• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ایران د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې که ځواب ورکړو پایلې به یې وویني

۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۶ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران د هُرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو بېړیو د بریدونو په ترسره کولو سره د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا غبرګون وښيي، پایلې به یې څرګندې شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو یوې غونډې ته وویل، د پنجشنبې د ورځې له پېښې خوښ نه دی. د هغه په وینا، ایران څلور ځله بریدونه کړي چې امریکایي ځواکونو یې درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې.

هغه وویل: «له هغه څه چې د پنجشنبې په ورځ وشول، خوښ نه شوم. هغوی څلور ځله برید وکړ. موږ درې هغه بې‌پیلوټه الوتکې چې یوه بېړۍ یې په نښه کړې وه، راوغورځولې. یوه بله بې‌پیلوټه الوتکه پر یوې ډېرې قیمتي باروړونکې بېړۍ ولګېده. که څه هم بېړۍ ته زیان اوښتی، خو خپل سفر ته یې دوام ورکړ.»

ټرمپ زیاته کړه چې ایران باید دا کار نه وای کړی او خبرداری یې ورکړ: «تاسو به پوه شئ. مطلب مې دا دی، که موږ ځواب درکړو، نو پایلې به یې ووینئ.»

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې هم لیکلي وو چې ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د هغو بېړیو پر لور توغولې چې د هرمز تنګي له لارې تېرېدلې.

د هغه په وینا، له دغو بې‌پیلوټه الوتکو څخه یوه په مستقیم ډول له یوې سترې او قیمتي باروړونکې بېړۍ سره لګېدلې او زیان یې ورته اړولی، خو بېړۍ توانېدلې چې خپل سفر ته دوام ورکړي.

ټرمپ همداراز ټینګار کړی چې امریکایي ځواکونو درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې او د ایران دغه اقدام یې د اوربند له هوکړې څخه «احمقانه سرغړونه» بللې ده.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو