د ملا یعقوب له ګوتڅنډنې وروسته؛ پاکستان په یوه میاشت کې دوه ځله پر افغان خاوره برید وکړ
د طالبانو دفاع وزیر له مسکو سره د نظامي- تخنیکي همکاریو له هوکړې وروسته ویلي وو، نور به پاکستان پر افغان خاوره د برید جرئت ونهکړي، خو پاکستان له یادو څرګندونو وروسته په تېره میاشت کې پر افغانستان ۲ ځلي بریدونه وکړل. لومړی برید د غبرګولي پر ۲۰مه او دویم برید یې نن شپه ترسره کړ.
د طالبانو دفاع وزیر له مسکو سره د نظامي- تخنیکي همکاریو له هوکړې وروسته، د غبرګولي پر ۹مه په کابل هوايي ډګر کې ویلي وو، چې نور به پاکستان د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونهکړي، خو پاکستان له دغو څرګندونو ۱۱ ورځې وروسته (د غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.