• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شېراحمد حقاني: افغانان له بمونو سره عادت دي، پاکستان موږ نه‌شي تسلیمولای

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېراحمد حقاني ویلي، چې افغانان د جګړو او بمباریو له سختیو سره عادت شوي او پاکستان نه‌شي کولای د فشار له لارې افغانستان تسلیم کړي.

حقاني په کاپیسا ولایت کې یوه غونډې ته د وینا پرمهال پاکستان د افغانستان دښمن وباله او ویې ویل: «پاکستانه! ته څوک یې چې موږ ستا فشار ته تسلیم شو؟ افغانان له بمونو سره عادت دي، موږ د نړۍ ستر قدرتونه نه یو تسلیم کړي، ته څوک یې؟»
هغه ادعا وکړه، چې افغانستان متحد دی خو په پاکستان کې دغه ډول یووالی نه‌شته. نوموړي زیاته کړه، چې هېڅ ظلم به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي. هغه ویلي، له بمباریو وېره نه‌لري او داسې یو هېواد یې مات کړی چې تر پاکستان ډېر په عصري وسلو او ټېکنالوژۍ سمبال و.
حقاني همداراز ادعا وکړه، چې پاکستان به د خپلو ناسمو سیاستونو له امله له تجزیې سره مخ شي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لفظي ناندرۍ او امنیتي کړکېچ زیات شوی دی.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

نظام‌الدین قیصاري: ټول پلویان مې د ایران لپاره ځانونه قربانوي

۳

په تېرو اتو میاشتو کې ایټالیا ته څه کم ۳۰۰۰ افغانان تللي چې ۵۷۶ یې بې‌سرپرسته ماشومان دي

۴

فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي

۵

۷ میاشتې وروسته ندیم ته د قیصاري خبرداری؛ د ازبک محصل د وهلو غچ به درڅخه واخلو