• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي ۸۲زره ستنو شویو کډوالو ماشومانو ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت خبر ورکړی، چې د تېر ښوونیز کال پرمهال یې هېواد ته د ۸۲زره تازه ستنو شویو کډوالو ماشومانو لپاره په بېلابېلو ښوونځيو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

خو ډېری خلک د راستنېدونکو زده‌کوونکو د جذب لپاره د ښوونځیو ظرفیت، د درسي خونو کمښت، د ښوونکو اړتیا، درسي مواد او د زده‌کړې کیفیت له مهمو ننګونو ګڼي.
حمدالله فطرت زیاته کړې، چې د تېر ښوونیز کال پرمهال د هېواد په کچه له ۸۲زره ۸۳۲ ستانه شويو څخه د ښوونیزې سویې ازموینه اخیستل شوې او بېلابېلو ښوونځيو ته ورپېژندل شوي دي. د هغه په خبره؛ ستنو شویو کورنیو ته د زده‌کړو فرصتونو برابرلو لړۍ لاهم دوام لري.

هغه وایي، د ستنو شویو ماشومانو لپاره د کډوالۍ اسنادو نشتوالی د دوی د زده‌کړو لپاره خنډ نه‌دی. هغه په دې اړه ویلي: «هغه ستانه شوي‌ ماشومان چې د کډوالۍ پرمهال ښوونیز اسناد نه‌لري‌، د اسنادو نشتوالی یې د زده‌کړو خنډ نه‌دی، د کډوالۍ وزارت سره ځانونه تثبیتولای شي او هغوی ورته ځانګړی مکتوب ورکوي».

که څه هم طالبان په ښوونځیو او مدرسو کې د لسګونه زره ستنو شویو زده‌کوونکو د شاملېدو خبره کوي؛ خو د پوهنې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې ښوونځي ته شاملول بسنه نه‌کوي، بلکې د زده‌کړې کیفیت، دوام او مناسب چاپېریال هم مهم دی.

ډېری ستنې شوې کورنۍ اندېښنه ښيي، که د راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړې اړتیاوو ته پاملرنه ونه شي؛ ښايي یوشمېر ماشومان له زده‌کړې پاتې او یا د ښوونیز نظام له ستونزو سره مخ شي.

افغانستان لا له وړاندې د ښوونیزو امکاناتو له کمښت، د ښوونکو د اړتیا او د زده‌کوونکو د زیاتوالي له ننګونو سره مخ دی. د راستنېدونکو زده‌کوونکو زیاتوالی د پوهنې پر نظام د لا ډېرو خدمتونو او پلان جوړونې اړتیا رامنځته کړې ده.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څو میاشتو سختې ناروغۍ وروسته ومړ. نوموړی له اوږدې مودې راهیسې د هند د نوي ډیلي ښار په یوه روغتون کې د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو له ناروغۍ کړېده.

د شاپور ځدران ورور غمي ځدران د نوموړي مړینه تایید کړې. د راپورونو له مخې؛ شاپور ځدراڼ د وینې او معافیتي حجرو د بې‌کچې فعالېدو ناروغي (HLH) په څلورم پړاو اخته و.

شاپور د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هند ته ولاړ او له هماغه وخت راهیسې په روغتون کې بستر و. د هغه ورور وایي، چې شاپور له سختو عفونتونو سره مخ شوی و او حتا نری رنځ (توبرکلوز) یې مغز ته هم خپور شوی و.

د مارچ پر ۲۶مه نېټه د نوموړي د هډوکو د مغز ازموینې وښوده، چې د HLH ناروغۍ په څلورم پړاو کې دی. وړاندې هندي رسنیو راپورونو ورکړی و، چې شاپورځ دراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په ۳۰مه له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلان کړې وه. نوموړي پر فېسبوک پاڼه له نړۍوال کرېکټ څخه د مخه ښې په پیغام کې لیکلي و: «نن هغه ورځ راورسېده، چې ما هیڅکله نه غوښته خو د هر لوبغاړي په ژوند کې دغه ورځ راځي. زه له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او مینې وروسته د افغانستان له نړۍوال کرېکټ څخه استعفا اعلانوم».

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه د نیدرلنډ پر وړاندې د ۲۰۰۹کال د اګسټ پر ۳۰مه نېټه او وروستۍ لوبه د ایرلینډ پر وړاندې د ۲۰۱۹کال د مارچ په ۱۰مه نېټه کړې وه.

ځدراڼ خپل لومړنۍ شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېته د اېرلنډ پر وړاندې او وروستۍ لوبه هم د همدغه هېواد پر وړاندې د ۲۰۲۰کال د مارچ پر ۸مه نېټه ترسره کړې.

