• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اکسفورډ پوهنتون کې د پښتنو د روان وضعیت په تړاو غونډه جوړوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د دوی ملګري د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د جولای په ۱۴مه د دغه غورځنګ د لادرکه غړو په تړاو غونډه جوړوي. هغه وایي، په دغې غونډه کې به د پښتنو د وضعیت په تړاو یو مستند هم خپور شي.

هغه وویل: «زموږ د قیدي ملګرو، لادرکه ملګرو او هم د ټول ملت کوم وضعیت دی، د پنجابي استعمار استعماري چلند دی، نو په همدې اړه به کنفرانس کې خبرې وشي».

د هغه په خبره، په دغه کنفرانس کې به د پښتنو د روان وضعیت او د‌ «پاکستان د ظالمانه چلند» په تړاو یوه ډاکومېنټري هم خپره شي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زیاتوي، چې په دې غونډه کې به یو شمېر نړیوال شخصیتونه هم ویناوې وکړي.

پښتین زیاتوي: «په تېرو میاشتو کې زموږ ملګري قیدیان شوي او لادرکه شوي دي. په دې اړه خبرې کول دي او همدا راز د پنجابي استعمار له‌خوا د عامو خلکو ځورولو په اړه به هم خبرې وشي. اکاډمیکې ویناوې به وشي او حل لارو باندې به خبرې وشي».

منظور پښتین همدا راز په ویډیويي پېغام کې خبر ورکړ، چې د دوی د غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله‌من وزیر د تلین په تړاو به هم پرېکړې وشي او په ټولو هېوادونو کې به د دوی ملاتړي دغه ویرجنه ورځ ونمانځي.

د خيال محمد نورزي په نوم يو تن چې ځان د پي‌ټي‌اېم غړی معرفي کوي، د غورځنګ د زنداني او لادرکه مبارزينو په اړه ویلي: «علي وزير له ۷۰۲ ورځو، حاجي صمد له ۵۵۴ ورځو او عثمان زيارمل له ۳۱ راهيسې په زندانونو کې دي. نورالله ترين او حنیف پشتين له ۲۳۶، ۲۳۶ ورځو، فريد اپريدی له ۴۷ ورځو او زبېر شاه اغا له ۸ ورځو راهيسې لادرکه دي».

پي‌ټي‌اېم: د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مخکښ غړي لادرکه او ځينې یې په کلونو بنديان دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پښتون ژغورنې غورځنګ په برېتانیا، امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې فعال غړي لري چې وخت ناوخت د پاکستاني حکومت له لوري له پښتنو سره د ناسم چلند په تړاو لاریونونه او اعتراضیه غونډې کوي.

ډېر لیدل شوي

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې
۱

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۲

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۳

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۴
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده

۵

د جرمني د پارلمان غړې: اندېښنه لرم چې د افغان کډوالو ایستل به نور هم زیات شي