• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د امنیت لپاره ۸۰۰۰ کسیزه قطعه جوړوي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ډیورنډ کرښې د څار او امنیت ساتنې لپاره د یوې ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړي قطعې د جوړولو امر ور کړی. د یادې قطعې نوم «هبتي قطعه» ده او د جنګیالیو معاشونه به یې د عادي طالبانو په پرتله لوړ وي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر له‌خوا جوړه شوې ځانګړي قطعه د ډیورنډ کرښې د امنیت خوندیتوب لپاره جوړیږي او د یادې قطعې له منظمېدو وروسته به د ډیورنډ کرښې د څار او ددې کرښې په اوږدو کې د هرډول تحرکاتو او د جګړې او متارکې قومانده د همدې قطعې په واک کې وي.

په کندهار او کابل کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل:«پخواني سرتېري به هم پر ډیورنډ کرښه په خپلو پوستو کې وي، خو ټوله قومانده به د نوې قطعې په لاس کې وي. یعنې که جنګ کېږي، یا جنګ نه کېږي، د داسې ټولو کارونو صلاحیت به له همدې قطعې سره وي».

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، د یادې قطعې څلورزره کسان همدا اوس د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ په لیوا کې مېشت دي او د یادو کسانو د ثبت او راجسټر چارې روانې دي.

همدارنګه د یادې قطعې څلورزره نور سرتېري په کابل کې دي او هملته یې د نوملیکنې او تنظیمولو چارې روانې دي.

سرچینو ویلي چې د یادې قطعې د جنګیالیو معاشونه او امتیازات د نورو طالبانو په پرتله لوړ دي.

دغه قطعه د هېڅ وزارت په تشکیل کې نه ده او یوازې مولوي هبت الله اخوندزاده ته ځواب ویونکي ده.

یوې سرچینې چې ددې قطعې د نوملیکنې چارې یې له نږدې څارلې، وویل:« په قطعه کې د سرباز بست نشته، استخدام له افسر څخه دی او د دوی امتیازات هم لوړ دي او دا کسان یوازې شیخ صاحب ته ځواب ویونکي دي. دوی نه د دفاع او نه هم د کورنیو چارو وزارت تر اثر لاندې دي».

د طالبانو اړوند سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د یادې قطعې جنګیالي تر ډېره د کندهار، ارزګان او هلمند ولایت اوسېدونکي دي او د زابل یو شمېر محدود جنګیالي هم پکې دي.

سرچینې وايي، د پلان له‌مخې، یادې ۸زره کسیزه قطعې ته به له امریکا پاتې پرمختللي وسلې، شپه لید تجهیزات، موټر او فعالې چورلکې او څارګر ډرونونه هم په واک کې ورکړل شي.

د دوی په وینا، د ۸ زره کسیزې قطعې د جلب او جذب پروسې له بشپړېدو وروسته په پام کې ده، چې د دې قطعې جنګیالیو ته د توپوګرافي، سرحدي ګزمو، غیرقانوني تګ راتګ مخنیوي، د قاچاق ضد عملیاتو، د څار او شکمنو کسانو د پېژندنې او تعقیب او دغه راز د جي پي اېس، ډرون کامرو او ډرون څارګرو څرخکو په برخو کې روزنه ورکړل شي.

سرچینو ددې قطعې د قوماندې د مرکز په اړه وویل، چې «څلور زره سرتېري به په کندهار او څلور زره نور به په کابل کې مېشت وي او د اړتیا پرمهال به د هبت‌الله اخوندزاده په قومانده دندو ته استول کېږي».

سرچینو د یادې قطعې د قوماندان به اړه څه نه ونه ویل خو اټکل کوي، چې ښايي د طالبانو د اوو زونونو له مشرانو څخه یو تن د یادې قطعې د قوماندان په توګه وټاکل شي.

شنونکي د طالبانو د مشر دغه اقدام پر ډیورنډ کرښه د نښتو، ګزمو، امنیتي پوستو د چارو، تحرکاتو او تګ راتګ کنټرول ګڼي.

ترویج لرونکی

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ
۱

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۲

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۳

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

۴

ټرمپ وایي طالبان د امریکا «چاپلوسي» کوي

۵

سویس ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سفر لغوه شوی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان وایی په سرحدي سیمو کې یې د طالبانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۱
پاکستان وایی په سرحدي سیمو کې یې د طالبانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي چې د یاد هېواد هوايي دفاع د خیبر ولسوالۍ په شینکو سیمه کې د طالبانو ډرون الوتکه کشف او نسکوره کړې ده. یاد وزارت ویلي، ډرون په چټکۍ سره کنټرول شوی او هیڅ مرګ ژوبله نه لري.

د طالبانو د دفاع وزارت د شنبې په سهار اعلان وکړ چې تېره شپه یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې «د داعش ډلې پورې تړلي مرکزونه» په نښه کړي دي. خو د پاکستان د معلوماتو او خپرونو وزارت دا ادعا سمدستي ناسمه وبلله او ویې ویل چې د دوی هوایي مدافع ځواکونو شینکو سیمې ته نږدې د طالبانو اړوند یوه ابتدایي ډرون الوتکه تر پېژندلو وروسته نسکوره کړې ده، چې هیڅ ډول ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د حقایقو د څېړلو څانګې وویل چې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو کمپونه چې له دوو لسیزو راهیسې فعال دي، په اصل کې د طالبانو تر واک لاندې قلمرو کې دي او له هغه ځایه اداره او ملاتړ کېږي. دغه وزارت د نسکورې شوې الوتکې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې «طالبان د داعش، بلوڅ ازادي غوښتونکو، تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو څخه د خپل ملاتړ پټولو لپاره د داسې جعلي بیانیو خپرولو عادت لري».

هممهاله، د خیبر په سرحدي لرې پرتې سیمه کې ځایي اوسېدونکو د هغې بې‌پېلوټه الوتکې پاتې شونې موندلې دي، چې د استوګنې له سیمو څخه لرې په دښته کې غورځېدلې ده.

مولانا فضل الرحمان: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې باید د خبرو له لارې حل شي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۰۱ GMT+۱
مولانا فضل الرحمان: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې باید د خبرو له لارې حل شي
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان او ایران پر وړاندې د پاکستان د ځینو سیاستونو په اړه نیوکه کړې او هغه یې ناسم بللي دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د «مولانا محمد ادریس» په یاد جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي. هغه په یاده غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) جوړه شوې وه وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته اختلافات او شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي؛ نه د زور او فشار له لارې.
هغه وړاندې هم ويلي و، چې افغانستان ثبات ته او پاکستان يو باثباته ګاونډي ته اړتيا لري. هغه د امریکا او ايران ترمنځ د پخلاينې په ترڅ کې د افغانستان سره هم د سولې د خبرو غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي و: «که موږ د امریکا او د ایران ترمنځ پخلاینه د دې لپاره غواړو، چې په سیمه کې جګړه نه غواړو او د سیمې خلکو ته سوله ورکول غواړو؛ نو د دې اړتیا له افغانستان سره ولې نه‌شته؟»

نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستیو ټاکنو پرمهال د لاسوهنو او نفوذ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د تاوتریخوالي له لارې د هر ډول سیاسي یا فکري نظریې تپل ناسم کار دی او دغه ډول تګلارې تل ناکامې ثابتې شوې دي.

هغه ادعا کړې، چې په پاکستان کې د ټاکنې کمېسیون په چارو کې د ځینو کړیو د لاسوهنو له امله ولسواکي زیانمنه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د وروستیو ټاکنو پرمهال د هغه د ګوند په رایو کې هم لاسوهنه شوې ده.

د پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه نوموړي د حکومت پر مالي پالیسیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د هېواد پر مالي پرېکړو د بهرنیو بنسټونو اغېز زیات شوی. د هغه په وینا؛ پر عامو خلکو مالیاتي بار زیات شوی، خو د فساد او اداري کمزورۍ د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه نه‌دي پورته شوي.

فضل الرحمان د لوړوپوړو چارواکو او با نفوذه کړیو پر مالي امتیازاتو هم نیوکه کړې او ویلي دي، په داسې حال کې چې ځینې ځانګړې ډلې له پراخو امتیازاتو برخمنې دي، عام خلک له بې‌روزګارۍ، فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته؛ طالبان وایي بدخشان کې د سرو زرو کانونو کېندنه پیلېږي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱
د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته؛ طالبان وایي بدخشان کې د سرو زرو کانونو کېندنه پیلېږي
100%

په بدخشان کې د طالبانو له‌خوا د سرو زرو کانونو بندېدو او د خلکو د اعتراضونو او ناراضۍ اړوند د افغانستان انټرنشنل- پښتو راپور تر خپرېدو وروسته یادې ډلې ویلي، په بدخشان کې د سرو او سپينو زرو کانونو د کېندنې لړۍ په لنډمهالي ډول درېدلې چې اوس یو وار بیا پيلېږي.

په بدخشان کې د طالبانو د کانونو رییس عبدالمتین رحیم‌زی وایي، چې د کانونو اړوند د هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا د نوي قانون تر وړاندې کولو وروسته په دغه ولایت کې د سرو او سپینو زرو د کانونو کېندنې لړۍ یو وار بیا پيلېږي.

