هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، لور یې د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت زده کړې کړې وې او ارمان یې درلود چې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي او ډاکټره شي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله وېره لري چې د هغې تعلیمي سفر به همدلته ودریږي،هغه وايي د یوه پلار لپاره تر دې ستر درد بل څه نه شته چې د خپلې لور هیلې او خوبونه د خپلو سترګو په وړاندې ماتېدونکي وویني،زما لور غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي خو اوس وېره لرم چې ښايي دا ارمان یې هېڅکله پوره نه شي.
بل لورته په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي وايي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۲،۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي،چې له دې ډلې شاوخوا ۲ سوه پنځوس زره کسان د جبري ایستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلامآباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي بل لور ته د افغانستان ننګرهار، کابل، کندوز، کندهار، بغلان، لوګر، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د بېرته ستنو شويو افغانانو ډېره برخه پکې بیا مېشته شوې او د نوي ژوند د پیل هڅې کوي.
که څه هم ګڼې افغان کورنۍ د خپل ژوند د بیا رغونې هڅې کوي خو د هر افغان لپاره هېواد ته د بېرته ستنېدو سفر یو شان نه دی.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون غړې فوزیه بي بي وایي، هغه کسان چې د سیاسي پناه غوښتونکي دي،افغان ښځې او هغه کورنۍ چې په پاکستان کې یې خپل کاروبار روزګار او د کلونو ژوند شاته پرېښی او اوس افغانستان ته ستنېږي، لا هم له نامعلوم او اندېښمن برخلیک سره مخ دي، ګڼ شمېر کسان لا هم د خپلو سیاسي پناه غوښتنود دوسیو د پرېکړو په تمه دي او د اوسنیو شرایطو له امله افغانستان ته ستنېدل خوندي انتخاب نه ګڼي.
هغه زیاتوي، په افغانستان کې ښځې د زده کړو،کار او ټولنیزو ازادیو له جدي او بېسارې ستونزو سره مخ دي،ځکه نو د هغوی قضیې باید د بشري خواخوږۍ،د نړیوالو بشري حقونو د اصولو او د هر فرد د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي.
همداراز د افغان زده کوونکو ټولنې مشر فضل افغان وایي، د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین د خپل قانوني حیثیت د ویزو د ستونزو او د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه له سختو اندېښنو سره مخ دي، ګڼ شمېر زده کوونکو د خپلو تحصیلي دورو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي او که د زده کړو د بشپړولو فرصت ورنه کړل شي د کلونو هڅې، وخت او مالي لګښتونه به یې بې ځایه ولاړ شي.