د افغانستان او ایران ګډه خونه: د کرنې په برخه کې د تخنیکي پوهې لېږد ته چمتو یو

د افغانستان او ایران د ګډې خونې مسوولینو د هرات لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې د پرمختللې کرنې، د تخنیکي پوهې لېږد او له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په تړاو خبرې کړې دي. د یادې خونې مسوولینو د کرنې چارو په برخو کې د علمي پروګرامونو د پلي کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ایران او افغانستان د ګډې خونې د کرنې کمېسیون د پوهبنسټه کمېټې مسوول کوروش شجاعي نوفرست د هرات لپاره د طالبانو له والي اسلامجار سره په کتنه کې وویل، چې دی او اړوندې تخصصي ادارې یې د پرمختللې کرنې د پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ د لېږد، د اوبو سرچینو د مدیریت، د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او د علمي پروګرامونو د پلي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
هغه زیاته کړه: «د کرنې له نوې طریقو څخه ګټه اخیستل کولی شي د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي ترڅنګ، د کارموندنې، اقتصادي ودې او د هرات او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د کرنې د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي».
اسلامجار د یاد ایراني پلاوي له دغه وړاندیز څخه هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې هرات پراخ کرنیز ظرفیتونه لري او دوی د هر ډول پانګونې، د تجربو د لېږد، نوې ټکنالوژۍ او علمي همکاریو ملاتړ کوي؛ هغه همکاریو چې د کرنیزو تولیداتو د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د بزګرانو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي.
نوموړي همداراز د افغانستان او ایران د متخصصینو ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او په ډاګه یې کړه، چې له علمي تجربو او نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستل کولی شي د کرنې د ځانبساینې، د سرچینو د غوره مدیریت او د دې سکټور د دوامدار پرمختګ لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
