یوناما: افغانستان په نړۍ کې د بېځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی

یوناما د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په ټوله نړۍ کې ۴۶،۱ میلیونه خلک د تاوتریخوالي، جګړو او ځورونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه سازمان زیاتوي، افغانستان بیا په نړۍ کې د بېځایه کېدو له یو تر ټولو ستر او جدي کړکېچ سره مخ دی.