شاپور د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی او ۴۳ وېکټې یې اخیستې دي او په ۳۶ نړۍوالو شل اوریزو لوبو کې یې ۳۷ وېکټې اخیستې دي. د کرېکټ لوبغاړو او مینه‌والو د هغه مړینه لویه ضایع بللې، خواشینۍ یې ښودلې او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د برېښنا په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف؛ افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ د خلکو ژوند ټکنی کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۹ GMT+۱
د برېښنا په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف؛ افغانستان کې د برېښنا پرچاوۍ د خلکو ژوند ټکنی کړی
100%

د برېښنا په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف د کابل او یوشمېر نورو لویو ولایتونو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په لېږلو پیغامونو کې د برېښنا پرچاوۍ په اړه شکایت کړی. دوی وایي، د هوا له ګرمېدو سره د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې او ورځنی ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

منیره چې د کابل ښار د خیرخانې مېنې اوسېدونکې ده افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې په استول شوي پیغام کې ویلي، د دوی په سیمه کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.
د هغې په وینا؛ وړمه ورځ یې په ټوله شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لرله. نوموړې زیاتوي، د برېښنا د نشتوالي له امله یې ماشومان د سختې ګرمۍ له امله کړېږي.

له ننګرهار نه نصیر احمد (مستعار نوم) هم د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کړی دی. هغه وایي، ننګرهار یو ګرمسیر ولایت دی او په اوړي کې خلک تر بل هر وخت ډېرې برېښنا ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدل ځوانان اړ باسي، د لامبو لپاره سیندونو او بندونو ته ولاړ شي چې له امله یې هر کال یوشمېر کسان په اوبو کې ډوبېږي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په تازه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې یوازې ۳۳ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري او دغه کچه په کلیوالو سیمو کې تر ۲۰ سلنې هم ټیټه ده.
د راپور له مخې؛ په افغانستان کې په یوه ساعت کې د هر وګړي کلنی د انرژۍ لګښت شاوخوا ۷۰۰ کیلو واټه دی، چې د نړۍوالې منځنۍ کچې پرتله نږدې ۳۰ کمښت ښیي. د یادې ادارې په وینا؛ دغه وضعیت د هېواد د اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې یوه جدي ننګونه ده.
بلال چې د کابل ښار د مکروریانو سیمې اوسېدونکی دی وایي، د برېښنا پرچاوۍ یې ورځنۍ چارې ګډوډې کړې دي. هغه چې بازار ته نږدې د خیاطۍ دوکان لري وایي، د برېښنا د پرله‌پسې تګ‌راتګ له امله په سختۍ خپل کار پر مخ وړي.

بل لور ته د برېښنا ریاست یوه کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د برېښنا د پرچاوۍ اصلي لامل د تولیدي او وارداتي برېښنا پرتله د تقاضا زیاتوالی دی.
د هغه په وینا؛ د هوا له ګرمېدو سره خلک په کورونو او رسمي دفترونو کې د هوا د یخولو لپاره برېښنایي وسایل ډېر کاروي، چې د شبکې پر ظرفیت فشار زیاتوي او له همدې امله اړ کېږي چې د وېش د ځانګړي مهالوېش له مخې برېښنا پرې کړي.

هغه دا هم ویلي، چې د برېښنا د عوارضو لپاره پر خپل وخت رسېدنه کېږي او د پرچاوۍ لامل عوارض نه‌دي؛ بلکې د برېښنا د اړتیا لوړېدل دي. د هغه مهالوېش له مخې چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته رسېدلی، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ شاوخوا د درېیو ساعتونو لپاره په پرله‌پسې توګه د برېښنا پرچاوي عملي کېږي او دغه وېش پر ټولو سیمو تطبیقېږي.

له بلې خوا د طالبانو د ریس‌الوزرا اقتصادي مرستیال رسنیز دفتر ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د برېښنا د انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان تصویب کړی او د ملا هبت‌الله اخوندزاده له‌خوا هم منظور شوی دی.

طالبان وایي، د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان تکیه کمه شي. دوی هیله څرګنده کړې، چې له دې لارې به هېواد د انرژۍ د ځان‌بساینې او انرژۍ د خوندیتوب ټاکل شویو موخو ته ورسېږي.

افغانستان دامهال د خپلې برېښنا ډېره برخه له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان څخه واردوي. د دغې وارداتي برېښنا لګښتونه لوړ دي او طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې څو ځله ژمنه کړې چې د کورني تولید د زیاتولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي؛ خو تر اوسه د برېښنا د تولید په برخه کې د پام وړ عملي پرمختګ نه‌دی لیدل شوی.

د طالبانو مشر د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړ

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
د طالبانو مشر د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړ
100%

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د ملابرادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان تایید او د ملاهبت الله اخوندزاده له‌خوا منظور شوی. طالبانو ویلي، د دغه پلان په عملي کولو سره به پر وارداتي برېښنا تکیه را کمه شي.

دغه رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «په یاد پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي».

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا رامنځته او پر وارداتي برېښنا به تکیه هم راکمه شي. طالبانو هیله ښودلې، چې له دې سره به د ځان بسیاینې او د انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ ټاکل شويو موخو ته ورسېږي.

افغانستان اوس‌مهال خپله ټوله تکیه له ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان څخه په وارداتي برېښنا لري. د دغه برېښنا لګښتونه هم د پام وړ لوړ دي‌ او طالبانو په وار، وار د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ژمنه کړې، چې په کور دننه د تولیدي برېښنا د ډېروالي لپاره هڅه کوي؛ خو په عملي ډول کوم اقدام نه تر سترګو کېږي.

طالبان وایي تېرکال یې د عامه نظم د خوندیتوب په موخه ۱۴۵زره د موټر چلوونې جوازونه وېشلي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
طالبان وایي تېرکال یې د عامه نظم د خوندیتوب په موخه ۱۴۵زره د موټر چلوونې جوازونه وېشلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېرکال یې د عامه نظم د خوندیتوب، د ترافیکي پېښو د مخنیوي او خدماتو ډیجیټل کولو په موخه ۱۴۵زره د موټر چلوونې جوازونه وېشلي دي. دغه وزارت زیاته کړې، په ورته موده کې یې ۳۸۸زره جواز سیرونه هم وېشلي دي.

یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېرکال یې ۱۸۱ غلا شوي وسایط هم کشف او بېرته ترلاسه کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د اداري پړاوونو په کمولو او ډیجیټل کولو سره هېوادوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې او پر لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه روانه ده».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په مرکز او ولایتونو کې د ترافیکي نظم د لا ښه‌والي لپاره د واټ جلا کوونکو نښو د نصب او د ۱۲۰زره متره مربع سړکونو د خط اچونې رغنده پروژې پلي شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې هرکال سلګونه کسان د ترافیکي پېښو له امله مري او زرګونه نور ټپیان کېږي. ډېری موټر چلوونکي او پر لویو لارو تلونکي مساپر د سړکونو خراب وضعیت، د ترافیکي قوانینو نه مراعت، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، چټک او خطرناکه مزل، د وسایطو تخنیکي نیمګړتیاوې او په غرنیو لارو کې د خوندیتوب اسانتیاوو نشتوالی د دغه پېښو له مهمو لاملونو ګڼي.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو د مهارتونو او اقتصادي ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کړی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۹ GMT+۱
ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو د مهارتونو او اقتصادي ونډې پر پیاوړتیا ټینګار کړی
100%

په داسې حال کې چې افغانستان له ژور اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ دی او د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه د پراختیا پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي؛ ملګرو ملتونو د ښځو د مهارتونو د لوړولو او د هغوی د اقتصادي ونډې پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، چې په کابل کې یې د «چلنج فنډ» او د «سیسیها» پروژې له لارې ۲۰ ښځې د لمریزې برېښنا د تخنیکرانو په توګه روزلې دي. د دغه پروګرام له مخې؛ دغو ښځو د لمریزو برېښنايي سیستمونو د نصب، ساتنې او بیا کارونې عملي مهارتونه زده‌ کړي او اوس د روغتیا او زده‌کړو له ۵۰ څخه د ډېرو مرکزونو د لمریزې برېښنا د سیستمونو د تخنیکي ملاتړ چارې ترسره کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه نوښت داسې مهال ترسره کېږي چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند ګڼ محدودیتونه لګېدلي. د دغه سازمان په وینا؛ د ښځو د مهارتونو پراختیا او د کار زمینې برابرول د هېواد د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره مهم دي.

د یادې ادارې په باور؛ د ښځو ګډون کولای شي د افغانستان د انرژۍ سکټور پیاوړی کړي او د یو ټول‌ګډونه او دوامداره راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي. دغه اداره وايي، چې د انرژۍ په برخه کې به د ښځو د ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي موسسې وروستی راپور ښیي چې د دغه پروګرام د ټولنیز ـ اقتصادي ارزونې له مخې ۷۴ سلنه افغانان لا هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزې سره مخ دي.

راپور وايي، کمزوری اقتصاد، د ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکې اغېزې او د ښځو د ونډې کمېدل د خلکو پر معیشت او اساسي خدمتونو فشارونه لا زیات کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د ۲۰۲۵کال تر پایه د افغانستان اقتصادي او ټولنیز وضعیت لاهم نازک او له ستونزو سره مخ دی او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه زیات شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو د زده‌کړو، کار، روغتیايي خدمتونو او ټولنیز حضور په برخو کې لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د دوامدار پرمختګ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ ګڼل کېږي.