نوموړي ویلي، چې دامهال یې د کارکوونکو د کمښت له کبله د کانونو د کېندنې چارې له درېیو ولسوالیو پيل کړې او د یوه مهالوېش له مخې به یې ټولو ولسوالیو ته وغځوي. رحیمزي ویلي، چې د کانونو د کېندنې نوي قانون له مخې په همدې سیمه کې دودیز کارکوونکي او هغه کسان چې د لاسونو پر مټ استخراج کوي له مالیاتو معاف شوي او دوی دامهال د دغه کسانو هویت ثبتوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په اجاره ورکول شويو کانونو څخه یوازې پنځه برخه مالیه اخیستل کېږي. تر دې وړاندې طالبانو د سرو زرو د هر جریب پر سر هره میاشت ۴.۸ ګرامه زر غوښتل.

طالبانو په بدخشان کې وروسته له هغه د سرو او سپين زرو د کانونو د کېندې لړۍ پیل کړې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو د همدغه کانونو د کېندنې لړۍ بندېدو له کبله د سیمه‌ییزو اوسېدونکو پرله‌پسې اندېښنې خپرې کړې وې.

په تېر یوه کال کې په تخار او بدخشان کې د سرو زرو کانونو پر سر لانجې ګونجې زیاتې شوې، چې له امله یې څو ځلې د ځایي اوسېدونکو، کان کېندونکو شرکتونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته شوې دي.

د سرو زرو دودیز او لاسي استخراج له کلونو راهیسې په تخار او بدخشان کې د زرګونه کورنیو د عاید اصلي سرچینه بلل کېږي او د پخواني حکومت پرمهال د دوی د فعالیتونو مخه نه نیول کېده. ځايي اوسېدونکو ویلي، چې طالبانو د کانونو د چارو په درولو سره د خلکو د عاید او روزګار سرچینې تړي.

ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱
ملګري ملتونه:د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۳کال له وروستیو میاشتو راهیسې تر ۶ مېلیونه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ له دې ډلې نیمایي یې له کلونو جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ان د افغانستان اړوند اسناد هم نه‌لري.

یاد سازمان وړاندې هم د کډوالو او بې‌ځایه شویو کسانو اړوند د ۲۰۲۵کال په راپور کې ویلي و، چې د اټکل له مخې له ایران، پاکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو شاوخوا ۲.۹ مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي‌ دي.
په دغه راپور کې راغلي و، چې افغانستان په دې برخه کې د لویو بحرانونو یو سخته څپه تجریبه کوي. د راپور له مخې؛ پاکستان له اپرېل میاشتې شاوخوا یو مېلیون افغانان له دغه هېواده اېستلي، چې ډېری یې د خپل قانوني وضعیت، د شتمنیو نشتوالي او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو په اړه له ستونزو سره مخ وو.

د راپور له مخې؛ ایران د ۲۰۲۵کال له نیمايي وروسته هره ورځ شاوخوا ۴۰زره افغانان خپل هېواد ته ستنول. په راپور کې د تاجکستان یادونه هم شوې او ویل شوي، چې دغه هېواد د ۲۰۲۵کال په اوږدو کې ۱۹۵۳ افغانان اېستلي او یوازې د جولای په میاشت کې په ناڅاپي ډول ۹۵۵ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په راپور کې اندېښنه ښودل شوې، چې ډېری افغانان له اوږدې مودې راهیسي په ایران او پاکستان کې اوسېدل او ان ځینې په همدغه هېوادونو کې زېږېدلي هم وو، چې د فشار او نامناسبو شرايطو له امله افغانستان ته ستانه شوي.

د یاد سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د ګاونډیو هېوادونو د پالیسۍ بدلونونه، د اسنادو د سختو مقرراتو پلي کېدل، ناسم معلومات او همدارنګه په ځانګړي ډول په ایران او پاکستان کې د افغانانو لپاره د اقتصادي او امنیتي شرایطو خرابوالی د دغه ستنېدو اصلي لاملونه دي.

راپور زیاتوي: «ډېری ستنېدنې په ناڅاپي ډول ترسره شوې؛ خلک اړ شوي چې له چمتووالي پرته ووځي، خپلې شتمنۍ پرېږدي، له کورنیو جلا شي، د توقیف په نامناسبو شرایطو کې پاتې شي او له سختو سفرونو وروسته افغانستان ته ورسېږي».

