• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د ښځو د خوځښت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د «ښځو د خوځښت شبکې» په نوم اعتراضي غورځنګ د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف رسمي سند دی.

دغه غورځنګ د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، په خپره کړې اعلامیه کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینې ترسره کېدل وغندل او ویې ویل: «د نجونو پرته کانکور د عدالت، انسانیت او د نړۍوال وجدان د سقوط سند دی».

په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو له ګډون پرته د کانکور د پایلو اعلان د بریا ورځ نه، بلکې د عدالت، برابرۍ او د افغانستان د راتلونکي د خښولو ورځ ده.

د ښځو د خوځښت شبکې غړو د طالبانو له‌خوا پر میلیونونو نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت یوازې د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې د کلونو چوپتیا، بې‌عملۍ او ناکامو سیاستونو نتیجه هم ده.

اعتراض کوونکو ښځو ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او ازادیو په محدودولو سره د جنسیتي اپارتاید زمینه برابره کړې او د افغانستان د نجونو راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی همداراز ویلي، د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو چوپتیا او بې‌پروايي طالبان لا زړور کړي او د ښځو حذف یې پر یوې عادي تګلارې بدل کړی دی.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اندېښنو له څرګندولو او تکراري ژمنو هاخوا، د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب‌ورکولو او د افغان ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزناک او پرېکنده اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د سراسري کانکور پایلې اعلان کړې؛ هغه ازموینه چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه.

طالبانو یوازې په ۱۴۰۱ کال کې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړې وه، خو د پایلو له اعلان وروسته یې هغوی ته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورنه کړه. له هغه وروسته د کانکور ټولې ازموینې د نجونو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

تازه نظرپوښتنه: ۷۵ سلنه خلک د طالبانو له ادارې ناخوښي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
تازه نظرپوښتنه: ۷۵ سلنه خلک د طالبانو له ادارې ناخوښي دي
100%

د زاویه نیوز په یوې تازه نظرپوښتنه کې چې ۱،۷ میلیونه کسانو په کې برخه اخیستې، نږدې۷۵،۴ سلنه ګډونوالو د طالبانو له ادارې څخه نارضایتي ښودلې ده. په مقابل کې یوازې ۲۱ سلنه خلکو د دغه نظام ملاتړ کړی او ۳،۶ سلنه نور بې‌طرفه پاتې شوي دي.

دغه غیر رسمي ګډه نظرپوښتنه د نمونوي سروې او پر ټولنیزو شبکو د غبرګونونو په بڼه ترسره شوې، چې پکې لس نیم زره کسانو د خوښولو تڼۍ کښېکاږلې او نږدې ۹ زره نورو پرې مثبت او منفي کمنټونه لیکلي دي.

زاویه نیوز وایي، په دغه سروې کې د امنیتي وېرې له امله ۳۶۵۲ کسانو په تېرو څلورو ورځو کې د واټس‌اپ له لارې خپل غبرګونونه استولي چې ټول د افغانستان له دننه څخه دي.

په دغو پیغامونو کې ۱۱۷۳ پیغامونه د طالبانو د ټیټپوړو جنګیالیو دي چې د خپلو ملګرو او مشرانو له اخلاقي او مالي فساد، خپلوي پالنې او د ودونو په مسایلو کې له ښکېلتیا شکایت کوي. دغو جنګیالیو ویلي چې جهاد دوی وکړ، خو په مقرریو کې مشرانو خپلو کورنیو ته لومړیتوب ورکړ او دوی اوس د خپلو وژل شویو ملګرو یتیمانو ته مخ نه لري. پاتې ۲۴۷۹ واټس‌اپ کاروونکو چې منتقدین دي، ویلي چې د وېرې له امله په کمنټونو کې نظر نه شي لیکلی او له اوسني نظامه ناخوښه دي.

پر فېسبوک بیا د دغې نظرپوښتنې غبرګونونه له افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو څخه ښودل شوي دي. په کمنټونو کې ۲۸ سلنه کسانو د طالبانو له نظام څخه بشپړ رضایت ښودلی چې د امنیت ښه والی، له زورواکو خلاصون او بیارغونه یې د دلايلو په توګه یاد کړي دي.

د جمشېد افغان، دادالله عادل، احمد نبي بصیرت او حمزه اشنا په څېر طالب ملاتړو لیکلي چې په اسلامي نظام خوښ دي او د امنیتي ثبات او ملي حاکمیت په برخو کې پرمختګ شوی دی. په مقابل کې، ۶۷ سلنه فېسبوک کاروونکو نارضایتي ښودلې او ۵ سلنه بې‌طرفه پاتې شوي دي. د جاوید عابد، کامران پښتون، حفیظ الله تراب او خالد افغان په څېر منتقدینو لیکلي چې د طالبانو لاسته راوړنه د نجونو د زده‌کړو بندیز، فقر، د کادرونو تېښته او د هېواد ډیپلوماټیکه انزوا ده.

