• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې ټرافیکي پېښه؛ د مړو شویو کسانو په ډله کې پنځه افغانان هم شامل دي

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ د دانه سر په سیمه کې یو مساپر وړونکی بس ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې لږترلږه ۴۰ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. د مړو شویو کسانو په ډله کې پنځه افغانان هم شامل دي.

د ژوب ولسوالۍ مرکزي روغتون له لوري د مړو شویو کسانو په نوملړ کې د پنځو افغانانو نومونه هم راغلي دي. یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې له کوټې نه پېښور ته روان مساپر وړونکی بس ژورې کندې ته ولوېد.
بلخوا د پېښې یو ټپي مساپر حسین احمد ادعا کړې، چې د بس چلوونکي په قصدي ډول موټر کندې ته غورځولی؛ خو چارواکو ویلي چې دغه ادعا تراوسه په رسمي ډول نه‌ده تایید شوې.
حسین احمد چې د ژوب په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دی خبریالانو ته ویلي، چې د سفر پرمهال د بس چلوونکي او ځینو مساپرو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.
د هغه په وینا؛ «موټر چلوونکي مساپرو ته ویلي و، چې ستاسو له امله زما ډیزل ضایع شول او وروسته یې د غوسې په حالت کې سټیرینګ واړاوه چې له امله یې بس ژورې کندې ته ولوېد».
د نوموړي په ګومان د بس چلوونکی هم په پېښه کې مړ شوی دی. خو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، تر اوسه د ټپي شوي مساپر د ادعا پخلی نه‌دی شوی او د پېښې د ټولو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.
د چارواکو په وینا؛ ښایي د مساپرو او موټر چلوونکي ترمنځ د لفظي شخړې پرمهال د چلوونکي پام له سړک څخه اوښتی وي او له همدې امله پېښه رامنځته شوې وي.

ډېر لیدل شوي

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده
۱

د شانګهای همکاریو سازمان: په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

۲

راپور؛ په افغانستان کې ۱۹.۲ مېلیونه کسان د خوارځواکۍ او لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي

۳

د همګټو ناپېیلو هېوادونو سازمان چارواکی: د افغانستان شمال د سیمې امنیت ته ګواښ دی

۴

عبداللطیف منصور: پاکستاني چارواکي د زلزلو او نورو طبیعي پېښو پړه هم پر افغانانو اچوي

۵

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکاره طالبانو ته: زموږ دښمنانو او ټي‌ټي‌پي ته پناه مه‌ورکوئ