د ایران سپاه پاسداران په سیمه کې د امریکا پر اډو له بریدونو خبر ورکړ

د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دغه پوځي ځواک سمندري او هوايي- فضايي واحدونو د یکشنبې په سهار د دوو او درېیو بجو ترمنځ، یو ګډ توغندیز او ډرون برید ترسره کړی دی.د اعلامیې لهمخې، په دې بریدونو سره په بحرین او کویټ کې د امریکا نظامي اډې په نښه شوي دي.
