• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۵ GMT+۱

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده او اوس دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا پېښور ښار ته هم غځېږي. په پېښور کې د هغه افغان کډوالو پرضد د پراخو عملیاتو چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی، چې د قانوني اسنادو او ویزو پرته په دغه ښار کې مېشت دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ایالتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د ۲۰۲۶کال د جولای له ۱۰مې وروسته له ویزو پرته په پاکستان کې مېشت افغانان ونیسي. د پولیسو په وینا؛ د پېښور په نمک منډۍ، قصه خوانۍ بازار، اوړو مارکېټ، اشرف روډ، خیبر بازار، یونیورسټي روډ، فنډو سبزي منډۍ او د پېښور کېنټ په ګډون د ښار په ګڼو سوداګریزو سیمو کې به د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ضد ګډ عملیات ترسره شي.
دغه عملیات به یوازې بازارونو او مارکېټونو پورې محدود نه وي؛ بلکې په استوګنیزو سیمو او شاوخوا کلیو کې به هم روان وي. د یادو عملیاتو د پیل لپاره اوس یوازې درې ورځې پاتې دي؛ خو له بلې خوا په خپله خوښه د ستنېدوکو افغان کډوالو لړۍ هم دوام لري.
د شمېرو له مخې؛ یوازې د جولای له لومړۍ نېټې تر ۱۴زره زیات افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. له بل پلوه د راتلونکو عملیاتو له امله په پېښور کې ګڼ افغانان خپل کورونه، هټۍ او کاروباري مرکزونه خالي کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا ۲۵ لکه افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي چې له دې ډلې نږدې دوه نیم لکه کسان د جبري اېستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته لېږل شوي دي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

سویلي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې برید د يوې کورنۍ درې نجونې وژلي او څلور ټپیان کړي

۵

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

•
•
•

نور کیسې

د نذیر پکتیاوال د مړینې رسمي سند؛ پکتیاوال د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې له امله مړ شوی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۰۳ GMT+۱
د نذیر پکتیاوال د مړینې رسمي سند؛ پکتیاوال د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې له امله مړ شوی
100%

د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي ۴۱ کلن افغان وګړي محمد نذیر پکتیاوال، د مړینې په رسمي سند کې د هغه مړینه «پېښه» بلل شوې او ویل شوي چې نوموړی د یوې نامعلومې مادې پر وړاندې د شدید حساسیت او د سالنډۍ د حملې د سختېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د مړینې په سند کې د مرګ اصلي لامل «د انافیلاکټیک شاک او د سالنډۍ شدید برید» ښودل شوی دی. په سند کې همداراز راغلي چې د میتامفیتامین زهرجنې نښې، د زړه ناروغي او د سګرټو کارول هم د هغه په مړینه کې اغېزمن عوامل بلل شوي دي.

د محمد نذیر پکتیاوال مړینې پراخ غبرګونونه راپارولي، ځکه نوموړي شاوخوا لس کاله په افغانستان کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره دنده ترسره کړې وه. هغه په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له سقوط وروسته امریکا ته ولېږدول شو، خو د نیول کېدو پر مهال یې د پناه غوښتنې دوسیه لا نه وه منل شوې.

د دوشنبې په ورځ د افغان ایواک بنسټ مشر، شان ون‌ډایور، او د امریکا د کانګرس دوو غړو د ټکساس له چارواکو وغوښتل چې د پکتیاوال د عدلي طب راپور خپور کړي. دغه راپور تر اوسه د روانو جنایي څېړنو د احتمالي اغېز له امله محرم ساتل شوی دی.

ون‌ډایور ویلي باید روښانه شي چې کومه ماده د شدید حساسیت لامل شوې، څنګه د پکتیاوال بدن ته رسېدلې او ولې د مړینې په سند کې د ټپي کېدو نېټه د هغه له نیول کېدو یوه ورځ مخکې ثبت شوې ده.

همداراز د امریکا د ډیموکرات ګوند سناتور ریچارډ بلومنټال ویلي چې د کورني امنیت له وزارت څخه به د کالبدشکافۍ د راپور د خپرولو غوښتنه وکړي. هغه ټینګار کړی چې د پکتیاوال کورنۍ حق لري د هغه د مړینې حقیقت وپېژني.

بل لور ته، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د پکتیاوال د نیولو دفاع کړې او ادعا یې کړې چې نوموړی مخکې د خوراکي مرستو د درغلۍ او غلا په تور نیول شوی و، خو په هېڅ یوه قضیه کې محکوم شوی نه و.

د دغې ادارې په وینا، پکتیاوال د توقیف مرکز ته د لېږد پر مهال د کومې ناروغۍ یا د درملو د حساسیت شتون رد کړی و، خو څو ساعته وروسته یې د ساه لنډۍ او د سینې درد شکایت وکړ او روغتون ته ولېږدول شو.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د بل سهار روغتیايي کارکوونکو د هغه د ژبې پړسوب ولید، د اپي‌نېفرین ستن یې ورته وکاروله، خو شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته یې مړینه اعلان شوه.

خو د پکتیاوال کورنۍ د هغه په بدن کې د میتامفیتامین د شتون ادعا په کلکه ردوي. د کورنۍ وکیل او ملاتړو ویلي چې دویمه کالبدشکافي هم د وینې د نمونې د نشتوالي له امله نه ده توانېدلې دغه ادعا تایید یا رد کړي.

د پکتیاوال مېرمنې هم ویلي، د نیول کېدو پر مهال یې هڅه وکړه د خپل مېړه د سالنډۍ سپرې د کډوالۍ مامورانو ته وسپاري، خو هغوی له اخیستو انکار وکړ.

