• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ورزشي خبریالانو نړۍوالې ورځې د نمانځنې درشل کې؛ خبریالان د امکاناتو له نشتوالي شکایت لري

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک رییس احمدالله وثیق د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزش د ودې او ملي یووالي په برخه کې مهم رول لري، خو په ورته وخت کې یو شمېر ورزشي خبریالان بیا د امکاناتو او مالي ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي.

وثیق په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري.

هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري».

وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي.

خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او معرفي کې مهم رول لري، خو د امکاناتو له کمښت او مالي ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې یو ورزشي خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره خبرو کې وویل: «ورزشي خبریالان محدود لاسرسی لري، په کور دننه سیالیو کې د ګډون لپاره اړه دي چې د ولایتونو د سفر لګښتونه په خپله پېدا کړي، خو په بهرنیو هېوادونو کې د ورزشي خبرونو د پوښښ لپاره ونډه نه ورکول کیږي».

یاد خبریال زیاتوي، چې نه یوازې دا چې بهرنیو هېوادونو ته په تګ کې ورسره د دولتي ادارو همکاري نشته، بلکې د معلوماتو په برخه کې هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، چې د معلوماتو محدود لاسرسی او د کاري امکاناتو نشتوالی یې مسلکي فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي او له ورزشي فدراسیونونو غواړي، چې د ازاد او موثر فعالیت لپاره ورته لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲

د بوش مرکز: د طالبانو له بندیزونو سره سره افغان نجونې د زده‌کړو د حق لپاره مبارزه کوي

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي