• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوڅ بېلتون‌پال ادعا کوي چې بلوچستان کې یې د پاکستان د بحري ځواک ۳۰ غړي وژلي دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ځواکونو پر یوې اډې په برید کې له ۳۰ څخه ډېر سرتېري وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

د خبرپاڼې له مخې، دا برید د جمعې په ماښام د «مجید لوا» په نوم د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو څانګې ترسره کړی دی.

د پاکستان ضد دې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، چې د عطاالله بلوچ مشهور په «اجمل» نومي ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر په ځايي وخت د ماښام په ۶:۳۲ دقیقو د پاکستان د ساحلي ځواکونو اډې ته ننوېست، چې له امله یې یوه ستره چاودنه وشوه.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویاند جیهند بلوچ ادعا کړې، چې دې چاودنې د ساحلي ځواکونو اډه «په بشپړه توګه ویجاړه» کړې ده. د دې ډلې رسنیزې څانګې هم ۴۳ ثانیه‌يي ویډیو خپره کړې او په‌کې اډې ته د موټر بم د ننوتلو او د چاودنې شېبې ښکاري.

دې ډلې همدارنګه ادعا کړې، چې له چاودنې سمدستي وروسته یې وسله‌والو له څو لورو پر اډې برید وکړ.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ادعا کوي، چې په دې عملیاتو کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو څه باندې ۳۰ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د ډلې ویاند دا هم ویلي، چې د ټپیانو د سخت وضعیت او هغو کسانو له امله چې تر کنډوالو لاندې پاتې دي، ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ډاګه کړې، چې د دې عملیاتو نور جزییات به وروسته خپاره کړي. دغې ډلې زیاته کړې، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ضد به خپلې وسله‌والې حملې تر هغه وخته روانې وساتي، څو د دوی په وینا «د بلوچستان بشپړه خپلواکي» ترلاسه شي. بلخوا ځايي پاکستاني پولیسو ویلي، چې دې ځانمرګي موټر بم برید کې یوازې د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان پوځ او نورو چارواکو تر اوسه د بلوڅ بېلتون پالو د ادعا شوې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

پر اوکراین د روسیې نوي بریدونه؛ په درېیو سیمو کې یې شپږ کسان ووژل

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱
پر اوکراین د روسیې نوي بریدونه؛ په درېیو سیمو کې یې شپږ کسان ووژل
100%

د اوکراین سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په درېیو بېلابېلو سیمو کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې چې ډرون او هوایي بریدونه شامل دي، ګڼ شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

د ډنیپروپتروفسک په سویل ختیځه سیمه کې د روسیې له ۵۰ څخه د زیاتو بریدونو له امله درې کسان وژل شوي چې دوه یې نیکوپول ښار ته نږدې ووژل شول. د ډنیپروپتروفسک والي اولکساندر هانژا په خپل ټېلېګرام کې لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د زاپوریژیا والي ایوان فیدوروف ویلي، چې د زاپوریژیا ښار پر شمال ختیځ په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. دغه راز د روسیې سرحد ته نږدې په سومي ښار کې د روسي ځواکونو په یوه بمي برید کې یو بل اوکراینی هم وژل شوی دی.

په ورته وخت کې په پلازمېنه کېیف کې نن د ماتم ورځ وه، چېرته چې تېره ورځ د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان ووژل شول. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د جګړې د دواړو خواوو دا راپورونه په خپلواکه توګه نه‌شي تاییدولای.

د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
د بلوچستان ګوادر کې د ساحلي ځواکونو پر پوستې په ځانمرګي برید کې ۴ پاکستاني سرتيري وژل شوي
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ په جيواني سیمه کې د دغه هېواد د ساحلي ځواکونو پر یوې پوستې په ځانمرګي موټر بم برید کې څلور امنیتي سرتيري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله‌والو منلی دی.

