• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۰ GMT+۱

کله - کله تاریخ په لویو ښارونو کې نه لیکل کېږي؛ بلکې ځینې تاریخونه د یوې کډوالې کورنۍ له سخت ژوندانه پیلېږي او تر نړیوال کچ رسېږي. دا کیسه د یو سیاستوال، جګړه مار یا میلیونر نه ده، بلکې د داسې یوه ځوان ده چې د جګړو له امله له خپل وطنه بې‌ځایه شو.

د پېښور د ارباب نیاز لوبغالی د هغه د خوبونو لومړنی شاهد و. هماغه ځای چې یو نری، جګ قد لرونکی افغان هلک به په ساعتونو - ساعتونو د توپ پسې منډې وهلې. نه یې پیسې لرلې، نه امکانات او نه یې تصور کاوه چې یوه ورځ به د نړۍ د کرېکټ تر ټولو لویو لوبغالو ته ورسېږي.

خو هغه یو شی درلود: هیله

هغه خوب چې افغانستان به یوه ورځ د نړۍ له سترو کرېکټي هېوادونو سره اوږه په اوږه سیالي کوي.

دا شاپور ځدراڼ و؛ هغه ځوان چې ژوند یې له کړاوونو پیل شو، افغانستان ته یې نوم وګاټه، په نړیوال سټېج وځلېد او نن د افغان کرېکټ د هغه اوږد قد لرونکي چټک توپ اچوونکي ژوند په یوه بل دردناک فصل پای ته ورسېد. د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه د هغه مړینه تایید کړه. نوموړی په یوې نادرې ناروغۍ اخته شوی و.

خو د شاپور کیسه لا هم ژوندۍ ده.

له لوګره تر پېښوره

شاپور ځدراڼ د ۱۹۸۷ کال د جولای په اتمه د لوګر ولایت په یوه ځدراڼه کورنۍ کې وزېږېد. د افغانستان د جګړو له امله یې کورنۍ پاکستان ته کډه شوه او د پېښور په شاوخوا سیمو کې مېشته شوه.

همدلته، د ارباب نیاز لوبغالي په چاپېریال کې هغه د کرېکټ له لوبې سره مینه پیدا کړه. د کرېک اینفو د معلوماتو له مخې، شاه پور شاوخوا د ۱۴ کلنۍ په عمر په جدي ډول د کرېکټ لوبه پیل کړه او په ۲۰۰۱ کال کې یې د هارډبال کرېکټ تجربه ترلاسه کړه.

هغه نسل چې په کډوالۍ کې لوی شوی و، ډېر څه یې نه لرل. خو یوه هیله یې لرله: افغانستان ته یو نوم جوړول.

د افغان کرېکټ د بنسټ اېښودنه

هغه وخت افغانستان لا د نړیوال کرېکټ په نقشه کې نه ښکارېده.

محمد نبي، اصغر افغان، کریم صادق، هستي ګل عابد، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ د هغو ځوانانو له ډلې وو چې د افغانستان د کرېکټ د ودې لومړنۍ ډبرې یې کېښودې. دوی د محدودو امکاناتو، د مناسبو لوبغالو د نشتوالي او د جګړو د ستونزو باوجود لوبې کولې او د افغانستان کرېکټ یې له ټیټو نړیوالو ډویژنو تر نړیوال سټېج ورساوه.

شاپور د هغو لوبغاړو له ډلې و چې افغانستان یې د نړیوال کرېکټ په دروازه ورننویست.

د اوږدې منډې او تیز توپ سمبول

شاپور یوازې یو توپ اچوونکی نه و. هغه یو ځانګړی سټایل درلود. کله به چې د توپ اچولو لپاره له لرې واټنه منډه پیل کړه، اوږده وېښتان به یې په هوا کې الوتل. داسې ښکارېدل لکه د هغه هیلې چې غوښتل یې د افغانستان نوم د نړۍ د کرېکټ په اسمان کې ورپورته کړي.

نوموړی د افغانستان له لومړنیو مشهورو چپ لاسو چټکو توپ اچوونکو څخه و. هغه به توپ په سرعت، جذبه او تېز طبیعت اچاوه. د هغه انرژي او احساساتي لوبه د افغان لوبډلې د هویت برخه ګرځېدلې وه.

100%

نړیوال کرېکټ ته رسېدل

شاپور ځدراڼ د ۲۰۰۹ کال په اګسټ کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه. په همدې لومړۍ لوبه کې یې د هالنډ پر وړاندې څلور وېکټې واخیستې او د نړیوال کرېکټ د پیل یادګاري شېبه یې ثبت کړه.

له هماغې ورځې وروسته، هغه د افغانستان د چټک توپ اچونې یوه مهمه ستنه وګرځېد.

نوموړي د افغانستان لپاره:

  • ۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړې؛
  • ۳۶ شل اوریزې نړیوالې لوبې یې وکړې؛
  • ټولټال یې ۸۰ نړیوالې لوبې وکړې؛
  • او ۸۰ نړیوالې وېکټې یې واخیستې.

د سکاټلنډ پر وړاندې هغه تاریخي ورځ

که د شاپور ځدراڼ د ژوند یوازې یوه صحنه انتخابېږي، نو ښايي هغه د ۲۰۱۵ نړیوال جام د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه وي.

افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو مهمې بریا ته نږدې و.

شاه پور لومړی څلور وېکټې واخیستې او سکاټلنډ یې تر سخت فشار لاندې راوست. وروسته، کله چې افغانستان د بریا لپاره وروستیو منډو ته اړتیا لرله، شاه پور توپ وهنې ته راغی. فشار، اندېښنه او د میلیونونو افغانانو هیلې له هغه سره وې.

هماغه و چې وروستۍ او بریالۍ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د نړیوال جام لومړنۍ تاریخي بریا ورکړه.

هغه ورځ یوازې د یوې لوبې ګټل نه وو. هغه ورځ د یوه ملت د هیلو د تعبیر ورځ وه؛ داسې ورځ چې افغانستان په نړیوال سټېج کې خپل تور، سور او زرغون بیرغ د ویاړ په توګه ورپاوه.

وروستۍ مبارزه

کلونه تېر شول، نوي ستوري راڅرګند شول او افغانستان د کرېکټ په نړۍ کې لا نور هم پیاوړی شو. خو شاپور د دې کیسې نه بېلېدونکې برخه پاتې شو.

په وروستیو میاشتو کې هغه د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis (HLH) په نوم له یوې نادرې او خطرناکې ناروغۍ سره مخ شو. نوموړی د درملنې لپاره نوي ډیلي ته ولېږدول شو، خو ناروغۍ ته یې ماتې ورنه کړه.

هغه د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه، د خپلې ۳۹مې کلیزې له را رسېدو یوازې یوه ورځ مخکې، له نړۍ سترګې پټې کړې.

یوه اوږده منډه چې لا هم روانه ده

شاپور لاړ، خو هغه اوږده منډه چې به یې د توپ اچولو لپاره اخیسته، د افغان کرېکټ په حافظه کې لا هم روانه ده.

هغه نسل چې نن د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي کوي، د شاپور ځدراڼ او د هغه د ملګرو د قربانیو، زحمتونو او خوبونو پر بنسټ ولاړ دی. ځینې لوبغاړي ریکارډونه پرېږدي، خو ځینې نور بیا تاریخ جوړوي او شاپور ځدراڼ له هماغو تاریخ جوړونکو څخه و.

د ارباب نیاز لوبغالي له خاورو راپورته شوی هغه افغان هلک نن زموږ په منځ کې نشته، خو هغه خوب چې ده لیدلی و، لا هم ژوندی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱
حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې او نوموړی یې د افغان کرکټ له لومړنیو ستورو ګڼلی. کرزي ویلي، چې ځدراڼ د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره نه ‌هیریدونکي هڅې وکړې او د افغان کرکټ په ځلولو کې یې یادېدونکې کارنامې ترسره کړې دي.

کرزي پر خپل اېکس لیکلي، چې د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر ډېر خواشینی کړی.

هغه د شاپور ځدراڼ له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته د سې شنبې په ورځ ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي ښار په یوه روغتون کې د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده. هغه د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته و.

شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له همغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و.

د مارچ پر ۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده، چې د HLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی. وړاندې هندي رسنیو راپورونو ورکړی و، چې شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

ځدراڼ د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۳۰مه له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلان کړې وه. نوموړي پر فېسبوک پاڼه له نړۍوال کرېکټ څخه د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و: «نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم».

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹کال د اګسټ پر ۳۰مه نېټه او وروستۍ لوبه د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹کال د مارچ په ۱۰مه نېټه کړې وه.

ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د اېرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰کال د مارچ پر ۸مه نېټه ترسره کړې.

شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او ۴۳ وېکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ لوبغاړو او مینه‌والو د هغه مړینه لویه ضایع بللې، خواشینۍ یې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۱
کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او د افغان کرېکټ په تاریخ کې یې د هغه رول مهم ګڼلی.

کرېکټ بورډ د تسلیت په پیغام کې لیکلي: «شاپور ځدراڼ د افغان کرېکټ د بنسټ اېښودونکو لوبغاړو څخه و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو یې زموږ په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی».
کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې نړۍوال سټېج ته د افغان کرېکټ په رسېدو کې د شاپور ځدراڼ رول، هڅې او کار ځانګړی و. کرېکټ بورډ کاږلي: «له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېرو افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرېکټ مینه‌والو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرېکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه؛ ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرېکټ په راتلونکي باور ولري».

افغان کرېکټ لوبغاړو د شاپور نږدې ملګرو او د هغه د لوبې مینه‌والو هم د نوموړي پر مړینه خواشینې ښودلې. د افغان ملي‌ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي رحمان الله ګربز د تسلیت په پيغام کې لیکلي: «شاپور ځدراڼ به د خپل وطن پالنې، زړورتیا او نه ستړې کېدونکو خدمتونو له امله تل د افغانانو په زړونو کې ژوندی وي».

