• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په کندهار کې یې زر جریبه ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې کړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني وایي، چې د کندهار په صنعتي برخه کې یې د پانګونې او تولید پراختیا لپاره زر جریبه ځمکه د صنعتي پارک جوړولو په موخه ځانګړې کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ په دغه صنعتي پارک کې به د بېلابېلو صنعتي برخو لپاره جلا، جلا سکټورونه جوړ شي، څو صنعتکاران د خپلو فعالیتونو له ډول سره سم ځای پرځای شي. اماني ویلي، دغه ځمکه د طالبانو د غصب د مخنیوي او استرداد کمېسیون له لوري بېرته راګرځول شوې او صنعتکارانو ته سپارل شوې ده.

هغه زیاته کړې، ټاکل شوې چې په دغه ځمکه کې د یوه کال په موده کې صنعتي ښارګوټی جوړ شي چې په‌کې به د اوسپنې ویلي کولو، تولیدي فابریکو او نورو صنعتي فعالیتونو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې ونیول شي.

د طالبانو د کانونو او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې؛ د صنعتي پراختیا لپاره په کندهار کې ۲۰زره جریبه نوره ځمکه هم په پام کې نیول شوې ده.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

د پوهنې ریاست ۳۶ ملکي بستونو ته څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ازموینه ورکړې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۷ GMT+۱
د پوهنې ریاست ۳۶ ملکي بستونو ته څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ازموینه ورکړې
100%

د طالبانو د کونړ د پوهنې ریاست کې سرچینو افغاتستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ریاست ۳۶ ملکي بستونو لپاره ۲۰۳۲ کسانو نوملیکنه کړې وه او په ازموینه کې یې ګډون کړی و. په دغو کسانو کې نه یوازې لېسانس بلکې د ماسټرۍ په کچه زده‌کړې لرونکي کسان هم شامل دي.

د طالبانو د کونړ ولایت د پوهنې په ریاست کې سرچینو تېره ورځ پنجشنبې، د جنګاښ پر ۱۲مه ویلي، چې په دغو ملکي بستونو کې د ګمارنې پرمهال د طالبانو غړو ته لومړیتوب ور کول کېږي.

د معلوماتو له مخې طالبان په دولتي چوکاټ کې د ګمارونو پرمهال باید دا کسان د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه د تاییدی پاڼه ولري.

د سندونو له مخې د بریالیو کسانو د اعلان په پاڼه کې د طالبانو د کونړ امربالمعروف ریاست او طالبانو د استخباراتو ریاست استازي هم شامل دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې واک ته د طالبانو د بیاځلی رسېدو سره د بې کارۍ کچه له پخوا څخه څو برابره زیاته شوې ده او په ادارو کې د طالبانو له خوا روان تنقیص بل بهیر دی چې دولتي کارکوونکي یې پر کور کړي دي.

د روان کال د غبرګولي پر ۱۰مه نړیوال بانک ویلي و، چې د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقا، سیمې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې له کاري ننګونې سره مخ دي.

د نړۍوال بانک د وروستي اقتصادي راپور له مخې، د دغه سیمې د کار وړ عمر لرونکو وګړو شمېر به ۲۲۰ میلیونه کسانو ته لوړ شي، چې د اوسني شمېر په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي چې د ځوانانو دغه چټکه وده له یوې خوا د کارموندنې فشار زیاتوي، خو له بلې خوا د اقتصادي ودې لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي.

نړیوال بانک ټینګار کړی و، چې یوازې دولتي سکټور د اړتیا وړ دندو د برابرولو توان نه لري او خصوصي سکټور باید د کارموندنې په بهیر کې مخکښ رول ولوبوي.

د بانک په وینا، د کارموندنې د چټکتیا لپاره باید بشري او فزیکي زېربناوې پیاوړې شي، د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي او پانګونې ته زمینه برابره شي.

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان او افغانستان ته ۱.۴ مېلیارد ډالره زیان اوښتی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان او افغانستان ته ۱.۴ مېلیارد ډالره زیان اوښتی
100%

د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د لارو تړل پاتې کېدو له امله سوداګري په ټپه درېدلې چې له امله یې پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان اوښتی.

د دوی په خبره؛ د سوداګریز او اقتصادي زیان ترڅنګ د خلکو ورځنی ژوند هم سخت اغېزمن شوی دی. د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواری د ځایي سوداګرو له قوله وایي، له ۹ میاشتو راهیسې د لارو تړل پاتې کېدو دوه‌ اړخیزه سوداګري، واردات، صادرات، ټرانزیټي راکړه ورکړه او د زرګونه کسانو د کار او روزګار سرچینې اغېزمنې کړې دي.

د دواړه خواوو د ګدې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، افغانستان د پاکستان له مهمو صادراتي بازارونو دی چې هر کال ورته د شاوخوا ۱.۵ مېلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي‌ صادریږي.

نوموړي‌ دا هم ویلي، افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د مهمې ټرانزيټي لارې حیثیت لري چې هر کال له دې لارې د شاوخوا ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت پرې سوداګري ترسره کېږي.

نوموړي‌ د لارې بندېدو ته په اشارې وویل: «د لارو اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مستقیمه دوه‌ اړخیزه سوداګري زیانمنه کړې؛ بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات هم په جدي ډول اغېزمن شوي دي».

هغه پاکستان ته د دغه اوښتي زیان په اړه زیاته کړې: «د همدې وضعیت له امله پاکستاني صادرونکو ته شاوخوا ۲۲۵ مېلیونه امریکايي ډالر مالي زیان اوښتی دی». سرحدي‌ همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان د وارداتو لپاره هرکال شاوخوا ۴۰زره تر ۴۵زره کانټینرونه د کراچۍ له بندرونو څخه لېږدول کېږي.

د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې رییس خان جان الکوزي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې پخوا به هره میاشت نږدې ۲۰۰ مېلیون امریکايي ډالر واردات او له ۵۰ تر ۶۰ مېلیونه امریکايي ډالر صادرات په‌کې شامل وو؛ اوس په بشپړه توګه په ټپه درېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله دواړه هېوادونو ته هره میاشت شاوخوا ۲۵۰ مېلیونه امریکايي ډالر ګډ اقتصادي زیان اوړي. خان جان الکوزي خبرداری ورکړی، که دغه سوداګریز محدودیتونه او د لارو تړل کېدل همداسې دوام ومومي؛ نه یوازې به د دواړه خواوو سوداګر له لا ډېرو مالي زیانونو سره مخ شي، بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اقتصادي اړیکې به هم سختې زیانمنې شي، چې منفي اغېزې به یې د ټولې سیمې پر اقتصاد هم پرېوځي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ په کندهار کې پخواني پوځیان له سخت څار او د سفر بندیز سره مخ دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۱
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې؛ په کندهار کې پخواني پوځیان له سخت څار او د سفر بندیز سره مخ دي
100%

په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو یو ځل بیا د پخوانیو پوځیانو او چارواکو د کور په کور تالاشۍ، د ټېلیفون په کرښه د حاضرۍ او څار لړۍ ګړندۍ کړې ده. طالبانو د نورو محدودیتونو ترڅنګ پر دغه پوځیانو د سفر او دوی ته د پاسپورت او پېژندپاڼو په ورکړې هم بندیز لګولی دی.

که څه هم طالبانو تر دې وړاندې د پخوانیو ځواکونو د ثبت او راجسټر لړۍ ترسره کړې وه؛ خو دغه ډلې یو ځل بیا دغه نوی کمپاین پیل کړی. طالبان وېره لري، چې کندهار کې پاتې پخواني پوځیان د نورو وسله‌والو ډلو، کړیو او استخباراتي ادارو سره یو ځای نه‌شي.

د همدې وېرې له امله په کندهار کې مېشت پخواني پولیس او پوځیان د سخت رواني فشار، بې‌ځایه پوښتنو او ځورونو سره مخ دي او وایي، چې د عمومي بښنې د شعار برعکس دوی لاهم د مجرمینو په توګه څارل کېږي.

په کندهار کې پاتې دغه پخواني پوځیان شکایت کوي، چې طالبان په غیرمنظم ډول ورته زنګونه وهي او د موقعیت پوښتنه یې کوي. د دوی په وینا؛ که چېرې د کوم پوځي ټېلیفون د شبکې د خرابوالي یا بل علت له امله بند وي، طالبان سملاسي د هغه کور ته وسله‌وال کسان لېږي او د کورنۍ غړي یې تر فشار لاندې راولي.

یو پخوانی سرتېری د خپل نوم له یادولو پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «تېره اونۍ زما د ټېلیفون چارج ختم شوی و او بند وو؛ څو ساعته وروسته طالبان زما کور ته په رینجر کې راغلل او راته یې وویل، چې ولې دې ټېلیفون بند دی باید همېشه یې فعال وساتې کنه بیا ګېله مه کوه. موږ پنځه کاله کېږي په کور ناست یو هیڅ کار نه‌لرو؛ خو دوی لاهم په موږ شک کوي او په ارامه مو نه پرېږدي».

پخواني ځواکونه وایي، طالبان له پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیا او پېښو په پلمه له دوی څخه داسې پوښتنې کوي چې دوی ترې ناخبره دي. یو پخوانی پولیس سرتېری وایي: «طالبانو زه حوزې ته غوښتی وم هغوی راته وویل، چې د پاکستان او ځینو شریرو کړیو سره خو به لاس نه‌لرې، ستا پخواني ملګري خو به نه وي‌ ورسره، تاته خو چا احوال نه‌دی درکړی؟ ما ورته وویل چې زه د چا له سیاستونو څه خبر یم او نه اړیکه ورسره لرم؛ خو دوی زموږ خبره نه مني او غواړي په هره پلمه موږ بدنام او بنديان کړي».

د پخوانيو پوځیانو په وینا؛ د طالبانو استخباراتي کسان د پوښتنو پرمهال د سپکاوي او توهین امیزه ژبې څخه کار اخلي او داسې پوښتنې مطرح کوي، چې د انسان کرامت تر پښو لاندې کوي.

ډېری سرتېري په دې باور دي، چې د طالبانو د مشر له‌خوا د عمومي بښنې اعلان یوازې یو تبلیغاتي شعار وو او په عمل کې د پخوانیو سرتېرو د ځپلو او رواني شکنجې لړۍ په بېلابېلو بڼو روانه ده.

پخواني پوځیان وايي، د طالبانو د مشر ملاهبت الله له‌خوا د عمومي بښنې فرمان په بشپړ ډول نقض شوی؛ ځکه د دوی دوامداره څار، د شپې له‌خوا یې کورونو ته ورتلل او استخباراتي توقیفونه ثابتوي، چې طالبان لاهم پخواني ځواکونه د خپل نظام لپاره یو بالقوه ګواښ ګڼي او هغوی ته د هېوادوالو په سترګه نه‌ګوري.

د دوی په وینا؛ طالبان د دغې پر ځای چې د ډیورنډ کرښې امنیت په ډیپلوماټیکو او سرحدي لارو ټینګ کړي، خپل عاجزي او فشار په کور دننه پر هغو بې دفاع سرتېرو راوړي چې هیڅ ډول مالي او سیاسي ملاتړ نه‌لري.

دوی وایي، پخواني پوځیان نه یوازې دا چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د سخت اقتصادي فقر سره لاس او ګرېوان دي او په ډېرو مواردو کې د کار کولو حق نه‌لري؛ بلکې دغه ډول دوامداره څار هغوی د سختو رواني ناروغیو او دایمي وېرې سره مخ کړي دي.

