• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: ښايي اړ شو هغه څه چې ایران کې مو په بریالیتوب پیل کړي په نظامي توګه یې پای ته ورسوو

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروث سوشیل» لیکلي، چې امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو د زېرمو او همدارنګه د ساحلي رادارونو سایټونه په نښه کړي دي. هغه خبرداری ورکړی، که اړ شي، نو د ایران مسئله به په نظامي توګه پایته ورسوي.

هغه زیاته کړه: «ښايي داسې وخت راشي چې نور ونشو کړای منطقي واوسو او مجبور شو هغه څه چې په بریالیتوب سره مو پیل کړي، په نظامي توګه یې پای ته ورسوو.»

هغه ګواښ وکړ: «که داسې وشي، د ایران اسلامي جمهوریت به نور نه‌وي».

سېنټکام: د ایران د پوځي څار، مخابراتي او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات مو په نښه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو «د اعلی سرقوماندان په امر په ایران کې پر څو هدفونو نور بریدونه ترسره کړي دي».

سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، د امریکا د سنا جرګې جمهوري‌پال غړي سناتور جیم بنکس هم له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونه‌کړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی
۱

په بدخشان کې پوځي چمتووالی زیات شوی؛ جمعه فاتح خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر کړی

۲

د تاجکستان د بدخشان ولایت د مشر جسد له افغانستان سره پر پوله د پنج سیند څخه وموندل شو

۳

دلاور: امریکایانو د مذاکراتو پر مهال له موږ څخه په افغانستان کې د پوځې اډې غوښتنه کړې وه

۴

کوټه کې د «کابل جان» رستورانت خاوند محمد هاشم نورزی په ډزو ووژل شو

۵

۴۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو ضد فرمانونه وغندل

•
•
•

نور کیسې

سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
سناتور جیم بنکس: که تهران د هوکړې ژمنو ته غاړه کېنږدي بمباري به دوام ومومي
100%

د امریکا د سنا جرګې جمهوري‌پال غړي سناتور جیم بنکس له فاکس‌نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي، د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تګلاره چې له پوځي فشار سره ډیپلوماسي یوځای کوي، د هُرمز تنګي له وروستیو بریدونو وروسته له تهران سره په چلند کې اغېزناکه تمامه شوې ده.

هغه وویل، که تهران د شوې هوکړې له ژمنو سره سم عمل ونه‌کړي، متحده ایالات به خپلو بمباریو ته دوام ورکړي.

بنکس زیاته کړه، له ایران سره هره اوږدمهاله هوکړه باید دا تضمین کړي، چې تهران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي او د هُرمز تنګی به د سوداګریزو بېړیو پر مخ پرانیستی وي.

نوموړي همدارنګه د امریکا د جګړې وزارت له لوري د ۸۰ میلیارده ډالرو د اضافي بودجې غوښتنې ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې متحده ایالاتو په اوکراین او منځني ختیځ کې د شخړو د مدیریت لپاره د خپلو وسلو او پوځي سرچینو د پام وړ برخه کارولې ده او اوس اړتیا لري چې د خپلو وسلو زېرمې بېرته ورغوي.

سېنټکام: د ایران د پوځي څار، مخابراتي او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات مو په نښه کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۱
سېنټکام: د ایران د پوځي څار، مخابراتي او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند تاسیسات مو په نښه کړي
100%

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې امریکایي ځواکونو «د اعلی سرقوماندان په امر په ایران کې پر څو هدفونو نور بریدونه هم ترسره کړي دي».

دغې قوماندانۍ د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وروسته له هغې چې متحده ایالاتو پرون (جمعه) د ایران له‌خوا پر اېم/وي اور لاولي (MV Our Lovely) بېړۍ د برید په غبرګون کې عملیات ترسره کړل، ایران ته فرصت ورکړل شو چې د اوربند هوکړې ته ژمن پاتې شي. خو کله چې د امریکا په ختیځ وخت سهار ۴:۳۰ بجې ځواکونو یې د اېم/ټي کیکو (MT Kiko) نفت‌لېږدوونکې بېړۍ پر لور یوه ځانمرګۍ بې‌پیلوټه الوتکه وتوغوله، نو دغه فرصت یې له لاسه ورکړ.

په اعلامیه کې راغلي، دغه بېړۍ چې د پاناما بیرغ یې په سر نصب وو، هرمز تنګي ته نږدې د څه باندې دوه میلیونه بېرلو خامو تېلو په لېږد بوخته وه.

سېنټکام زیاته کړې: «د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ځواکونو نن د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د دوامداره بریدونو په مستقیم غبرګون کې عملیات ترسره کړل. امریکایي جنګي الوتکو د ایران د پوځي څار بنسټونه، مخابراتي سیسټمونه، د هوايي دفاع مرکزونه، د بې‌پیلوټه الوتکو د زېرمه کولو تاسیسات او د سمندري ماینونو د اېښودلو وړتیاوې په نښه کړې دي».

سېنټکام ټینګار کړی، چې «د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ دوام لري» او زیاته کړې یې ده: «امریکایي ځواکونه هوښیار، ځواکمن او هر ډول اقدام ته بشپړ چمتو دي».

مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۷ GMT+۱
مقاومت جبهې تاجکستان ته د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې مبارکي وویله
100%

د مقاومت جبهې د تاجکستان د «ملي یووالي ورځې» د ۲۹مې کلیزې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر امام‌علي رحمان او ملت ته یې مبارکي ویلې ده. دغې جبهې په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې دغه ورځ په تاجکستان کې د یوې تاریخي روغې جوړې او د تلپاتې ثبات، امنیت او بې‌ساري پرمختګ پیل بللی دی.

دغې جبهې د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د تاجکستان د تلپاتې سولې او ملي یووالي ۲۹ کلن دوام د دغه هېواد د رهبرۍ او ملت د لر لید، ګډ تدبیر او بې‌دریغه سرښندنو روښانه ثبوت دی. د مقاومت جبهې زیاته کړې، چې د تاجکستان خلکو او مشرتابه ثبات د تر ټولو لوړ ارزښت په توګه ساتلی دی.

د مقاومت جبهې په دغې اعلامیه کې د افغانستان د پخواني اسلامي دولت د مشر برهان‌الدین رباني او احمدشاه مسعود یادونه کړې، چې د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان سره یې د سولې په ټینګښت کې مرسته او همکاري کړې وه.

په اعلامیه کې راغلي: «دغو مشرانو د خپلو ملتونو او سیمې د لوړو ګټو په ژور درک کولو سره جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د روغې جوړې او ورورولۍ لاره غوره کړه او نړۍ ته یې د سولې ډیپلوماسۍ یوه تلپاتې بېلګه وړاندې کړه».

دغې جبهې ټینګار کړی، چې په تاجکستان کې سوله، ثبات او پرمختګ د افغانستان د خلکو پر برخلیک او هیلو مستقیم او حیاتي اغېز لري. د مقاومت جبهې د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې د تاجکستان د اصولي دریځ، مرستو او همدردۍ له امله د دغه هېواد له مشرتابه او ملت څخه مننه کړې ده.

نتنیاهو: تر هغو به په لبنان کې پاتې شو چې حزب‌الله وسله پر ځمکه کېږدي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱
نتنیاهو: تر هغو به په لبنان کې پاتې شو چې حزب‌الله وسله پر ځمکه کېږدي
100%

د اسراییل لومړي وزیربنیامین نتنیاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې له لبنان سره د وروستۍ هوکړې په اړه وویل وکړ: «موږ د اسراییل د دولت لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه خپله کړه». هغه همداراز څرګنده کړه، اسراییل به تر هغې په لبنان کې حضور ولري، چې حزب‌الله خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

هغه زیاته کړه: «د اسراییل او لبنان ترمنځ د مذاکراتو له یوې اوږدې پروسې وروسته او د متحده ایالاتو په ملاتړ او برکت، موږ د تفاهم یو داسې چوکاټ ته ورسېدو چې موږ ته دا امکان راکوي، چې د جګړې د پای ته رسولو پر لور ګام پورته کړو او په راتلونکي کې ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې هوکړې ته ورسېږو».

نتنیاهو څرګنده کړه: «د دغو تفاهمونو په چوکاټ کې، متحده ایالاتو او لبنان د لبنان په خاوره کې د یوه امنیتي کمربند د ساتلو لپاره د اسراییل حق په رسمیت وپېژانده، تر هغه وخته چې دا چاره زموږ د امنیت لپاره اړینه وي».

هغه ټینګار وکړ: «موږ به هلته خپل حضور ته تر هغو دوام ورکړو چې حزب‌الله او نور ترهګریز سازمانونه خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د لبنان له لوري د اسراییل پر وړاندې ګواښونه ختم شي».

د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
د پاکستان په کراچۍ کې د نيم پوځي ځواک رېنجرز دفتر ته نږدې چاودنه او ډزې شوي
100%

دغه پېښه د شنبې ورځې په ماښام شاوخوا اته بجې د ګلستان جوهر په سيمه کې د رینجرز ځواکونو ودانۍ ته نږدې شوې ده.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي، په لومړي سر کې یادې ودانۍ ته څېرمه زوروه چاودنه وشوه او بيا ورسره جوخت ډزې هم پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړي.

د چارواکو په وینا، له پېښې وروسته په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نيول شوي او د قانون پلي کونکي ادارې هم سیمې ته رسېدلې دي.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ د ویاند په وینا، د ژغورنې ډلې هم د پېښې ځای ته استول شوي دي.

د سند حکومتي ویاند هم ویلي، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه له پولیسو څخه د پېښې په اړه د تفصیلي راپور غوښتنه کړې ده.

د جماعت الاحرار په نوم یوې ډلې ادعا کړې، چې دا برید دوی کړی دی. د پاکستان حکومت دغه ډله د ۲۰۱۶م کال پع نومبر په مياشت کې ناقانونه اعلان کړې وه.
لا تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویل شوي.