• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوراج سینګ او شعیب اختر د شاپور ځدران مړینه د افغانستان د کرېکټ لپاره لویه ضایع بللې

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د هند د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي یوراج سېنګ او پاکستاني پخواني تېز توپ اچوونکي شعیب اختر د افغانستان د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. دواړو شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ لپاره یو ریښتینی اتل بللی دی.

یوراج سېنګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د داسې چا له لاسه ورکول چې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي دي، تل زړه ماتوونکی وي. هغه زیاته کړې چې د شاپور ځدراڼ مینه او ژمنتیا به تل په یاد وساتل شي.

د هند دغه پخواني ستوري د شاپور ځدراڼ کورنۍ او د افغانستان د کرېکټ ټولنې ته د خپلې ژورې ډاډګېرنې او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. د شاپور ځدراڼ مړینې په کورني او نړیواله کچه د کرېکټ د مینه والو او لوبغاړو غبرګونونه پارولي دي.

هم‌مهاله د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر هم د شاپور ځدراڼ مړینه لویه ضایع بللې او د افغانستان د کرېکټ په وده کې یې د هغه رول د پام وړ بللی دی.

یوراج سېنګ په خپل پیغام کې د شاپور ځدراڼ مړینه د کرېکټ د نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده. هغه ویلي چې د افغانستان کرېکټ په نړیواله کچه د داسې لوبغاړو د هڅو له امله نن دغه مقام ته رسېدلی دی.

شاپور ځدراڼ چې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پخوانی چپ‌لاستی تېز توپ‌اچوونکی او د هېواد د کرېکټ له بنسټ اېښودونکو څخه و، د ۳۸ کلونو په عمر په نوې ډیلي کې د یوې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له څو میاشتو راهیسې په هند کې تر درملنې لاندې و او د افغانستان کرېکټ بورډ د هغه مړینه تایید کړې ده.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۱
د پاکستان استازی له بلغاریایي چارواکو سره په افغانستان کې د وسله‌والو د شتون اړه غږېدلی
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په اسلام‌اباد کې د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت له عمومي رییس پیتکو دویکوف او د دغه هېواد له سفیرې ایرینا ګانچیوا سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مسایلو او افغانسان کې د وسله‌والو ډلو د شتون په اړه یې ورسر خبرې کړي.

په دې کتنه کې دواړو لورو په ځانګړي ډول د پولې هاخوا ترهګرۍ او له افغانستان څخه د فعالو وسله والو ډلو لخوا د سیمې سولې او ثبات ته پر پېښو ګواښونو تمرکز کړی دی.

محمد صادق پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د بلغاریا له جګپوړو ډپلوماټانو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ګټو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه مفصلې خبرې وشوې. د هغه په وینا، په دې خبرو اترو کې تر ټولو لویه اندېښنه د هغو وسله والو ډلو په اړه وه چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کوي.

د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه او د پولې هاخوا بریدونه نه یوازې د پاکستان، بلکې د ټولې سیمې ثبات او ارامتیا خرابوي. په دې لیدنه کې د بلغاریا سفیرې ایرینا ګانچیوا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت عمومي رییس هم د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

تر اوسه په کابل کې د طالبانو چارواکو د پاکستان د ځانګړي استازي د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تل د هغو ادعاوو رد کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو او ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین په وروستیو شېبو کې مصر مات کړ او ۸ غوره پړاو ته یې لار ومونده

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۱
فوټبال نړیوال جام؛ ارجنټاین په وروستیو شېبو کې مصر مات کړ او ۸ غوره پړاو ته یې لار ومونده
100%

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د یوولس غوره پړاو (۱/۸ پایلوبې) کې له دوه ګوله شاته پاتې کېدو وروسته مصر ته په ۳-۲ ماتې ورکړه او د سیالیو ۸ غوره پړاو (کوارټر فاینل) ته یې لار پیدا کړه.

دغه لوبه د سې‌شنبې په ورځ ترسره شوه او لومړی د مصر یاسر ابراهیم په ۱۵مه دقیقه او بیا مصطفی زیکو په ۵۷مه دقیقه کې ګولونه ووهل او تر ۷۹مې دقیقې پورې یې دوه پر صفر مخکښي وساتله.

د ارجنټاین لوبغاړي کریستیان رومېرو په ۷۹مه دقیقه د توپیر کمولو ګول وکړ. پنځه دقیقې وروسته لیونل مېسي د لوبې د مساوي کولو ګول وواهه او لوبه یې ۲-۲ کړه.

