په فرانسه کې د سختې ګرمۍ له امله شاوخوا ۱۰۰۰ اضافي مړینې ثبت شوې

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، چې د اروپا د ګرمۍ بېسارې څپې له امله په دغه هېواد کې شاوخوا زر اضافي مړینې ثبت شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې ویلي، چې د اروپا د ګرمۍ بېسارې څپې له امله په دغه هېواد کې شاوخوا زر اضافي مړینې ثبت شوې دي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي.
ادارې د یکشنبې په ورځ په خپل لومړني راپور کې ویلي، ډېری مړه شوي عمرخوړلي کسان دي او اټکل کېږي چې د زړو په پالنځایونو او کورونو کې د مړینو د معلوماتو له بشپړېدو سره به د مړینو شمېر نور هم زیات شي.
اروپا د جون له شلمې نېټې راهیسې د ګرمۍ سختې څپې سره مخ ده، چې د لسګونو کسانو د مړینې، د تودوخې د ریکارډونو د ماتېدو، د برېښنا د تولید د ګډوډېدو او د بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنېدو لامل شوې ده.
ساینسپوهانو ویلي، دا د اروپا په ثبت شوي تاریخ کې تر ټولو سخته ګرمۍ ده، ځکه د دې وچې اقلیم د نړۍ د منځنۍ کچې په پرتله په چټکۍ سره بدلېږي.
که څه هم د فرانسې د هوا پوهنې ادارې ویلي چې د هېواد په ډېرو سیمو کې د سختې ګرمۍ شدت کم شوی، خو د هېواد په شمال ختیځ کې ځینې سیمې لا هم د ګرمۍ تر خبرداري لاندې دي.
د فرانسې د روغتیا وزیرې سټیفاني ریست ویلي چې د دې ګرمۍ روغتیايي اغېزې ښايي د هوا له سړېدو وروسته هم تر لسو ورځو دوام وکړي.
د عامې روغتیا ادارې د معلوماتو له مخې، ډېری مړینې د ۶۵ کلونو او له هغه پورته عمر لرونکو کسانو کې ثبت شوې، خو سختې ګرمۍ د ټولنې د ټولو عمرونو خلکو پر روغتیا منفي اغېزې کړې دي.

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو له مرستیالانو سره په ناسته کې، هغوی ته د اطاعت، همغږۍ، له خلکو سره د ښه چلند کولو سپارښتنې کړې دي. نوموړي د ولسوالیو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د ځوانانو د افکارو پر جوړولو کار وکړي.
په کندهار کې د طالبانو رسنیز دفتر یکشنبې په ورځ، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۹ ولسوالیو د ولسوالانو له مرستیالانو سره په ناسته کې پر اطاعت او له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې د ملا شیرین له قوله لیکل شوي:«زه په دغه ولایت کې د امیرالمومنین استازی یم، همداسې تاسو او د ولسوالیو ولسوالان زما او د هغه استازي یاست. نو در سپارل شوي مسولیتونه په ښه توګه ادا کړئ».
همدارنګه نوموړي د ولسوالیو مرستیالانو ته سپارښتنه کړې، چې د ځوانانو د افکار پر جوړولو کار وکړي.
ملا شیرین زیاته کړې:«مه پرېږدئ چې ځوانان مو د پردیو خلکو ښکار شي».
نوموړي پر داسې مهال پر اطاعت او د ځوانانو د افکارو پر جوړولو ټینګار کړی چې وړاندې هم په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د یادې ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کېدو او د اطاعت په اړه ګڼې غونډي او سیمینارونه جوړ شوي.
د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې له پیل څخه د روان کال د غویي میاشتې تر پایه د هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې ټولټال یو میلیون او ۱۲ زره ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې۶۰۶ زره ټنه ایراني سمنټ دي.
د افغانستان د ریل پټلۍ کنسرسیوم اجرایه رییس ویلي چې د هرات- خواف اورګاډي کرښې له لارې افغانستان ته د تېرو څه باندې دوو کلونو د صادراتو ۶۰ سلنه برخه سمنټ وو.