د نوموړي ورور د امریکايي چارواکو موندنې رد کړې او ویلي یې دي: «دا کومه پېښه ده؟ موږ یوازې حقیقت غواړو.»

امسو: د جاوید نیازي خوشې کېدل بسنه نه کوي باید ټول بندي خبریالان ازاد کړل شي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۲۳ GMT+۱
امسو: د جاوید نیازي خوشې کېدل بسنه نه کوي باید ټول بندي خبریالان ازاد کړل شي
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو)ویلي، چې د «پیګرد» خبري اژانس مسوول جاوید نیازی له نږدې دوو میاشتو بند وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوی. امسو ټینګار کوي چې د یوه خبریال خوشې کېدل د رسنیو د ازادۍ د تضمین لپاره بسنه نه کوي او ټول بندي خبریالان باید بې‌قید او شرط ازاد شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې جاوید نیازی د روان کال د غويي په ۱۶مه د طالبانو د استخباراتو ادارې ته تر احضارېدو وروسته نیول شوی و.

د اعلامیې له مخې، سره له دې چې جاوید نیازی خوشې شوی، خو ډیری خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د جاوید نیازي نیول، محاکمه او بند «د بشري حقونو او د رسنیو د ازادۍ د اصولو ښکاره نقض» بللی او په افغانستان کې یې د خبریالانو د دوامدارو نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپل مسلکي کار د ترسره کولو یا د بېلابېلو پلمو له امله له ګواښ، محاکمې او زندان سره مخ نه شي.

سازمان له طالبانو غوښتي چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان بې‌له کوم شرطه خوشې کړي، د خبریالانو اساسي حقونو، لکه مدافع وکیل ته د لاسرسي، عادلانه محاکمې او د کاري خوندیتوب درناوی وکړي.

په اعلامیه کې همداراز له طالبانو غوښتنه شوې چې له اجباري اعترافونو او هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د بشري حقونو خلاف وي، او په افغانستان کې د رسنیو لپاره د آزاد، خوندي او خپلواک فعالیت زمینه برابره کړي.

د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د حنه وړک برید په اړه د پښتنو سیاستوالو غبرګونونه؛ د غندنې ترڅنګ پر دولتي تګلارو نیوکې
100%

د عوامي نشنل ګوند غړي خان زمان کاکړ او د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې د وروستي برید په اړه غبرګونونه ښودلي دي. داوړ دغه برید غندلی، خو کاکړ ویلي چې دا پېښه په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د ناامنیو د تکرار یوه بېلګه ده.

د ملي ډیموکراټیک خوځښت مشر او د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ د بلوچستان په حنه وړک سیمه کې وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې تاوتریخوالي د خلکو لپاره یوازې غم او زیانونه رامنځته کړي دي.

داوړ په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «د حنه وړک د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکه غندم. د هغو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوم.»

هغه ټینګار کړی چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي او د خلکو ژوند باید د جګړو او بریدونو قرباني نه شي.

بل لور ته، د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي خان زمان کاکړ دغه پېښه د پښتنو سیمو د اوږدمهالو ناامنیو له بهیر سره تړلې بللې ده.

کاکړ په خپل ایکس پوسټ کې ویلي: «هغه څه چې نن په کوټه کې د حنه وړک په سیمه کې روان دي، په پښتني سیمو کې د تېرو دوو لسیزو د هر دویم کلي کیسه ده.»

هغه زیاته کړې چې د دغو تجربو باید زده کړه وشي او په وینا یې، دولت باید په مستقیم ډول د امنیتي وضعیت په اړه ځواب ویونکی وبلل شي.

کاکړ همدارنګه د «پوځي نفوذ پراختیا» د ماډل د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د سې‌شنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
د سې‌شنبې په ورځ به په کندهار او هلمند کې د پولیو ضد واکسین نوی کمپاین پیل شي
100%

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ اعلان کړی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سې‌شنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین نوی کمپاین پیلېږي.

دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین به د سې‌شنبې په ورځ د کندهار ښار، د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د دغو دواړو ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ترسره شي.

بنسټ له ټولو کورنیو غوښتي چې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي، څو په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ټینګار کړی چې د پولیو ضد واکسین د دې ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده او د کمپاین بریا د کورنیو له همکارۍ سره مستقیم تړاو لري.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم ویلي وو چې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو درملنه نه لري، خو د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی او هر ماشوم باید د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې، او روغتیايي ادارې په پرله‌پسې ډول د واکسین کمپاینونه د دغې ناروغۍ د محوې لپاره مهم بولي.

صدیق صدیقي: د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه کړ

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
صدیق صدیقي: د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه کړ
100%

د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مشر او د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال الکساندر ډي کرو، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي او د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل یې د طالبانو واکمني بللې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي وو، د افغانستان شاوخوا درې پر څلورمه برخه وګړي، چې نږدې ۲۹ میلیونه کسان کېږي، د خپلو لومړنیو او اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

صدیقي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي: «دا هم د ملایانو د حاکمیت پایله ده. د طالبانو د رژیم په پنځه کلنه واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ له تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه ګرځېدلی او له ۴۰ میلیونه وګړو څخه ۲۹ میلیونه یې په فقر او بېوزلۍ کې ژوند کوي.»

هغه د طالبانو پر مشرانو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د لوږې، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، طالب مشران د هېواد د سرچینو او کانونو په کنټرول، اداري فساد، سوداګریزو فعالیتونو او د هوسا ژوند په تېرولو بوخت دي.

د صدیقي په وینا، د افغانستان اقتصادي وضعیت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بې‌ساري ډول خراب شوی او میلیونونه افغانان د بشري مرستو پر اړتیا تکیه کوي.