• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز پر مرکز بريد کې درې سرتېري وژل شوي

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان په لوی اقتصاد ښار کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رینجرز پر سيمه‌ييز مرکز شوي بريد کې د دغه ځواک درې سرتېرې وژل شوي او د دوو نورو له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې په دې برید کې یې څلورو غړو ګډون درلود.

ډان ورځپاڼې د سند ايالت د پوليسو د مشر جاوېد عالم اوډهو له قوله د درېېو سرتېرو د وژل کېدو راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې دغه پېښه د شنبې په ماښام شاوخوا اته بجې د ګلستان جوهر په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې بریدګرو د یادو ځواکونو پر دروازه موټر بم برید وکړ.

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو د پېښې په اړه تر دې دمه چارواکو په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پېښې په اړه بېلابېلې ادعاوې خپرېږي او د وژل شویو سرتېرو شمېر هم ۵ بولي.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي، په لومړي سر کې زوروه چاودنه وشوه او بيا ورپسې شاوخوا ۲ ساعته ډزې هم روانې وې.

د چارواکو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نيول شوي او د قانون پلي کونکي ادارې هم سیمې ته رسېدلې دي.

د جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې ادعا کړې چې دا برید دوی کړی دی او د ډلې څلورو غړو په‌کې برخه اخېستې وه.

جماعت الاحرار ډله په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستاني طالبانو له تحريک څخه په جلا کېدو جوړه شوې، خو په ۲۰۲۰م کال کې ورسره بیا يو ځای شوې او بيا په ۲۰۲۲م کې د دغې ډلې د پخواني مشر عمر خالد خراساني له وژنې وروسته د دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د بیا راټوکېدو ويل شوي او په دې وروستيو کې د جماعت الاحرار او پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۶م کال د نومبر په مياشت کې جماعت الاحرار ناقانونه ډله اعلان کړې ده.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۳

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۴

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۵

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده