• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سندرغاړی: موسیقي د ټپونو رغېدو او د خلکو د یووالي ځواک لري

عبدالکریم ملاخېل
عبدالکریم ملاخېل

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو، بلوچستان

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱

یو افغان سندرغاړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له محدودیتونو، وېرې او پټ ژوند سره مخ شوی وایي، موسیقي یوازې هنر نه بلکې د خلکو د یووالي، هیلې او د ټولنې د ټپونو رغېدو وسیله ده.

سالنګ افغان چې دامهال په کوټه کې د افغان کډوال په توګه ژوند کوي وایي، د جمهوري نظام پرمهال یې ازاد ژوند درلود او د خلکو د خوښیو برخه و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هر څه بدل شول.
هغه وایي: «موږ خوشاله ژوند درلود، پر موږ هېڅ بندیز نه و؛ خو ناڅاپه هر څه بدل شول. موسیقي بنده شوه، د خلکو له خوښیو او محفلونو موسیقي لرې شوه او زموږ ژوند هم له ستونزو سره مخ شو».
سالنګ افغان زیاتوي، موسیقي د جګړه‌ ځپلي افغانستان خلکو ته د ژوند هیله ورکوله او همدغه هیله وه چې خلک یې د سختو کلونو پرمهال په غمونو کې هم خوشحاله ساتلي وو؛ خو د جمهوري نظام له پای ته رسېدو سره نه یوازې موسیقي خاموشه شوه، بلکې د افغان سندرغاړو ژوند هم له ګواښ سره مخ شو.
هغه وایي، همدغه وضعیت اړ کړ چې پاکستان ته کډه وکړي. د نوموړي په وینا؛ په کوټه کې یې یوه هټۍ په کرايه اخیستې او بېرته یې د ودونو او خوښیو په محفلونو کې موسیقي پیل کړه، خو د افغان کډوالو د اېستلو له بهیر سره یو ځل بیا له وېرې او ناڅرګند برخلیک سره مخ شوی دی.
سالنګ افغان وایي، له هغه وخت راهیسې چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې، هره ورځ دا وېره ورسره وي چې پولیس به یې ونیسي او افغانستان ته به یې ولېږي؛ هغه ځای ته چې د ده ژوند او مسلک له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
هغه زیاتوي، په پاکستان کې لاهم ګڼ افغان سندرغاړي ژوند کوي؛ خو ډېری یې نور د ودونو او لویو محفلونو له ګډون څخه ډډه کوي او یوازې په کوچنیو او شخصي ناستو کې سندرې وایي، ځکه هلته ځان خوندي احساسوي؛ که څه هم عاید یې د پخوا پرتله ډېر کم شوی دی.
سالنګ افغان ټینګار کوي، چې موسیقي د خلکو زړونه سره نښلوي، د سولې او یووالي پیغام رسوي او ټولنیز ټپونه رغوي؛ خو اوس داسې چاپېریال رامنځته شوی، چې هنر او موسیقي ته په‌کې ارزښت نه ورکول کېږي.
هغه وايي: «زما هیله یو روښانه راتلونکی دی؛ داسې راتلونکی چې موسیقي وکولای شي د خلکو ټپونه ورغوي، یووالی رامنځته کړي او هنرمندانو ته اجازه ورکړي چې په ازاد ډول خپلې ټولنې ته خدمت وکړي».
د سالنګ افغان په وینا؛ هنر او موسیقي هېڅکله یوازې تفریح نه‌ده، بلکې د هر انسان اساسي او نه اخیستل کېدونکی حق دی. هغه باور لري، چې د ده کیسه یوازې د بندیزونو پر ضد اعتراض نه؛ بلکې د یوه هنرمند د زغم او مقاومت کیسه هم ده، هغه هنرمند چې د ټولو محدودیتونو سربېره لاهم د موسیقۍ پر رغوونکي ځواک باور لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي
۱

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۲

بې‌روزګارۍ افغانان اړ کړي چې په سختو او قاچاقي لارو پاکستان ته تګ وکړي

۳

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۴

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

۵

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي