هغې زیاته کړه: «د خويندو او لوڼو زده کړې زموږ اساسي، بشري، فطري او اسلامي حقونه دي. زموږ په کلتور او پښتونولۍ کې هم ښځو تل د ننګ او ټولنيز ژوند د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي دي. که تاريخ وګورو د ميوند ملاله او زرغونه له وخت سره سم له خپلو سړيو سره اوږه په اوږه ودرېدلي دي که په سياسي ميدان کې دي او که د جګړې په ميدان کې دي».
نسیمې مندوخېل همداراز څرګنده کړه، چې په پښتون افغان وطن کې يوازې خويندې لوڼې بې علمه نه دي پاتې؛ په سياست کې په هنر کې په روزګار کې شاته پاتې کړل شوي دي «باجود د دې چې اسلام او زموږ کلتور موږ له دې څخه نه منع کوي».
مندوخېل د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بنديزونو په اړه وویل: «که څه هم په دې کار کې زموږ خپل خلک کارول کيږي، خو بيا هم دا پردۍ پروژه ده. د دې شاته ډېر غټ قوتونه ناست دي او هغوی نه غواړي چې د پښتون افغان نسل دې ښه وروزل شي او هغوی دې له غلامۍ څخه خلاص شي».
هغې په ډاګه کړه: «بيا هم د وخت له مشرانو او له واکدارانو څخه زموږ غوښتنه ده، چې ښځو ته دې په ټولنه کې عزت، امنيت، د پښتنې او اسلامي حقونو له مخې د ازادۍ او کار حقونه ورکړل شي».
د نسیمې مندوخېل په څېر په پاکستان کې د بشري حقونو، سياسي ګوندونو او د ښځو د حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو بنديزونو او په دې وروستيو کې په هرات کې د ښځو ځورولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.
د ډاکټرې ماه نور ناصر ورور فرحتالله له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوی د بلوچستان د سيمهييز حکومت له هغو څرګندونو چې ګواکې خور به یې د ښې درملنې لپاره امریکا ته ولیږدوي هر کلی کوي او زیاته یې کړه: «ډاکټره ماه نور چټکې درملنې ته اړتيا لري او د دغې لپاره که د بلوچستان حکومت دغه پروسه ګړندۍ کړي د هغې سترګې به وژغورل شي».
فرحتالله د ډاکټره ماه نور د اوسني روغتيايي حالت په اړه وویل، د هغې درملنه روانه ده، ډاکټران ډېرې هڅې کوي، چې د هغې ښه درملنه وکړي، خو بشپړه درملنه به یې وخت ونيسي.
نوموړي پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو د پاشلو د پېښې په اړه وويل: «کورنۍ یې پر دغې پېښې غمجنه او له یوه سخت وخت څخه تېريږي او لومړيتوب یې د ډاکټرې درملنې ته دی».
هغه د بلوچستان سیمهييز حکومت ته په خطاب کې وویل: «که د دغې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي دوی تمه لري څنګه چې په ډاکټرې ماه نور کوم کس تېزاب پاشلي هغه له منځه يوړل شو که چېرې د دې پېښې تر شا کوم بل لاس هم وي هغه کړۍ به هم معلومې شي».
فرحتالله د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان کې د ډاکټرانو د اعتراضي لاريون او پرلت د دوام او د ډاکټرانو د امنیت په تړاو وویل:: «امنيت د هر ډاکټر ان د هر چا اساسي حق دی زه له حکومته خواست کوم چې دوی ته دې امنيت برابر کړل شي».
د ډاکټرې ماه نور له پېښې وروسته په بلوچستان ايالت کې د ځوانانو ډاکټرانو ټولنې اعتراضي لاريون او پرلت پيل کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي، چې ډاکټرانو او په روغتونونو کې د امنيت لپاره قانون جوړ شي او همداراز د ډاکټر ماه نور د پېښې دې په عدالتي کچه پلټنې دې وشي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې جون میاشتې پر شپږمه د کوټې په دولتي روغتون کې پر ډاکټرې ماه نور ناصر یوه کس تېزاب وپاشل. د ډاکټرې مخ سوځېدلی او د بريدګر په اړه ويل شوي، چې له پېښې وروسته له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.