یونیسیار یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د اوسني وضعیت له امله ډېری افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې که اسناد ولري او که نه له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د ږېرې په جرم له ازموینو محرومول؛ په کندهار کې د محصلینو پر زده‌کړو د امربالمعروف نوی فشار

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۹ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
د ږېرې په جرم له ازموینو محرومول؛ په کندهار کې د محصلینو پر زده‌کړو د امربالمعروف نوی فشار
100%

د کندهار په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د سمستر ازموینې روانې دي. لسګونه محصلین وایي، د طالبانو امر بالمعروف محتسبین پوهنتونونو ته ورځي او هغه محصلان له ازموینو باسي چې ږېرې یې کمې کړې یا یې خریلې دي. محصلین دغه اقدام د زده‌کړو بهیر د ګډوډۍ او د فشار زیاتوالی بولي.

په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د محصلینو د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو محتسبین په منظم ډول د ازموینو تالارونو او د پوهنتونونو انګړونو ته ورځي او د محصلینو ظاهري بڼه ارزوي.

د محصلینو په وینا؛ دغه کړنه نه یوازې د دوی د زده‌کړو بهیر ګډوډ کړی، بلکې د لوړو زده‌کړو چاپېریال یې هم له وېرې او فشار سره مخ کړی دی. محصلین وایي، هغه کسان چې د دوی له نظره د ږېرو اړوند اصول نه‌وي مراعت کړي؛ له ازموینې منع کېږي او ځینې وخت یې طالبان د نورو پوښتنو او څار لپاره له ځان سره بیایي.

یو محصل چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «موږ ازموینې ته ناست یو، خو ناڅاپه محتسبین راشي او ځینې محصلین له تالاره وباسي. د هغوی لپاره مهمه نه‌ده، چې محصل څو میاشتې زحمت اېستلی او که ازموینه یې له لاسه ووته راتلونکی به یې څه کېږي؛ یوازې د ږېرې موضوع ورته مهمه ده».

د نوموړي په وینا؛ یوشمېر محصلین د همدې موضوع له امله له ازموینو محروم شوي او اړ شوي، چې د خپلو مضمونونو ازموینې بیا له سره ورکړي یا له ښوونیزو ستونزو سره مخ شي.

یو بل محصل په دې اړه وایي: «دغه موضوع یوازې د ازموینو تر وخته نه‌ده محدوده؛ بلکې د سمستر پرمهال به هم محتسبین پوهنتون ته راتلل درسونه به یې درول او اوږدې ویناوې به یې کولې، کله کله به یو ساعت یا تر هغه زیات وخت ضایع کېده. استاد او محصل دواړه مجبور وو، چې درس پرېږدي».

د محصلینو په خبره؛ د ازموینو پرمهال د داسې اقداماتو دوام د هغوی پر رواني وضعیت هم منفي اغېز کړی دی او اوس ډېری محصلان د درس او ازموینې پرځای د خپلې ظاهري بڼې په اړه اندېښمن دي.

د خصوصي پوهنتونونو ځینې مسوولان هم د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د سختو محدودیتونو له امله د محصلانو حضور کم شوی او ځینې یې له زده‌کړو زړه توري شوي دي.

د خصوصي پوهنتون یو اداري کارکوونکی په دې اړه وایي: «موږ په وروستیو کلونو کې ولیدل، چې یوشمېر محصلانو خپلې زده‌کړې نیمګړې پرېښودې، ځینې نور نامنظم شول او پوهنتون ته یې راتګ کم شو، کله چې د زده‌کړې چاپېریال د فشار او وېرې فضا ولري، طبیعي ده چې محصل به له ستونزو سره مخ کېږي».

هغه زیاتوي، چې پوهنتونونه باید د علم، څېړنې او فکري ودې مرکزونه وي؛ نه داسې ځایونه چې دوی په‌کې هره ورځ د ظاهري بڼې د ارزونې له وېرې سره مخ وي. د کندهار اوسېدونکی وایي، چې د امر بالمعروف د محتسبینو سخت دریځ یوازې تر پوهنتونونو محدود نه‌دی؛ بلکې په ښار او ولسوالیو کې هم هغه کسان تر پوښتنو لاندې نیول کېږي او تر زندانه بېول کېږي، چې ږېرې یې کمې کړې یا یې خریلې وي.

د دوی په وینا؛ محتسبین په بازارونو، عمومي سړکونو او نورو عامه ځایونو کې خلک دروي او د ږېرو په اړه ترې پوښتنې کوي، چې ځینې کسان د همدې موضوع له امله د امر بالمعروف ریاست ته بېول شوي او وروسته له توقیف سره هم مخ شوي دي.

محصلان، استادان او کورنۍ ټینګار کوي، چې پوهنتونونه باید د علمي رقابت، فکري ودې او مسلکي روزنې مرکزونه وي. محصلان وایي، چې دوی پوهنتون ته د زده‌کړې، مسلکي پرمختګ او خپل راتلونکي جوړولو لپاره ورځي؛ خو اوس د دې پر ځای له داسې شرایطو سره مخ دي، چې د دوی د علمي پرمختګ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.