دوی په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونه او څار بنسټونه دې په افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو د وضعیت او خوندیتوب لپاره پر طالبانو فشار راوړي؛ ترڅو د هغوی د بې‌ځایه ځورونې او د کور په کور تالاشۍ لړۍ بنده شي.

د طالبانو له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو اغېز؛ په افغانستان کې د رواني درملنې اړتیا زیاته شوې

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱
د طالبانو له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو اغېز؛ په افغانستان کې د رواني درملنې اړتیا زیاته شوې
100%

افغانستان کې د رواني درملنې او مشورې څو مرکزونو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د لګېدلو محدودیتونو او د سختو تګلارو له پلي کېدو وروسته د رواني ناروغانو شمېر د پخوا پرتله د پام وړ زیات شوی او ډېری مراجعین یې ښځې دي.

د دغه مرکزونو د مسوولینو په وینا؛ که څه هم د رواني مشورې اړتیا ډېره شوې، خو ګڼ ناروغان د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د رواني درملنې په اړه د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه‌شي کولی.

رخشانه (مستعار نوم) چې په مزارشریف کې د رواني مشورې ډاکټره ده وایي، په وروستیو میاشتو کې ورته د حضوري او انلاین دواړو خدمتونو لپاره د ناروغانو مراجعه زیاته شوې ده.

هغې وویل، ډېری ښځینه ناروغانې د خپلو رواني ستونزو اصلي لامل د طالبانو محدودوونکې پالیسۍ بولي. د هغې په وینا؛ د زده‌کړو او کار له حقه محرومېدل، حقوقي خدمتونو ته نه لاسرسی، تفریحي ځایونو ته پر تګ بندیز او کورنۍ ستونزې د دې لامل شوې چې ګڼې ښځې له اضطراب، خپګان او نورو رواني ستونزو سره مخ شي.

رخشانه زیاتوي، که څه هم د دوی کلینیک خصوصي دی او د مشورې فیس هم لوړ نه‌دی؛ خو ډېری ناروغان د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولی د درملنې بهیر بشپړ کړي. د هغې په وینا؛ کله چې یې د انلاین وړیا مشورې پروګرام پیل کړ، د تمې خلاف د مراجعینو شمېر ډېر لوړ و، چې د رواني خدمتونو د پراخې اړتیا څرګندونه کوي.

هغې دا هم وویل، چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د رواني مشورې فرهنګ تر پخوا یو څه پیاوړی شوی؛ ځکه له دې وړاندې ډېری خلک له دغه خدمتونو سره چندان بلد نه وو.

فرشته (مستعار نوم) چې خپله یې د رواني درملنې څو غونډې څارلې دي وایي، د طالبانو له واکمنېدو مخکې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه؛ خو د نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله یې زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې.

هغې ویلي، دغه وضعیت له سختو رواني ستونزو سره مخ کړه او ان ځینې وختونه د ځان وژنې فکرونه هم ورته پیدا کېدل؛ خو رواني مشورو او درملنې د هغې په رغېدو کې مهم رول ولوباوه.

د رواني مشورې یو بل ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نه یوازې د ښځو؛ بلکې د نارینه‌و ژوند هم له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی.

هغه وویل، سره له دې چې په انلاین پروګرام کې ښځینه ډاکټرانې هم فعالیت کوي؛ خو بیا هم د دوی ډېری مراجعین ښځې دي. د نوموړي په وینا؛ پر کار، زده‌کړو او تګ‌راتګ بندیز، له پارکونو او تفریحي ځایونو بې‌برخې کېدل او د کور دننه اوږدمهاله پاتې کېدل د ښځو د رواني ستونزو مهم لاملونه دي. هغه زیاته کړه، ډېری ناروغان بې‌کاري او اقتصادي ستونزې د خپلو ژورو اندېښنو اصلي لامل بولي.

