طالبان وایي سږ کال د کندهار د تازه او وچې مېوې صادرات له ۴۰۰ میلیونه ډالرو اوښتي

کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په اوږدو کې له دغه ولایت څخه د ۴۲۸ میلیونه او ۸۶۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۸۲ زره او ۳۸۱ مټریک ټنه تازه او وچه مېوه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د یاد ریاست په وینا، د کندهار صادراتو کې تازه او وچه مېوه مهمه ونډه لري او د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته لېږدول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې له دغه ولایت څخه ۳ زره او ۱۴۰ مټریک ټنه وچه مېوه د تورغونډۍ او اسلامکلا بندرونو له لارې اروپایي او اسیايي هېوادونو ته صادره شوې ده.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د هرات د وچې مېوې د صادراتو ارزښت شاوخوا ۷ میلیونه او ۱۱۶ زره امریکایي ډالر و او دغه صادرات ایران، اردن، د منځنۍ اسیا هېوادونو، جرمني او یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو ته ترسره شوي وو.
