سياېناېن: د امریکا د جنګ وزیر به د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره اسراییل ته سفر وکړي

سياېناېن د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د جنګ وزیر پیټ هېګست په پام کې لري د چهارشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره اسراییل ته سفر وکړي. تر اوسه څرګنده نه ده چې پر ایران د امریکا د تېرې شپې له بریدونو وروسته به په دې سفر کې کوم بدلون راشي او که نه.
