طالبانو دغه محدودیت له دې امله لګولی، چې دوی ګڼ ځوانان د ږېرې خریلو او د یادې ډلې د فرمانونو نه عملي کولو په تور نیسي او د کورنۍ خبرولو پرته یې زنداني کوي. په وروستیو اوونیو کې په کندهار او هلمند کې د ځوانانو د لادرکه کېدو پېښې زیاتې شوې او نږدې هره ورځ د یو یا څو ورکو شویو کسانو اعلانونه خپرېږي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا؛ طالبانو خبریالانو ته ویلي که د لسو کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي کسان لادرکه شي، د هغه کورنۍ باید د اعلان خپرولو پر ځای د طالبانو اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي او له هغوی څخه د خپل ورکو خپلوان د موندلو غوښتنه وکړي.
ځینې سرچینې وايي، چې د دغه کسانو یوه برخه له قاچاقي لارو د هېواد پرېښودو هڅه کوي؛ خو په ورته وخت کې ګڼې کورنۍ وایي، ځینې ځوانان د امربالمعروف د محتسبینو لهخوا د ږېرې خرېلو، د موسیقۍ اورېدو او یا ورته نورو مواردو له امله نیول کېږي او د څو ورځو لپاره د طالبانو په بند کې ساتل کېږي، پرته له دې چې کورنیو ته یې سملاسي خبر ورکړل شي.
دغه شفاهي بندیز د خلکو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. یوشمېر اوسېدونکي او د رسنیو فعالان وایي، دغه اقدام نه یوازې د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو حق محدودوي؛ بلکې هغه کورنۍ هم له یوې مهمې وسیلې محروموي، چې د خپلو ورکو شویو خپلوانو د موندلو لپاره یې کاروله.
د خلکو په وینا؛ پخوا به امربالمعروف ډېری وخت خلکو ته یوازې سپارښتنې کولې او یا به یې د څو ساعتونو لپاره اړوند ریاست ته بېول، خو اوس د نیول شویو کسانو د ساتنې موده له درېیو ورځو تر یوې اوونۍ پورې رسېږي چې له امله یې کورنۍ د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه سختې اندېښنه لري.
د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وایي: «کله چې د یوې کورنۍ ځوان ورک وي اعلان یې د هغه د موندلو تر ټولو اغېزمنه لاره وي؛ که دغه حق هم له خلکو واخیستل شي کورنۍ به نور څه وکړي؟»
یو بل مدني فعال باور لري، چې دغه پرېکړه د ستونزې د حل پر ځای د معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي. همدارنګه د یوه ورک شوي ځوان د کورنۍ یو غړی وایي، د نیول شویو کسانو په اړه د معلوماتو نشتوالي کورنۍ له سختو روحي فشارونو سره مخ کړې.
هغه وویل: «کله چې زموږ د کور ځوان څو ورځې کور ته رانه شي او هېڅ اداره هم معلومات ورنه کړي، موږ اړ یو چې اعلان خپور کړو. که اعلان هم ونه کړو نو بله لار خو نهشته، موږ نه پوهیږو چې طالبان په دې کار سره څه غواړي».
بل لور ته یو سیمهییز خبریال وایي، د رسنیو یا خبریالانو دنده د خلکو خبرول دي او دغه ډول محدودیتونه د خبریالۍ پر کار مستقیم اغېز کوي. د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، طالبان باید د هر کس د نیولو په صورت کې د هغه کورنۍ سملاسي خبره کړي او د قانوني بهیر په اړه ورته معلومات ورکړي؛ څو کورنۍ اړې نهشي چې د خپلو خپلوانو موندلو لپاره د ورکې اعلانونه خپاره کړي.
خلک وایي، په کندهار کې د طالب چارواکو دغه نوی اقدام د بیان ازادۍ او پر رسنیو د محدودیتونو په لړ کې یو بل تور باب دی. د دوی په خبره؛ د حقایقو پټول، د اعلاناتو سانسورول او له قانوني مراجعو پرته د ځوانانو جبري توقیف نه یوازې دا چې له هېواده د ځوانانو د تېښتې او د امر بالمعروف د تندلارۍ مخه نهشي نیولای؛ بلکې په ټولنه کې د بېباورۍ، رواني ناامنیو او له حکومت څخه د خلکو د کرکې لامل ګرځي.