د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه سبا له جرمني کابل ته لېږدول کېږي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه به سبا دوشنبه (د چنګاښ ۱۵مه) له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه به سبا دوشنبه (د چنګاښ ۱۵مه) له جرمني څخه کابل ته ولېږدول شي.
د یاد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو ریس، ضیا احمد تکل، ویلي چې د ارواښاد مومند جنازه به د جرمني د مونیخ ښار څخه کابل ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، د جنازې لمونځ به یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي او وروسته به یې جسد د کابل د مرنجان په تپه کې خاورو ته وسپارل شي.
تکل زیاته کړې چې د جنازې په مراسمو کې به طالب چارواکي، د ارواښاد مومند مسلکي همکاران، خپلوان او دوستان ګډون وکړي.
عبدالاحد مومند د روان کال د جون په ۲۱مه نېټه د جرمني په مونیخ ښار کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
ارواښاد مومند د ۱۳۳۷ کال د مرغومي په میاشت کې د غزني ولایت په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و. نوموړي خپلې زده کړې په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې ترسره کړې او وروسته د افغانستان له هوايي ځواک سره یوځای شو.
عبدالاحد مومند لومړنی افغان او د نړۍ څلورم مسلمان و چې فضا ته یې سفر وکړ. هغه همدارنګه لومړنی مسلمان و چې سپېڅلی قرآن کریم یې فضا ته یووړ.