مصطفی رضایي د ایران ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې له پیل څخه د روان کال د غویي میاشتې تر پایه، ټولټال یو میلیون او ۱۲ زره ټنه صادراتي او ترانزیټي توکي افغانستان ته لېږدول شوي، چې له دې جملې څخه ۶۰۶ زره ټنه یې د ایران د دویم ډول ودانیزو سمنټو صادرات وو.
هغه وویل، چې له سمنټو وروسته د اوسپنې محصولات د صادراتو ۱۱ سلنه، ډیزل او سپک او درانه هایدروکاربنونه ۱۰ سلنه او کاشي او بوره هر یو شاوخوا ۵ سلنه برخه جوړوي.
رضایي زیاته کړې چې له یو میلیون او ۱۲ زره ټنه سوداګریزو توکو څخه ۸۰ سلنه د ایران صادرات وو او پاتې ۲۰ سلنه له متحده عربي اماراتو، روسیې، ترکیې او چین څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
د هغه په وینا، د روان کال په پسرلي کې هره میاشت له ۱۰۰ زره ټنو څخه زیات توکي د خواف–هرات د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته لېږدول شوي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
تېر کال د خواف–هرات په پوله د ریل له لارې د سوداګرۍ ټول حجم ۷۰۰ زره ټنه و.
یاد شوي صادراتي او ترانزیټي توکي د افغانستان د شاوخوا ۱۰۰ سوداګرو، صنعتکارانو او پېژندل شویو کاروباري کسانو له لارې افغانستان ته صادرېږي یا ترانزیټ کېږي او همدوی په افغانستان کې د دغو توکو اصلي عرضه کوونکي ګڼل کیږي.
د نورستانیانو قومي شورا وايي، طالبان دې د هغو سیلانیانو مخه ونیسي، چې دغه ولایت ته د سیل او سیاحت لپاره له وسلو سره داخلیږي. د یادې شورا په وینا، ځینې سېلانیان د ځايي خلکو کروندې وېجاړوي او د طالبانو اداره باید دوی ته ځایونه مشخص کړي.
د نورستانیانو قومي شورا مسوولانو نن یکشنبه، د چنګاښ پر ۷مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د نورستان سیمهییز مسوولان دې د دغه ولایت د سیاحت لپاره یو منظم، روښانه او قانوني میکانیزم جوړ کړي، څو د سیلانیانو تګ راتګ د امنیتي، اداري او کلتوري معیارونو له مخې تنظیم شي.
د قومي شورا غړو ټینګار کړی چې نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې ځانګړی طبیعي جوړښت، لرغونی کلتور او حساس ټولنیز ارزښتونه لري، له همدې امله د سیاحت پراختیا باید د داسې اصولو پر بنسټ وي چې هم د ځايي خلکو عزت، دودونه او کلتوري حریم خوندي کړي او هم د راغلو سیلانیانو لپاره روښانه لارښوونې او مسوولیتونه مشخص کړي.
د دوی په وینا، سیاحت د کلتوري تبادلې بهیر دی او سیلانیان باید د سیمې د دودونو، ټولنیزو ارزښتونو، حساسیتونو او محلي قواعدو په اړه مخکې له مخکې عامه پوهاوی ترلاسه کړي.
هغوی زیاتوي چې د کلتوري پوهاوي نشتوالی ځینې وخت د ناسمو چلندونو، شخړو او امنیتي پېښو لامل ګرځي.
قومي مشرانو دغه راز غوښتنه کړې چې طالبان باید د سیاحت د تنظیم لپاره داسې چوکاټ رامنځته کړي چې د جواز ورکولو سیستم، د وسلو کنټرول، د سیلانیانو ثبت او د هغوی د تګ راتګ نظارت پکې شامل وي، څو د احتمالي امنیتي پېښو مخه ونیول شي.
د دوی په باور، د سیلانیانو او ځايي اوسېدونکو دواړو د حقونو او شتمنیو خوندي کول اساسي اړتیا ده.