د ګوادر د پولیسو د راپور له مخې، دغه برید د جمعې په ماښام (د چنګاښ ۱۲مه) شاوخوا ۷ بجې جیواني ښار ته نږدې د «پنوان» پر پوستې شوی دی.

د راپور له مخې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر (مازدا) ته د یادې پوستې ودانۍ ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د راپور له مخې، په برید کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو درې سرتېري او د پوځ یو سرتېری وژل شوي دي.

چارواکو ویلي، اته پوځیان او اته د ساحلي ځواکونو سرتيري ټپیان شوي، چې د یوه ټپي روغتیايي وضعیت ډېر نازک ښودل شوی دی.

ويل شوي، د پولیسو او نورو امنیتي ادارو ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ وسله والې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلی او ويلي دي، چې د عطاالله په نوم ځانمرګي یې یاد برید ترسره کړی دی.

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱
عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د ډرون برید غندلی او د دغو پېښو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده
100%

عوامي نشنل ګوند په باجوړ کې د پنجشنبې ورځې د ډرون بريد پېښه غندلې او په دغې پېښه کې یې د یوې کورنۍ د درېیو ماشومانو وژنه خورا بوږنوونکې بللی ده. ياد ګوند د پرله پسې دغه ډول زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده. په یاده پېښه کې ۷ نور کسان هم ټپيان شوي وو.

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا ایالت عمومي سکرټر حسين شاه يوسفزي په يوه بيان کې ويلي، په توره شپه کې د بې‌وسلې او بې‌ګناه وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو په نښه کول تر ټولو بده «بزدلي» او د نه منلو وړ عمل دی.

هغه زياته کړې: «په تېره یوه اونۍ کې دا درېیم ډرون برید دی، چې عام خلک په‌کې په نښه کېږي. د پرله پسې پېښو پر وړاندې د فدرالي او ایالتي حکومت چوپتیا خورا معنا لرونکې او د اندېښنې وړ ده. تر نن ورځې پورې دا معلومه نه‌شوه، چې دا ډرون له کوم ځایه راځي او څوک یې کنټرولوي».

يوسفزي د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «که دا ډرون د ترهګرو وي نو د مخنیوي مسوولیت یې د چا دی؟ او که دا د دولتي ادارو وي نو د بې‌ګناه وګړو د په نښه کولو څه جواز دی. ورځني ډرون بریدونه د حکومتونو او اړوندو امنیتي ادارو ناکامي ده. خلک په دوامداره توګه مړي پورته کوي خو مسوولې ادارې د نندارچیانو په څېر ناستې دي».

هغه د تحريک انصاف ګوند د خيبرپښتونخوا پر حکومت هم نيوکې وکړې او زياته یې کړه: «په تېر وخت کې د ډرون بریدونو پر وړاندې د اعتراض ډرامې کوونکي نن چېرته دي؟ نن چې معصوم خلک په نښه کېږي، دا خلک تماشا کوي. د هغو واکمنانو سترګې ولې نن دا ظلم نه ویني چې له ۱۳ کلونو راهیسې پر ایالت مسلط دي».

نوموړي په پښتونخوا کې د ډرون بریدونو او ملکي مېشت ځایونو د په نښه کولو د لړۍ د درولو غوښتنه کړې او له اغېزمنو کورنیو سره یې پر مرستو ټينګار کړی دی.

د باجوړ د خار په شينکوټ سيمه کې پرون (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) پر يوه کور د ترسره شوي ياد ډرون په برید کې درې ماشومان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ایران رهبر د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې حاضر نه‌وو

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
د ایران رهبر د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې حاضر نه‌وو
100%

څلور مياشتې وروسته له هغه چې د ایران پخوانی رهبر علي خامنه‌يي د امريکا په بريدونو کې ووژل شو، د هغه د جنازې مراسم نن (جمعه د چنګاښ ۱۲مه) په تهران کې ترسره شول. خو د اوسني رهبر مجتبی خامنه‌يي نه ګډون د رسنيو او ټولنيزو شبکو پام ځان ته اړولی دی.

