي، چې د منظم سیاسي اپوزیسیون نشتوالي او د مخالفو غږونو محدودولو د پراخو ناارامیو او سیاسي ګډوډیو احتمال کم کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې انحصاري حکومتولي، د سیاسي مشارکت محدودیتونه او نړیواله انزوا د افغانستان د اوږدمهاله ثبات پر وړاندې جدي ننګونې دي.
سره له دې چې د سیاسي بېثباتۍ شاخص ښه شوی، راپور څرګندوي چې د افغانستان د روانو شخړو وضعیت خراب شوی دی. د راپور له مخې، د «روانو شخړو» برخه ۱،۹ سلنه کړکېچنه شوې او د بهرنیو شخړو له امله د مرګ ژوبلې شاخص ۱۹،۲ سلنه لوړ شوی، چې لامل یې له پاکستاني ځواکونو سره نښتې بلل شوې دي.
راپور بل مهم لامل په اوسنیو سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه بللي دي.
راپور افغانستان د سویلي اسیا تر ټولو لږ سولهییز هېواد یادوي او وايي چې هېواد لا هم د نړۍ د اوو تر ټولو ناامنو هېوادونو په ډله کې شامل دی. د شاخص له مخې، یوازې روسیه، سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، اوکراین، اسراییل، سویلي سوډان، افغانستان یمن، سوریه، مالي، سومالیا، میانمار او پاکستان د نړۍ د سولې په درجهبندۍ کې تر ټولو ټیټې درجې لري.
د راپور په اقتصادي برخه کې راغلي چې افغانستان د تاوتریخوالي له امله د اقتصادي زیانونو له پلوه هم د نړۍ له زیانمنو هېوادونو څخه دی. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د تاوتریخوالي اقتصادي لګښت د افغانستان د ناخالص کورني تولید ۳۱،۴۳ سلنه جوړوله چې له اوکراین وروسته دویم لوړ رقم بلل کېږي.
د سولې نړیوال شاخص په خپل ۲۰۲۶ راپور کې ویلي چې افغانستان د نشهيي توکو د غیرقانوني اقتصاد له پلوه تر ټولو ستر سقوط تجربه کړی دی. د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د کوکنارو د کر بندیز د دې لامل شوی چې د افغانستان د تاریاکو اقتصاد له ۲ میلیاردو ډالرو څخه ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شي. راپور ادعا کوي چې د کوکنارو تولید هم ۹۵ سلنه کم شوی دی.
د سولې نړیوال شاخص په داسې حال کې د افغانستان د سیاسي بېثباتۍ د کمېدو خبره کوي چې نړیوال بنسټونه لا هم د سیاسي مشارکت محدودیتونو، د بشري حقونو وضعیت او د افغانستان د نړیوالې انزوا په اړه اندېښنې څرګندوي.