وحید عمر باور لري، چې د ایران او طالبانو ترمنځ همکاري تر ډېره د تهران او واشنګټن د تقابل په چوکاټ کې رامنځته شوې او که د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمې نښتې احتمال کم شي، نو له طالبانو سره به د تهران اړیکې هم سړې شي.
هغه لیکلي: «ایران ځان د سیمې د شیعهګانو او فارسيژبو ملاتړی بولي او د داسې نظام یو اړخیز ملاتړ چې د ډېرو په باور دواړه ډلې یې څنډې ته کړې دي، د تهران له اوږدمهالو ګټو سره سمون نهلري».
وحید عمر زیاته کړې، چې په داسې وضعیت کې به ایران ورو ورو په افغانستان کې خپلو «دودیزو متحدینو» ته نږدې شي. د هغه په وینا، د طالبانو دوامداره ملاتړ د تهران له اوږدمهالو ګټو سره اړخ نهلګوي.
د دغه پخواني افغان چارواکي په باور، د ایران او پاکستان نږدې اړیکې هم د تهران او طالبانو پر اړیکو اغېز کولای شي. هغه وايي، ایران به له طالبانو سره د اړیکو د ساتلو لپاره خپلې اړیکې له پاکستان سره قرباني نهکړي.
دغه افغان کرېکټر زیاته کړې، چې د افغانستان د کرېکټ لوبغاړي د دې وطن او ولس ریښتیني اتلان او ستوري دي. هغه روښانه کړې، چې د دغو لوبغاړو پسې له «ریشخند او پسخند» څخه د ډکو مطلبونه لیکل، له «لوچکۍ» پرته بل هېڅ نه دي او دا کار نه نقد دی او نه هم درک، بلکې یوازې د لیکونکي د خپل شخصیت څرګندونه کوي.
نوین الحق د خپلې لیکنې په پای کې پر فرهاد دریا غږ کړی، چې مهرباني وکړئ او یوازې له خپل مشخص کار سره کار ولرئ. هغه څرګنده کړې، چې کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او دغه سندرغاړی د دې لوبې په منځ کې ښه نهښکاري.