پر اېکس شبکه بیا دغه نظرپوښتنه ۲۹ زره کسانو لیدلې چې له ۳۰۳ څرګند شویو نظرونو څخه ۷۱ سلنه د طالبانو په ملاتړ، ۲۲ سلنه د هغوی په مخالفت کې دي او ۷ سلنه نورو زاویه نیوز ته سپکې سپورې لیکلې دي. په دغه نظرپوښتنه کې د ټولو راټولو شویو غبرګونونو پر اساس، ۶۷ سلنه خلکو پر فېسبوک، ۱۰۰ سلنه پر واټس‌اپ او ۲۲ سلنه پر اېکس د طالبانو له حکومته نارضایتي ښودلې ده. په مقابل کې، ۲۸ سلنه پر فېسبوک، ۷۱ سلنه پر اېکس او صفر سلنه پر واټس‌اپ د طالبانو د نظام ملاتړ کړی دی. په دغه سروې کې یوازې ۵ سلنه ښځو برخه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو لوی بحران سره مخ دی. د دغه نړیوال سازمان د ارزونو پر بنسټ، په هېواد کې د بېکارۍ او سخت فقر تر څنګ، وچکالۍ او طبیعي پېښو هم د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د زاویه نیوز په دغه نظرپوښتنه کې د خلکو له خوا د مطرح شویو اندېښنو یوه لویه برخه هم همدا اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه او د هېواد مبهمه راتلونکې جوړوي چې د عامو خلکو او حتی د طالبانو د ځینو ټیټپوړو غړو ترمنځ یې د نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.

د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه له پاکستان او ایران څخه ۴۹۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲۶۱۵ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته ستنې کړل شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر تر څنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي.

د دغه راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د تورخم له لارې راستانه شوي چې د ۴۱۳ کورنیو ۲۱۹۹ تنه پکې شامل دي او له هغې جملې څخه ۴۰۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي. راپور زیاتوي، دغه راز د سپین بولدک له لارې ۷۵ کورنۍ چې ۳۷۵ تنه کېږي هېواد ته داخلې شوې دي، چې له دې ډلې ۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد په موخه ترانسپورټي اسانتیاوې ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې د هرات د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي او په کابل کې هم ۹۰ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې په عمري کمپ او نورو سیمو کې پر راستنېدونکو کډوالو ۷۴۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۵۱۲ سیمکارتونه وېشلي او له سلګونو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

خبرپاڼه وایي، د ځمکو د وېش په برخه کې، په تېره یوه اوونۍ کې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۶۱۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستل کېدو اړوند د عملیاتو یوه نوې او پرخه څپه پیل کړي. د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو شمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلا وطنه شوي،‌ دغو عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړی دي.

دوی وار له دمخه له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه غوښتنه کړې، څو پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو د ترسراوي مخنیوی وشي.

ثریا دلیل: د رسمیت نشتوالي له امله طالبان د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق نه لري

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۱
ثریا دلیل: د رسمیت نشتوالي له امله طالبان د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق نه لري
100%

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره ثریا دلیل، وایي چې ملګري ملتونه طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني او له همدې امله دغه ډله د دې سازمان په غونډو کې د ګډون لپاره نه بلل کېږي.

د اغلې دلیل په وینا، د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو یوه فرعي څانګه ده او په پرېکړه لیکونو، رایې ورکولو او پرېکړو کې د هېوادونو استازولي د ملګرو ملتونو له عمومي پرېکړو سره همغږې وي.

هغې زیاته کړې، څرنګه چې ملګري ملتونه طالبان په رسمیت نه پېژني، نو ځکه دوی د پرېکړو او رایې ورکولو په غونډو کې د ګډون حق نه لري او د هېوادونو استازولي د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ کېږي. د روغتیا پخوانۍ وزیرې همدارنګه اشاره کړې، چې د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ لا هم د ملګرو ملتونو په مقر کې رپاند دی، چې دا د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندنې ښکاره نښه ده.

تېره ورځ د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې یوې غونډې ته وویل چې دوی د روغتیا اړوند نړیوالو ناستو کې د ګډون لپاره نه بلل کېږي.

د هغه دا ګیله داسې مهال ده چې د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او د امریکا پراختیایي مرستو له بندیدو سره په ټول هېواد کې لسګونه روغتیایي مرکزونه تړل شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د دغو مرستو د بندیدو او روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه تر پخوا ډېره شوې ده.

طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ۵۰ هوکړه لیکونو د لاسلیکولو خبر ور کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
طالبانو د یو میلیارد ډالرو  په ارزښت د ۵۰ هوکړه لیکونو د لاسلیکولو خبر ور کړی
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي چې د صنعت او کانونو د اونۍ د پنځم نړیوال نندارتون پر مهال د افغانستان د خصوصي سکټور او ایران او نورو بهرنیو لوریو ترمنځ د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ۵۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوراګری وزارت د معلوماتو له مخې، نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) د دغه نندارتون د پای په مراسمو کې ویلي چې طالبانو د صنعتي سکټور د ملاتړ لپاره د صنعتي ماشین الاتو ګمرکي تعرفې راکمې کړې، د فابریکو د اړتیا وړ خام مواد یې له ګمرکي محصول څخه معاف کړي او د صنعتي ښارګوټو د پراختیا او د فعالیت جوازونو د صادرولو د بهیر د اسانتیا لپاره یې ګامونه اخیستي دي.

هغه همداراز ویلي چې دوی په پام کې لري د عوایدو مالیه له ۲۰ سلنې څخه ۱۰ سلنې ته راکمه کړي او د نویو صنعتي برخو لپاره پنځه کلن مالیاتي معافیت په پام کې ونیسي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر له صنعتکارانو وغوښتل چې په غیرمجازو سیمو کې د فابریکو له جوړولو ډډه وکړي، له «ناسمې سیالۍ» څخه ځان وساتي او د خپلو تولیداتو بیې په «مناسب» ډول وټاکي.

د صنعت او کانونو د اونۍ پنځم نړیوال نندارتون د چنګاښ پر۱۰مه نیټه، په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دغه نندارتون کې د کورنیو تولیداتو ننداره د افغانستان صنعتي وده ښيي.

په دغو مراسمو کې په کابل کې د ایران سفیر هم ګډون کړی و.

علي‌رضا بیکدلي ووویل، چې د ایران او طالبانو اړیکې په رغنده لوري روانې دي، چې دده په وینا، دواړو هېوادونو او سیمې د همکاریو د ښه کېدو لامل ګرځي.

متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو د ستونزو په اواري کې همکاري وغوښته

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو د ستونزو په اواري کې همکاري وغوښته
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له دوو لوړپوړو چارواکو سره د افغان کډوالو د وضعیت، جبري اخراج، بشري او پراختیايي مرستو، بدیل معیشت او د راستنېدونکو د اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي. متقي له ملګرو ملتونو نه په بهر کې د توقیف افغانانو په تړاو همکاري غوښتې.

د طالبانو دبهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له اداره کوونکي الکساندر ډي کرو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر(UNHCR) برهم احمد صالح سره د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی د راستنېدو پر مهال د رامنځته کېدونکو بشري ستونزو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

متقي ویلي چې دواړو ادارو د راستنېدونکو د هرکلي او لومړنیو خدمتونو لپاره پراخ اقدامات کړي، خو د دایمي مېشتېدو، د معیشت د برابرولو او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره لا ډېرو پراختیايي همکاریو ته اړتیا شته.

متقي د کوکنارو د کښت له منځه وړل یوه مهمه لاسته راوړنه بللې خو د بدیل معیشت، کرنیزو پروژو، د خصوصي سکټور پیاوړتیا او د کارموندنې پروګرامونو پلي کول یې د دې بریا د دوام لپاره اړین بللي دي.

نوموړي همدارنګه د هغو افغانانو ستونزې یادې کړې چې په ځینو هېوادونو کې د هویتي اسنادو د نشتوالي له امله له قانوني ستونزو او توقیف سره مخ دي او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) اداره کوونکي الکساندر ډي کرو،په افغانستان کې امنیت، ټولیز ثبات او د کوکنارو د کښت له منځه وړل مثبت پرمختګونه وبلل او زیاته یې کړه، چې اوس باید د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، کارموندنې، بدیل معیشت او بنسټیزو خدمتونو په برخو کې هم عملي ګامونه واخیستل شي.

وزارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم احمد صالح له قوله ویلي چې د کډوالو عالي کمېشنري د افغان کډوالو د جبري ایستلو ملاتړ نه کوي او هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره خبرې وکړي، څو د افغان کډوالو ستنېدل په داوطلبانه، خوندي، باعزته او انساني ډول ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د درې اړخیزو همکاریو د میکانېزمونو پر پیاوړتیا هم کار روان دی، څو د افغان کډوالو ستونزو ته دوامدار او مناسب حل وموندل شي.