راشد خان هم په دې اړه لیکلي: «د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د سختو ورځو لوبغاړی او ملي اتل شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له کبله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې. خدای دې موږ ټولو ته صبر راکړي».

همدارنګه افغان لوبغاړو رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، مجیب ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، افتاب عالم، سمیع‌الله شینواري، الله محمد غضنفر، اکرام علي خېل، ضیاء الرحمان اکبر او ګڼو لوبغاړو د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړي او د نوموړي کارنامې یې ستایلې دي.

ګلبدین نایب لیکلي: «څه ووایم؟ هغه نور نه‌شته.زما ورور، زما ملګری». پر خواله رسنیو زرګونه مینه‌والو د شاپور ځدراڼ له تصویرونو سره د خواشینۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ۳۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې ومړ. شاپور ځدراڼ له تېرو نږدې شپږو میاشتو راهیسې د هند پلازمېنې ډيلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د ځدراڼ د جنازې وخت او ځای به د نوموړي له کورنۍ سره تر مشورې وروسته روښانه شي.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي ښار په یوه روغتون کې د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده.

د شاپور ځدران ورور غمي ځدران د نوموړي مړینه تایید کړې. د راپورونو له مخې؛ شاپور ځدراڼ د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته و.

شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له هماغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و. د هغه ورور وایي، چې شاپور له سختو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.

د مارچ پر ۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده، چې د HLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی. وړاندې هندي رسنیو راپورونو ورکړی و، چې شاپورځ دراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۳۰مه له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلان کړې وه. نوموړي پر فېسبوک پاڼه له نړۍوال کرېکټ څخه د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و: «نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم».

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹کال د اګسټ پر ۳۰مه نېټه او وروستۍ لوبه د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹کال د مارچ په ۱۰مه نېټه کړې وه.

ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېته د اېرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰کال د مارچ پر ۸مه نېټه ترسره کړې.

شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او ۴۳ وېکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ لوبغاړو او مینه‌والو د هغه مړینه لویه ضایع بللې، خواشینۍ یې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د مرکزي اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱
د مرکزي اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې نوملړ اعلان شو
100%

د افغانستان د والیبال فدراسیون د ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا والیبال جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د ۱۴ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. دارنګه د روزنیز کادر درې غړي به هم په دغه سیالیو کې د یادې لوبډلې ملتیا وکړي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي:

سباوون وردګ، هارون نېک‌روز، عمران نیازی، بسم‌الله سلطاني، نصیر کوهستاني، منتظر حسین حافظي، مطلب محمدي، شاهد بدلون، غلام رسول حیدري، سباوون غورځنګ، عادل‌شاه ذاکري، مالک مموزی، سید حبیب یوسفي او قادر ځاځی.

د روزنیز کادر غړي:

محمد اسدالهي، حنیف امیري او محمدداوود مبارز.

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د چمتووالي سیالۍ (د چنګاښ په ۷مه) د ۵۲ لوبغاړو په ګډون د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیزه ورزشي لوبغالي کې پیل شوې دي. ټاکل شوې، چې دغه لوبې (د چنګاښ تر ۳۰مې) نېټې پورې دوام وکړي.

د ۲۰۲۶کال د مرکزي اسیا د والیبال جام سیالۍ به د جولای له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره شي. د سیالیو د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله‌دېش، ترکمنستان، قرغزستان، قزاقستان، نیپال او مالدیف ملي لوبډلې به په‌کې برخه واخلي.

په نړیوال جام کې د پرتګال ماتې؛ ۴۱ کلن رونالډو د فوټبال نړیوال جام سره مخه ښه وکړه

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
په نړیوال جام کې د پرتګال ماتې؛ ۴۱ کلن رونالډو د فوټبال نړیوال جام سره مخه ښه وکړه
100%

هسپانیې د ۲۰۲۶کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو په سیالۍ کې پرتګال ته په یوه ګول ماتې ورکړه او کوارټر فاینل ته یې لار پیدا کړه. د پرتګال له ماتې سره د دغه هېواد د ۴۱ کلن ستوري کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ هڅه هم پای ته ورسېده.

د هسپانیې او پرتګال ترمنځ د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو سیالي د هسپانیې په بریا پای ته ورسېده.

ددغه سیالۍ یوازینی ګول میکل میرینو وواهه او په دې بریا سره یې د اتلولۍ لپاره خپلې هڅې روانې وساتلې.

لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ له سختې سیالۍ سره مل وه، پرتګال هڅه وکړه چې د مساوي ګول لپاره بریدونه زیات کړي، خو د هسپانیې دفاع د لوبې تر پایه د هغوی مخه ونیوله.

د دې ماتې له امله پرتګال له نړیوال جام څخه بهر شو، او د کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ سیالي هم پای ته ورسېده. رونالډو مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د هغه وروستی نړیوال جام وي.

هسپانیه به د کوارټر فاینل په پړاو کې د امریکا او بلجیم ترمنځ د سیالۍ له ګټونکي سره مخ شي.