نوموړي د پوهنتون یوې پخوانۍ استادې کیسه هم وکړه، چې د پوهنوالۍ تر کچې یې علمي سابقه لرله؛ خو د دندې له لاسه ورکولو وروسته په ژور خپګان اخته شوې او د انلاین رواني مشورو له لارې یې درملنه څارله.

دغه ډاکټر وایي، په افغانستان کې د رواني درملنې فرهنګ لاهم کمزوری دی او په دې برخه کې فعال کلینیکونه محدود دي. د هغه په وینا؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت هم د رواني روغتیا برخې ته کافي پاملرنه نه‌کوي او لاهم په ډېرو سیمو کې خلک رواني ناروغ ته د «لېوني» په سترګه ګوري.

هغه ټینګار کوي، چې د رواني روغتیا په اړه پراخ عامه پوهاوی، د وړیا مشورې خدمتونو پراختیا او د رواني درملنې اسانه لاسرسی د وخت مهمې اړتیاوې دي. د نوموړي په باور؛ که د طالبانو محدودیتونه او په افغانستان کې اقتصادي بې‌وزلي همداسې دوام وکړي، په راتلونکو کلونو کې به د رواني درملنې اړتیا لا نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کلونو کې د رواني ناروغیو او پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی. د ټولنیزو چارو یوشمېر څارونکي وایي، بې‌وزلي، د جګړو اوږدمهاله اغېزې او د طالبانو محدودوونکې تګلارې د دغه ستونزو مهم لاملونه دي.

د هغوی په وینا؛ په ځینو سیمو کې د رواني ستونزو له امله د ځان وژنې پېښې هم زیاتې شوې، خو ډېری دغه ډول پېښې د ټولنیزو محدودیتونو او د طالبانو د فشارونو له امله نه رسنیزې کېږي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) تر دې وړاندې ویلي و، رواني مشورې او بشري ملاتړ کولی شي د افغانستان د ښځو او نجونو رواني او ټولنیز وضعیت ښه کړي. دغه سازمان زیاته کړې وه، چې د مېندو او ماشومانو په روغتیایي مرکزونو کې د مشورې او ملاتړ پروګرامونه له ګڼو زیانمنو ښځو سره د رواني ستونزو په کمولو کې مرسته کړې ده.

له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱
له پاکستان نه ستېدونکي افغان کډوال د هویت اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي
100%

په تورخم کې له پاکستان نه ستانه شوي‌ افغانان د هویت اسنادو د نشتوالي له امله د ښوونې، روغتیا، مرستو، بنسټیزو حقونو او خدمتونو د بې‌برخې کېدو له ګواښ سره مخ دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، د ۶.۱ مېلیونه ستنو شویو افغانانو له ډلې تر ۸۶ سلنې ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

افغانستان ته ډېری افغانان له ایران او پاکستان نه د ژوند له ټولې شتمنۍ سره ستنېږي؛ خو ترټولو مهمه پاڼه «پېژندپاڼه» نه‌لري. دوی کلونه په ګاونډیو هېوادونو کې تېر کړي او ان ډېری یې هلته زېږیدلي او لوي شوي دي. ۱۷ کلن عبدالرحمان له خپلي مور سره د تورخم له لارې له پاکستان نه افغانستان ته د ستنېدو پر مهال نه پوهېږي، چې تذکره څنګه او چېرې ترلاسه کړي.

دغه ځوان په پاکستان کې زېږېدلی او په لومړي ځل افغانستان ته د دایمي‌ اوسېدو لپاره ستنېږي. د هغه د تره زوی ورته ویلي، چې د کار، زده‌کړو او نورو خدمتونو لپاره تذکرې ته اړتیا ده.

نوموړی په تورخم کې د نوم‌ لیکنې لپاره له یوې غرفې بلې ته ځي؛ څو د خپل راتګ معلومات ثبت کړي. هغه وایي: «نه پوهېږم چې تذکره څنګه او له کومه ځایه ترلاسه کړم. اوس به لاړ شم او معلومات به وکړم».

