• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو: د طالبانو له‌خوا د خبریالانو نیول او زنداني کول له نړیوالو اصولو څخه سرغړونه ده

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او په بند کې د ساتلو د لړۍ پر دوام سخته اندېښنه ښودلې او دا کار یې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د نړیوالو اصولو جدي نقض بللی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو خبریالانو نامعلومه برخلیک په هېواد کې د وېرې او سانسور فضا رامنځته کړې او د هغوی مسلکي فعالیتونه یې په ټپه درولي دي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له‌مخې، د «تمدن» په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون مدیر مسوول محمد رحمتي او د هغه همکار محمدرضا له شاوخوا دوو اونیو راهیسې د طالبانو په بند کې دي. رحمتي ته نږدې سرچینو تایید کړې، چې د هغه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبان دې د تمدن ټلوېزیون نیول شوي کارکوونکي خوشې کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د رسنیو د ملاتړ سازمان په زندان کې د یوه ناروغ خبریال ساتل د رسنیو د خوندیتوب له اصولو سره په ټکر کې او «غیر انساني» چلند بللی دی.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان همدارنګه د نورو خبریالانو او رسنیزو فعالانو لکه بشیر هاتف، شکیب احمد نظري، وحید فرهادي، ابوذر صارم سرپلي، عزیز وطن‌وال او احمد جاوید نیازي نیول او بندي کول په کلکه غندلي دي. دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې د محمد رحمتي، محمدرضا او د نورو ټولو یادو خبریالانو برخلیک روښانه او هغوی سمدستي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.

یاد سازمان د دې خبرې په ټینګار سره چې خبریالي «جرم» نه‌دی بلکې د ټولنې د روښانولو او د حقایقو د څرګندولو وسیله ده، له نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو او د رسنیو د ازادۍ له مدافعانو غوښتي، چې په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د خوشې کولو لپاره پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي.

د بښنې نړیوالې ډلې او د بشري حقونو نورو سازمانونو هم په وار وار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې ده. د بېلابېلو نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۷۵م ځای کې دی او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو او خبریالانو فعالیتونه له سختو محدودیتونو او سانسور سره مخ دي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۱
سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې وایي، چې طالبانو هغه ته د ایران د پخواني رهبر علي خامنه‌يي د رسمي جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې او د پخواني ولسمشر کرزي پر ځای یو بل پخوانی افغان چارواکی د هغه د استازي په توګه تهران ته لېږل شوی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه‌ده ورکړې، چې په ایران کې د ایران د پخواني رهبر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي، بلکې پر ځای یې د کابل پخوانی والي او د کرزي د حکومت سلاکار عبدالجبار تقوی د کرزي د استازي په توګه د دې مراسمو لپاره تهران ته استول شوی دی.

په ایران کې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د خامنه‌يي د جنازې رسمي مراسم د دوشنبې په سهار د چنګاښ په ۱۵مه په تهران کې پیلېږي او د بېلابېلو ښارونو په کچه د «وداع» مراسم هم پلان شوي دي. ویل کېږي، چې د هغه مړی به د چنګاښ په ۱۸مه په مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې پاتې شوی، خو د هغه سیاسي فعالیتونه او بهرني سفرونه له محدودیتونو سره مخ شوي دي.

له بلې خوا، طالبانو هم د ایران د پخواني رهبر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره یو لوړپوړی پلاوی تهران ته استولی چې مشري یې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د دې پلاوي برخه دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د حامد کرزي د سفر د مخنیوي په اړه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په هرات کې د قتل د یوې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
په هرات کې د قتل د یوې قضیې په تړاو درې کسان نیول شوي
100%

په هرات کې د‌ طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د یوه قتل د قضیې په تړاو یې درې کسان نیولي دي. د یادې قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسیني ویلي، تورنو کسانو قرباني کس ته په شړمبو کې د خوب ګولۍ اچولې وې او تر بې‌هوښه کېدو وروسته یې د موټر او نورو شتمنیو لپاره وژلی دی.

د سید مسعود حسیني په وینا، طالب ځواکونو له پلټنو وروسته د قرباني د ښخولو ځای وموند او لومړی یې یو شکمن ونیو. هغه زیاته کړه، دوه نور شکمن کسان، چې غوښتل یې د نیمروز ولایت له لارې له افغانستان څخه ووځي، هم ونیول شول او بېرته هرات ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې په هرات ولایت کې د قتل پېښې زیاتې شوې دي.

