قطر: د ایران او امریکا د خبرو بل پړاو د علي خامنهيي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره کېږي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو به د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې له مراسمو وروسته ترسره شي.
د دغه وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، د قطر او پاکستان منځګړو د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې له امریکايي او ایراني پلاوو سره جلا جلا خبرې وکړې او د اسلاماباد د هوکړه لیک اړوند موضوعاتو کې مثبت پرمختګ شوی دی.
الانصاري په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دواړو لورو هوکړه کړې، خبرې به په راتلونکې موده کې دوام ومومي او راتلونکې ناسته به په لومړي مناسب فرصت کې، د علي خامنهيي د جنازې له مراسمو وروسته، ترسره شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبرو د اجنډا او د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د خبرو بهیر به د منځګړو په همغږۍ روان وساتل شي.