په قهر و غصه شو، وینه مو په رګونو کې وخوټېږي. په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان هر رنگ ښکنځو او د «دال او تورمخيتوب» پېغورونه خو هرو مرو ورسره بدرګه کوو. په موږ کې ځینې دا بریدونه د فرصت په هېنداره کې ویني چې ګواکې پر حاکمې ډلې تبۍ سره کېږي او ورکېږي. ځینې بیا د حاکمې ډلې پر اوږې لاسونه ټپوي او د غاښماتوونکي غچ اخېستلو نعتونه زمزمه کوي او په دې منځ - منځ کې دا ټکۍ ورسره اچوي چې «دا بریدونه له حاکمې ډلې سره د پاکستان د سختې دښمنۍ په معنا درواخلئ»!
دغسې بیا ځینې د شونډو لاندې وتخنېږي او وايي: ځه ودې مري؛ ودې کړېږي «نسل انتحاري»!
د ماتم او وېر سهار چې سبا کېږي؛ هېرېږي. موږ په دا بل سبا یوه شېبه تم نهشو چې محاسبه وکړو، مغز وننګوو، عاطفه او احساسات معطل کړو، له سره مو راخیستې وای، لهدې مو پیل کړې وای چې په هېواد کې د هرج و مرج اوسنی حالت طبیعي راغلی که مهندسي کړای شوی؟ د اوسني حالت نقطې مو له تېرو دوو جهادونو سره وصل کړې وای او کتلي مو وای چې د ننني حالت د محصول تر ټولو د ګټه اخېستونکي «مثلث» هندسه څنگه ترسیموي. د اوسني مهندسي کړای شوي حالت په تداوم کې د دې مثلث د هرې ضلعې نقش څرنګ بربنډوي.
موږ به حس کړې وای، چې تر دمګړۍ د دې مثلث درېیواړو ضلعو (غرب، پاکستان، جهادي ډلو [مجاهدینو او طالبانو]) تر ټولو دېر د تاریخ په هرې مقطع کې د دغسې حالت تداوم غوښتی او ځنې یې ګټه اخېستې ده. دغسې حالت کې پاکستان د یوه ضعیف افغانستان پالیسي چلولای شي. غرب په سیمه کې خپل هژمونیک اغېز ساتلای شي. جهادي ډلې د خرمستۍ هر هوس پوره او د سیاسي اسلام پر اخور لا پړسېدلای شي.
خو هه پر موږ؛ زموږ پر ماتمځپلو حافظو!
موږ د دې مثلث په کنجونو کې ویلي شو. یا غرب ته پرتلۍ وهو او هیلې پسې ټومبوو چې ګوندې له دې حالته، چې دی ترې له هرچا ډېره ګټه وړي وژغوري. یا هاغه پاکستان ته د مرستې په تمه مسک مسک کېږو چې ۴۰ کاله یې مخالفې جهادي ډلې د افغانستان بربادۍ ته وروزلې او یا هم اوسنۍ حاکمې ډلې پورې هیلې غوټه کوو چې تېر شل کاله یې د اوسني حاکمیت لپاره، چې یوازې لوېدلی افغانستان پهکې منعکس کېږي، په سېلابونو وینې وبهولې او درست نظام یې د همدې پاکستان او غرب په همکارۍ څملاوه.
موږ که یو عقلاني کار کوو؛ هغه به د دغه خبیثه مثلث د پېژنګلوۍ دغې نتیجې ته رسېدل وي. که یو د ژغورنې لار خپلوو؛ هغه به پهخپلو مټو او تفکر لښکر جوړول وي. دا لښکر سازمان غواړي. یو نسل غواړي. داسې نسل چې د دې مثلث هره ضلعې ته «نه» ووایي او د ملت حافظه له دې زندانه راوباسي.