همدا راز په یوه بله تازه پېښه کې، باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ۲۵ کلن احمد شېرزاد دوه شپې وړاندې د هرات په زندان کې وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، نوموړی په چاقو برید کې ټپي شو او بیا د ژورو ټپونو له امله یې ساه ورکړې ده.

په هرات کې طالب چارواکو د دې پېښې په اړه افغانستان انټرنشنل ته څه ونه ویل، خو څرګنده یې کړه، چې دا موضوع په کابل کې د زندانونو چارو سمون ادارې پورې اړه لري او دغې ادارې لا تر اوسه په دې تړاو څه وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبانو په هرات کې ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱
طالبانو په هرات کې ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ښار له درېیو بېلابېلو سیمو څخه لږ تر لږه ۱۲ ښځې او یو نارینه نیولي دي. د عیني شاهدانو په وینا، ښايي د نیول شویو ښځو شمېر تر دې هم زیات وي.

د عیني شاهدانو د معلوماتو له‌مخې، د پنجشنبې په مازیګر (د چنګاښ ۱۱مه) طالبانو د هرات ښار د بکراباد سیمې له یوه ستر خوراکي پلورنځي څخه لږ تر لږه دوه ځوانې نجونې ونیولې.

بکراباد د هرات ښار په سوېل کې هغه سیمه ده، چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه‌ مذهبه دي.

یوه بل عیني شاهد ویلي، طالبانو د هرات ښار په شمال کې د امام فخر رازي څلور لارې کې هم یوه ځوانه نجلۍ نیولې ده.

د سرچینې په وینا، دغې نجلۍ د طالبانو له غوښتنې سره سم پوښښ نه‌درلود، نو پنځو طالب وسله‌والو هغه ونیوله.

سرچینې زیاته کړه، نجلۍ په یوه درې‌ویلر موټر کې سپره وه او طالبانو د دغه موټر چلوونکی هم د هغې د لېږدولو په تړاو نیولی او له ځان سره یې وړی دی.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د هرات ښار د ۶۴ متره سړک په اوږدو کې ۹ نورې ځوانې ښځې هم نیولې دي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په هرات کې څو ځله د حجاب د څرنګوالي په تړاو یو شمېر ښځې نیولې دي. دغه ډله وايي، ښځې باید «مانتو» وانه غوندي.

یو شمېر افغانانو د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د هرات د ښځو د نیولو پر ضد اعتراضي غونډې وکړې او هراتۍ ښځو ته یې د پوښښ لپاره د حق ورکړې غوښتنه درلوده.

په خپله هرات کې هم د طالبانو د دغو کړنو پر ضد لږ تر لږه دوه اعتراضي غونډې وشوې، خو طالبانو هغه وځپلې.

د هرات ښار د جبرییل سیمې په یوه اعتراض کې دوه کسان وژل شوي هم وو.

طالبانو لا تراوسه د یادو ښځو د نیول کېدو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

په تخار کې وسله‌والو یو صراف په ډزو وواژه

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
په تخار کې وسله‌والو یو صراف په ډزو وواژه
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په تخار کې یو سیمه‌ییز ورزشکار نقیب‌الله چې له ورزش سربېره یې د صرافۍ کاروبار هم کاوه، د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار «بهترین عالم» جومات ته نږدې د وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او پر نقیب‌الله یې ډزې وکړې چې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې د تخار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د وسله‌والو غلاوو او جنايي پېښو له زیاتېدو سخت اندېښمن شوي دي.

تېره میاشت هم وسله‌والو غلو د شپې له خوا د تالقان ښار یوه سوپر مارکېټ ته ننوتل او د هغه له مالک څخه یې شاوخوا پنځوس زره افغانۍ وتښتولې.

طالبانو د نقیب‌الله د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱
صدیق صدیقي: پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین مراعات کړي
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدام وکړي.

صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند «د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم» ښکاري او باید د نړیوالو قوانینو له مخې وڅېړل شي.

هغه زیاته کړې، چې پاکستان باید د هغو افغان کډوالو په تړاو نړیوال قوانین او د بشري حقونو کنوانسیونونه مراعات کړي، چې د هغه په وینا، د طالبانو د «ظالمانه رژیم» له امله له افغانستانه تښتېدلي دي.

صدیقي څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو عالي کمېشنري او د کډوالو عالي کمېشنري باید په دې موضوع کې «فعاله مداخله» وکړي او له پاکستان څخه وغواړي چې د کډوالو د حقونو درناوی وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ټینګار کړی: «دا د بشریت پر وړاندې ښکاره جرم دی؛ پاکستان باید نړیوال قوانین مراعات کړي».

په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې بهیر زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې له کډوالو سره چلند وکړي.