په داسې حال کې چې لوبه د اضافي وخت وروستیو شېبو ته رسېدلې وه، انزو فرناندېز په۹۰+۳مې دقیقې کې درېیم ګول ترسره کړ او ارجنټاین ته یې بریا ورپه برخه کړه.

ارجنټاین تر هغه وړاندې د نړیوال جام له یوه ستر او ناببره حذف سره مخ و، خو د لوبې په وروستیو دقیقو کې یې نړیوال جام ته د بېرته راستنېدنو تاریخي شېبه ثبت کړه.

لیونل مېسي په دې لوبه کې د پنالټۍ د لارې د ګول وهلو فرصت هم له لاسه ورکړ. نوموړي په ۲۰مه دقیقه کې پنالټي ضایع کړه، چې دا په روان نړیوال جام کې د هغه دویمه ناکامه پنالټي وه.

مصر هم د لوبې پر مهال یو بل ګول ترسره کړی و، خو د ویډیويي مرستندویه داور(وي ای ار) له ارزونې وروسته د حملې په بهیر کې د تېروتنې له امله لغوه اعلان شو.

ارجنټاین به اوس د نړیوال جام په کوارټر فاینل کې د خپلې بلې سیالې لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د ښځو د خوځښت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
د ښځو د خوځښت شبکه: له نجونو پرته کانکور د جنسیتي اپارتاید رسمي سند دی
100%

د «ښځو د خوځښت شبکې» په نوم اعتراضي غورځنګ د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف رسمي سند دی.

دغه غورځنګ د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، په خپره کړې اعلامیه کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینې ترسره کېدل وغندل او ویې ویل: «د نجونو پرته کانکور د عدالت، انسانیت او د نړۍوال وجدان د سقوط سند دی».

په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو له ګډون پرته د کانکور د پایلو اعلان د بریا ورځ نه، بلکې د عدالت، برابرۍ او د افغانستان د راتلونکي د خښولو ورځ ده.

د ښځو د خوځښت شبکې غړو د طالبانو له‌خوا پر میلیونونو نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا وضعیت یوازې د طالبانو د کړنو پایله نه ده، بلکې د نړۍوالې ټولنې د کلونو چوپتیا، بې‌عملۍ او ناکامو سیاستونو نتیجه هم ده.

اعتراض کوونکو ښځو ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او ازادیو په محدودولو سره د جنسیتي اپارتاید زمینه برابره کړې او د افغانستان د نجونو راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی همداراز ویلي، د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو بنسټونو چوپتیا او بې‌پروايي طالبان لا زړور کړي او د ښځو حذف یې پر یوې عادي تګلارې بدل کړی دی.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د اندېښنو له څرګندولو او تکراري ژمنو هاخوا، د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب‌ورکولو او د افغان ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزناک او پرېکنده اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ کال د سراسري کانکور پایلې اعلان کړې؛ هغه ازموینه چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه.

طالبانو یوازې په ۱۴۰۱ کال کې نجونو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورکړې وه، خو د پایلو له اعلان وروسته یې هغوی ته پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورنه کړه. له هغه وروسته د کانکور ټولې ازموینې د نجونو له ګډون پرته ترسره شوې دي.

تازه نظرپوښتنه: ۷۵ سلنه خلک د طالبانو له ادارې ناخوښي دي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
تازه نظرپوښتنه: ۷۵ سلنه خلک د طالبانو له ادارې ناخوښي دي
100%

د زاویه نیوز په یوې تازه نظرپوښتنه کې چې ۱،۷ میلیونه کسانو په کې برخه اخیستې، نږدې۷۵،۴ سلنه ګډونوالو د طالبانو له ادارې څخه نارضایتي ښودلې ده. په مقابل کې یوازې ۲۱ سلنه خلکو د دغه نظام ملاتړ کړی او ۳،۶ سلنه نور بې‌طرفه پاتې شوي دي.

دغه غیر رسمي ګډه نظرپوښتنه د نمونوي سروې او پر ټولنیزو شبکو د غبرګونونو په بڼه ترسره شوې، چې پکې لس نیم زره کسانو د خوښولو تڼۍ کښېکاږلې او نږدې ۹ زره نورو پرې مثبت او منفي کمنټونه لیکلي دي.