قومي مشران ټینګار کوي چې د سیاحتي فعالیتونو پر مهال باید د عامه نظم ساتنه، د شخصي ملکیتونو درناوی او د چاپېریالي زیانونو مخنیوی تضمین شي، ځکه د بېنظمۍ په صورت کې نه یوازې د خلکو ژوند او مال ته خطر پېښېږي، بلکې د نورستان د سیاحت اوږدمهاله اعتبار هم زیانمنوي.
دغه غوښتنې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د تېر لوی اختر په ورځو کې د نورستان په مرکز پارون اړوند اشټیوي کلي کې د سیلانیانو د هوایي ډزو له امله یو کس وژل شوی و.
د راپورونو له مخې، هغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودله، چې ځینې سیلانیان په پارون کې هوايي ډزې کوي او د ډزو غږونه له بېلابېلو سیمو اورېدل کېږي.
که څه هم د طالبانو سیمهییزو مسوولانو په تېر اختر کې ویلي وو چې سیلانیان باید د داخلېدو پر مهال خپلې وسلې وسپاري، خو د راپورونو له مخې دغه شرط په بشپړ ډول عملي نه شو، چې له امله یې د قومي شورا اندېښنې لا زیاتې شوې دي.
اریانا افغان هوايي شرکت وايي، د هوايي ترانسپورټ د ظرفیت لوړولو لپاره یې له اردن ایرلاینز څخه د شپږو میاشتو لپاره یوه بوینګ ۷۶۷-۲۰۰ الوتکه چارټر کړې او ټاکل شوې دغه الوتکه سر له سبا د کابل–استانبول او کابل–جدې پر لور منظمې نړیوالې الوتنې پیل کړي.
د اریانا اجراییه ریس بخت الرحمن شرافت ویلي، چې دغه الوتکه په هره الوتنه کې د شاوخوا ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ مټریک ټنه سوداګریزو توکو د لېږد وړتیا لري.
شرافت د دې الوتکې ترلاسه کول د هېواد د هوايي چلند د شبکې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی.
د اریانا افغان شرکت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه الوتکه سر له دوشنبې ورځې خپلې نړیوالې الوتنې پیل کړي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، نورالله نوري، وایي د افغانستان خلک له طالبانو سره د وېرې او زور له امله نه، بلکې د خپلې خوښې، عقیدې، فکر، کلتور او سیاسي باور پر بنسټ ولاړ دي.
نوري د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په یوې ولسي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، اوس مهال په افغانستان کې داسې نظام حاکم دی چې ټولې چارې یې د اسلامي شریعت تر چتر لاندې پر مخ وړل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان ولس د اسلامي نظام ملاتړ کوي او له طالبانو سره یې ملاتړ د زور او جبر پر بنسټ نه دی. د هغه په وینا، افغانان په خپله خوښه او رضا د طالبانو تر څنګ ولاړ دي.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټول تنظیمونه، کورني اختلافات، د غچ اخیستنې پېښې او جګړې پای ته رسېدلې او په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی.
نوري د سرپل له خلکو غوښتي چې د ده په وینا، د «پردیو تبلیغاتو او استخباراتي کړیو» تر اغېز لاندې دې نه راځي او د هېواد وضعیت د واقعیتونو پر بنسټ وارزوي.
نوري د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، هغه کسان چې د ده په وینا، د تېرو شلو کلونو پر مهال یې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خپلې موخې ازمویلې، باید د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ شعارونه ور نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بیان ازادۍ، او مدني حقونو د د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
همدارنګه، په وروستیو میاشتو کې په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول هرات کې، د طالبانو د ځینو سیاستونو پر ضد د اعتراضونو او د هغو د ځپلو راپورونه هم خپاره شوي دي.
بلخوا ځیني نیوکه کونکي وایي چې د طالبانو کړنې او سیاستونه نه اسلامي بڼه لري او نه هم زمونږ له کلتور سره تړاو لري.