د ایران چارواکو د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو لپاره د يوې اونۍ مراسم پلان کړي دي. ټاکل شوې، چې د هغه مړی له تهران وروسته قُم، نجف او کربلا ته ولېږدول شي او په پای کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مشهد ښار د امام رضا د زيارت ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي.

د ايران د رسنيو خپاره شوي انځورونه او ويډيوګانې ښيي، چې په دغو مراسمو کې د ايران لوړپوړي چارواکي، لکه ولسمشر مسعود پزشکيان، د اسلامي شورا د مجلس رييس محمدباقر قاليباف او د سپاه پاسداران نوی قوماندان احمد وحيدي حاضر وو. خو د اسلامي جمهوريت رهبر مجتبی خامنه‌یي په‌کې ونه ليدل شو او د هغه نه ګډون د رسنيو او ټولنيزو شبکو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی. د ايران حکومت تر اوسه د هغه د نه ګډون په اړه په رسمي توګه څه سپیناوی نه‌دی کړی.

تر دې وړاندې، په هند کې د اسلامي جمهوريت د رهبر استازي حکيم الهي ويلي وو، چې مجتبی خامنه‌یي به د امنيتي اندېښنو له امله د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

له دې سره سم، د تېر کال په کب مياشت کې پر ایران د امريکا او اسراییل د بريدونو پر مهال د علي خامنه‌یي له وژل کېدو وروسته داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې مجتبی خامنه‌یي ټپي شوی دی.

سي‌اېن‌اېن تر دې وړاندې د امريکايي استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړی وو، چې مجتبی خامنه‌یي د بدن د يوې برخې د سوځېدو له امله، چې مخ، لاس، د سينې برخه او پښه يې زيانمنه کړې، په انزوا کې تر درملنې لاندې دی.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم مخکې ويلي وو، لا هم روښانه نه ده چې د اسلامي جمهوريت نوی رهبر مجتبی خامنه‌یي، ژوندی دی که نه.

مجتبی خامنه‌یي له هغه وخت راهيسې تر اوسه په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او د هغه هېڅ تازه انځور يا ويډيو هم نه ده خپره شوې.

د علي خامنه‌یي او د هغه د کورنۍ د نورو وژل شويو غړو د رسمي مخه ښي مراسم د جمعې په سهار د تهران د امام خميني په مصلی کې د يو شمېر بهرنيو شخصيتونو په ګډون پيل شول.

په دغو مراسمو کې د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود او محمد محقق هم ګډون کړی وو. همدارنګه د طالبانو د اقتصادي چارو مرستيال ملا عبدالغني برادر او د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي هم په دې مراسمو کې حاضر وو.

د نتنیاهو دفتر: د عراقچي او قالیباف د احتمالي وژلو په اړه د نیویارک ټایمز راپور جعلي دی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱
د نتنیاهو دفتر: د عراقچي او قالیباف د احتمالي وژلو په اړه د نیویارک ټایمز راپور جعلي دی
100%

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی، چې په‌کې ادعا شوې وه، چې امریکايي چارواکو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ته د اسراییل له لوري د دوی د احتمالي د په نښه کېدو له امله خبرداری ورکړی وو.

د نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۲مه) په همدې تړاو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا راپور «په بشپړ ډول جوړ شوی او له واقعیت سره په ټکر کې» دی او همداراز یې هغه «جعلي خبر» بللی دی.

نیویارک ټایمز تر دې مخکې راپور ورکړی وو، چې امریکايي چارواکو د روان میلادي کال په لومړیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو پر مهال عباس عراقچي او محمدباقر قالیباف ته خبرداری ورکړی وو، چې ښايي اسراییل د هغوی د وژلو هڅه وکړي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د دې راپور ټولې ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نیویارک ټایمز خپور شوی راپور له حقیقت سره سمون نه‌لري.