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایران نه افغانستان ته د ستنو شویو ۶.۱ مېلیونه افغانانو له ډلې له ۸۶ سلنې څخه ډېر یې د هویت رسمي اسناد نه‌لري.

په تورخم کې چې لاهم د دواړه خواوو ترمنځ د روان کال د نښتو نښې ښکاري، طالب چارواکي او مرستندویه ادارې د راستنېدونکو معلومات ثبتوي. هغه کسان چې د هویت هیڅ اسناد نه‌لري، طالب ځايي مسولین د هېواد له بېلابېلو ادارو سره اړیکه نیسي؛ ترڅو د هغوی هویت تثبیت کړي، خو دغه بهیر د ډېرو تازه راستنو شویو افغانانو لپاره پېچلی او سخت دی.

۴۱ کلن سردار خان چې په تورخم کې د عمريپنډغالي په یوه لویه خېمه کې ناست او هلته د بیا ستنېدو سند ترلاسه کوي فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «موږ هېڅ نه پوهېږو؛ نه پوهېږو چې څه وکړو».

سردار خان زیاته کړه: «موږ مخکې هېڅکله افغانستان ته نه‌وو راغلي؛ اوس به د تذکرې په ارزښت پوه شو». په افغانستان کې تذکره یوازې د کار موندلو او ښوونځي ته د شاملېدو لپاره نه؛ بلکې د ځمکې او کور د ملکیت ثابتولو، د میراث ترلاسه کولو، دولتي خدمتونو او مرستو ته د لاسرسي او د هېواد په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د تګ‌راتګ لپاره هم اړینه ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان سیمه‌ییز همغږي کوونکي زیاد صالح وویل، د هویت تذکره د افغانانو لپاره «د ژوند د مهمو اړتیاوو له بنسټیزو برخو څخه یوه» ده. هغه فرانس پرېس ته وویل: «ډېری راستنېدونکي د هویت له معتبر سند پرته هېواد ته راځي او دغه چاره هغوی د اداري او ټولنیز محرومیت له ګواښ سره مخ کوي».

سختې پرېکړې

ستنېدونکي افغانان چې زیات مهال خپلو اصلي سیمو ته رسېږي، د ډېرو له هغه سیمو خپل خپلوان ترې کډه شوي وي؛ خو د دوی په خبره بېلابېل بنسټونه د هویت اسنادو او نورو اداري چارو په بشپړولو کې ورسره مرسته کوي.

۸۰ کلن مراد خان صافي چې څو میاشتې مخکې هېواد ته راستون شوی، د جلال‌اباد ښار په څنډه کې د کرایې لپاره یو کور موندلی. هغه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل: «په تورخم کې موږ ته یوه شمېره راکړل شوه، وروسته مو له ودان موسسې سره اړیکه ونیوله او تذکرې مو جوړې کړې».

هغه وویل، د نوې تذکرې جوړېدو بهیر یوازې څو ورځې وخت ونیوه؛ خو د کورنۍ د هر غړي لپاره د ۵۰۰ افغانیو ورکول ورته ستونزمن وو. هغه زیاته کړې: «ما ډېرې سختې پرېکړې وکړې... اړ شوم د کور ځینې وسایل وپلورم».

د هغه د کورنۍ د تذکرو لګښت وروسته د ودان موسسې له لوري بېرته ورکړل شوی او ټاکل شوې، چې نورې مرستې هم ورسره وشي. د روان کال په جون میاشت کې ملګرو ملتونو یو پروګرام پیل کړ، چې موخه یې په راتلونکو درېیو کلونو کې ۱.۵ مېلیونه افغانانو ته د هویت اسنادو برابرول دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «د هویت اسنادو نشتوالی د خلکو د عادي ژوند د دوام پر وړاندې یو جدي خنډ دی».

د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان ته نړیوالې بشري مرستې کمې شوې دي. راستنېدونکي کډوال داسې هېواد ته ستنېږي، چې د کار فرصتونه په‌کې کم دي او مرستې هم ورځ تر بلې کمېږي.