ملاله يوسفزۍ: ماهرنګ بلوڅ باید په زندان کې نهوي

د سولې نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ويلي، د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ بايد په زندان کې نهوي ځکه په بلوچستان کې ښځو او نجونو له کلونو راهیسې ډېر کړاوونه ګاللي دي.

د سولې نوبل نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ويلي، د بلوڅانو د يووالي غورځنګ مشره ماهرنګ بلوڅ بايد په زندان کې نهوي ځکه په بلوچستان کې ښځو او نجونو له کلونو راهیسې ډېر کړاوونه ګاللي دي.
د جون مياشتې په ۲۲مه د بلوچستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ته د «اېفسي» د یوه سرتېري د وژنې اړوند قضیه کې د عمري بند سزا واوروله.
ماهرنګ بلوچ: په بند کې کتابونو زما د مبارزې باور لا پیاوړی کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو
ملالې يوسفزۍ د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په خپله اېکسپاڼه وويل: «د بلوڅانو د کورنيو نارینه غړي په پرله پسې ډول نیول شوي او په زوره ورک کړل شوي دي. دوی د داسې ژوند مستحق دي چې هر څوک یې مستحق وي».
يوسفزۍ زیاته کړه: «زه په پاکستان کې د خپلو هغو خوېندو تر څنګ ولاړه یم چې له ځورونې او ناوړه چلند سره مخ دي او د غږ پورته کولو له امله زنداني کېږي».
يوسفزۍ په پاکستان کې د ځینو مېرمنو پر وړاندې دغه ډول چلند ته په اشارې وويل: «دا کومه نوې خبره نهده؛ زموږ په تاریخ کې د عاصمه جهانګیر، فریده شهید، خاور ممتاز، حنا جېلاني او ان فاطمې جناح (د پاکستان د باني قايداعظم خور) په څېر ښځو د غږ پورته کولو له امله له کړاوونو او ځورونو سره مخ شوې دي».
هغې همداراز وويل، چې د ترهګرۍ ضد محکمه د جبري ورکېدو د وحشت د خپرولو پر ځای، هغه کسان په نښه کوي، چې د ظلم پر وړاندې غږ پورته کوي او زیاته یې کړه، ماهرنګ او د هغې ملګري فعالان باید خوشې شي.