پولنډ کې ۱۵ افغانان د ۵۴ ناقانونه کډوالو په ډله کې نیول شوي

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د لیتوانیا پولې ته نږدې یې د یوه بار وړونکي موټر له کانتینره ۵۴ ناقانونه کډوال نیولي، چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي.

د پولنډ سرحدي ځواکونو ویلي، د لیتوانیا پولې ته نږدې یې د یوه بار وړونکي موټر له کانتینره ۵۴ ناقانونه کډوال نیولي، چې ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي.
د پولنډي چارواکو په وینا، دا کسان د بودزیسکو په سرحدي سیمه کې د لنډمهالي کنټرول پر مهال وموندل شول. په نیول شویو کې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ بنګلهدېشیان شامل دي.
چارواکو ویلي، موټر د رومانیا د یوه ۳۷ کلن موټرچلوونکي و او لومړنۍ څېړنې ښيي چې نوموړي کډوال له لاتویا څخه د لیتوانیا له لارې پولنډ ته لېږدول.
د راپورونو له مخې، تر اداري چارو وروسته به نیول شوي کډوال بېرته لیتوانیا ته وسپارل شي او د رومانیايي موټرچلوونکي پر ضد به هم قانوني دوسیه پرانیستل شي.
پولنډي رسنیو ویلي، دا په وروستیو میاشتو کې د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د داخلېدو پر مهال د نیول شویو کډوالو تر ټولو لویه ډله ده.
د پولنډ د سرحدي ځواکونو د شمېرو له مخې، روان کال تر اوسه شاوخوا ۷۶۰ کسان د لیتوانیا له لارې پولنډ ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال نیول شوي دي.
راپور زیاتوي چې ګڼ افغانان د افغانستان د روان اقتصادي او بشري وضعیت له امله لا هم د اروپا پر لور د کډوالۍ خطرناکې لارې غوره کوي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان له مخې، په افغانستان کې نږدې ۲۱،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې ناقانونه کډوالي خلک د انساني قاچاق، خطرناکو سفرونو او نیول کېدو له جدي ګواښونو سره مخ کوي.