• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د افغان کډوالو جبري ایستل؛ ستنېدونکې کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو راتلونکې ته اندېښمن دي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۸ GMT+۱

له پاکستان څخه ایستل کېدونکي افغان کډوال وايي، د کور او کاروبار ترڅنګ د خپلو ماشومانو راتلونکی هم شاته پرېږدي. محمدالله افغان، چې له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته ستنېږي، وایي د کاروبار تر تاوان ورته د ماشومانو، په ځانګړي ډول د لوڼو، د زده کړو برخلیک تر ټولو لویه اندېښنه ده.

موږ یوازې خپل کور نه پرېږدو بلکې د خپلو ماشومانو راتلونکی هم شاته پرېږدو دا خبرې د افغان کډوال محمدالله افغان دي چې له خپلو پنځو ماشومانو درې لوڼو او دوو زامنو سره له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږي، محمدالله افغان د تېرو ۳۷کلونو راهیسې د پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې اوسېده،هغه هلته یې یوه دوکان درلود چې همدا دوکان یېد کورنۍ د عاید یوازینۍ سرچینه وه،خو د بېرته ستنېدو له امله نوموړي اړ شو چې خپله دوکان د اصلي ارزښت په پرتله نږدې په نیمايي بیه وپلوري.

هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا د خوراکه توکو پلورنځې د هغه د کلونو زحمت او خواری پایله وه خو شرایط داسې رامنځته شول چې اړ شو دا په نږدې نیمايي بیه وپلوري، خوکه لږ نور وخت یېدرلودای ښايي په ښه بیه یې پلورلی وای،خو له دې پرته بله هېڅ لاره نه درلوده.

محمد الله زیاته کړه، چې«تر ټولو لوی درد د کاروبار مالي زیان نه بلکې د ماشومانو د زده کړو درېدل دي، زما ټول ماشومان په پاکستان کې په ښوونځیو او کالجونو کې زده کړې کوي، اوس چې افغانستان ته ستنېږو نه پوهېږم د دوی د زده کړو برخلیک به څه وي او همدې اندېښنې سخت اندېښمن کړی یم.»

100%

هغه په خواشینونکي ډول وایي،«زما یوه لور په دولسم ټولګي کې زده کړېکوي،د هغې لوی ارمان دا و چې ډاکټره شي خو اوس وېره لرم چې ښايي نوره خپلو زده کړو ته دوام ورنه کړلی شي.»

هغه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، لور یې د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت زده کړې کړې وې او ارمان یې درلود چې د طب په برخه کې لوړې زده کړې وکړي او ډاکټره شي، خو په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله وېره لري چې د هغې تعلیمي سفر به همدلته ودریږي،هغه وايي د یوه پلار لپاره تر دې ستر درد بل څه نه شته چې د خپلې لور هیلې او خوبونه د خپلو سترګو په وړاندې ماتېدونکي وویني،زما لور غوښتل ډاکټره شي او د خلکو خدمت وکړي خو اوس وېره لرم چې ښايي دا ارمان یې هېڅکله پوره نه شي.

بل لورته په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي وايي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۲،۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي،چې له دې ډلې شاوخوا ۲ سوه پنځوس زره کسان د جبري ایستلو د تګلارې له مخې بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

کوټه، نوښار، هري پور، پېښور، چارسده، کوهاټ، اټک، اسلام‌آباد او راولپنډۍ هغه مهم ښارونه دي چې له هغو څخه تر ټولو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي بل لور ته د افغانستان ننګرهار، کابل، کندوز، کندهار، بغلان، لوګر، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د بېرته ستنو شويو افغانانو ډېره برخه پکې بیا مېشته شوې او د نوي ژوند د پیل هڅې کوي.

که څه هم ګڼې افغان کورنۍ د خپل ژوند د بیا رغونې هڅې کوي خو د هر افغان لپاره هېواد ته د بېرته ستنېدو سفر یو شان نه دی.

100%

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون غړې فوزیه بي بي وایي، هغه کسان چې د سیاسي پناه غوښتونکي دي،افغان ښځې او هغه کورنۍ چې په پاکستان کې یې خپل کاروبار روزګار او د کلونو ژوند شاته پرېښی او اوس افغانستان ته ستنېږي، لا هم له نامعلوم او اندېښمن برخلیک سره مخ دي، ګڼ شمېر کسان لا هم د خپلو سیاسي پناه غوښتنود دوسیو د پرېکړو په تمه دي او د اوسنیو شرایطو له امله افغانستان ته ستنېدل خوندي انتخاب نه ګڼي.

هغه زیاتوي، په افغانستان کې ښځې د زده کړو،کار او ټولنیزو ازادیو له جدي او بې‌سارې ستونزو سره مخ دي،ځکه نو د هغوی قضیې باید د بشري خواخوږۍ،د نړیوالو بشري حقونو د اصولو او د هر فرد د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره وڅېړل شي.

همداراز د افغان زده کوونکو ټولنې مشر فضل افغان وایي، د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین د خپل قانوني حیثیت د ویزو د ستونزو او د خپل تعلیمي راتلونکي په اړه له سختو اندېښنو سره مخ دي، ګڼ شمېر زده کوونکو د خپلو تحصیلي دورو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي او که د زده کړو د بشپړولو فرصت ورنه کړل شي د کلونو هڅې، وخت او مالي لګښتونه به یې بې ځایه ولاړ شي.

100%

فضل افغان وایي، د اسنادو ثبت او قانوني حیثیت له بدلون وروسته ډېری زده کوونکو د پوهنتون د نوم‌لیکنې د نوي کولو په ازموینو کې د ګډون، د تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو او نورو اداري چارو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دغو زده کوونکو لپاره دې ځانګړي او عملي تدابیر ونیول شي څو وکولای شي خپلې زده کړې له ځنډ او خنډ پرته بشپړې کړي، د زده کړو دوام نه یوازې د زده کوونکو د راتلونکي لپاره مهم دی بلکې په سیمه کې د علمي همکارۍ، بشري پرمختګ او متقابل تفاهم د پیاوړتیا لپاره هم مهم او مثبت رول لري.

100%

ډېر لیدل شوي

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي
۱

طالبان: په افغانستان کې د «ال‌نینو» پدیدې نښې نښانې څرګندې شوې دي

۲
لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له روسیې سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه

۳

د زمري ۱۵مه؛ د افغانستان د سقوط د پیل پنځه کاله او دوامدارې ننګونې

۴

چینایي رسنۍ: طالبان له سترو قدرتونو سره اړیکې د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره کاروي

۵
ځانګړی

طالبانو کروندګرو ته تر ځانګړو شرایطو لاندې د کوکنارو د کر پټه اجازه ورکړې ده