زاویه نیوز وایي، په دغه سروې کې د امنیتي وېرې له امله ۳۶۵۲ کسانو په تېرو څلورو ورځو کې د واټس‌اپ له لارې خپل غبرګونونه استولي چې ټول د افغانستان له دننه څخه دي.

په دغو پیغامونو کې ۱۱۷۳ پیغامونه د طالبانو د ټیټپوړو جنګیالیو دي چې د خپلو ملګرو او مشرانو له اخلاقي او مالي فساد، خپلوي پالنې او د ودونو په مسایلو کې له ښکېلتیا شکایت کوي. دغو جنګیالیو ویلي چې جهاد دوی وکړ، خو په مقرریو کې مشرانو خپلو کورنیو ته لومړیتوب ورکړ او دوی اوس د خپلو وژل شویو ملګرو یتیمانو ته مخ نه لري. پاتې ۲۴۷۹ واټس‌اپ کاروونکو چې منتقدین دي، ویلي چې د وېرې له امله په کمنټونو کې نظر نه شي لیکلی او له اوسني نظامه ناخوښه دي.

پر فېسبوک بیا د دغې نظرپوښتنې غبرګونونه له افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او ځینو نورو هېوادونو څخه ښودل شوي دي. په کمنټونو کې ۲۸ سلنه کسانو د طالبانو له نظام څخه بشپړ رضایت ښودلی چې د امنیت ښه والی، له زورواکو خلاصون او بیارغونه یې د دلايلو په توګه یاد کړي دي.

د جمشېد افغان، دادالله عادل، احمد نبي بصیرت او حمزه اشنا په څېر طالب ملاتړو لیکلي چې په اسلامي نظام خوښ دي او د امنیتي ثبات او ملي حاکمیت په برخو کې پرمختګ شوی دی. په مقابل کې، ۶۷ سلنه فېسبوک کاروونکو نارضایتي ښودلې او ۵ سلنه بې‌طرفه پاتې شوي دي. د جاوید عابد، کامران پښتون، حفیظ الله تراب او خالد افغان په څېر منتقدینو لیکلي چې د طالبانو لاسته راوړنه د نجونو د زده‌کړو بندیز، فقر، د کادرونو تېښته او د هېواد ډیپلوماټیکه انزوا ده.

پر اېکس شبکه بیا دغه نظرپوښتنه ۲۹ زره کسانو لیدلې چې له ۳۰۳ څرګند شویو نظرونو څخه ۷۱ سلنه د طالبانو په ملاتړ، ۲۲ سلنه د هغوی په مخالفت کې دي او ۷ سلنه نورو زاویه نیوز ته سپکې سپورې لیکلې دي. په دغه نظرپوښتنه کې د ټولو راټولو شویو غبرګونونو پر اساس، ۶۷ سلنه خلکو پر فېسبوک، ۱۰۰ سلنه پر واټس‌اپ او ۲۲ سلنه پر اېکس د طالبانو له حکومته نارضایتي ښودلې ده. په مقابل کې، ۲۸ سلنه پر فېسبوک، ۷۱ سلنه پر اېکس او صفر سلنه پر واټس‌اپ د طالبانو د نظام ملاتړ کړی دی. په دغه سروې کې یوازې ۵ سلنه ښځو برخه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان دا مهال په نړۍ کې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو له یو تر ټولو لوی بحران سره مخ دی. د دغه نړیوال سازمان د ارزونو پر بنسټ، په هېواد کې د بېکارۍ او سخت فقر تر څنګ، وچکالۍ او طبیعي پېښو هم د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د زاویه نیوز په دغه نظرپوښتنه کې د خلکو له خوا د مطرح شویو اندېښنو یوه لویه برخه هم همدا اقتصادي ستونزې، د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیزونه او د هېواد مبهمه راتلونکې جوړوي چې د عامو خلکو او حتی د طالبانو د ځینو ټیټپوړو غړو ترمنځ یې د نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.

د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي

۱۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۷ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۱
د جبري ایستنو دوام؛ نږدې ۵۰۰ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول هېواد ته ستنې کړل شوي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د چنګاښ په ۱۶مه نېټه له پاکستان او ایران څخه ۴۹۷ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال ۲۶۱۵ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته ستنې کړل شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر تر څنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي.

د دغه راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال د تورخم له لارې راستانه شوي چې د ۴۱۳ کورنیو ۲۱۹۹ تنه پکې شامل دي او له هغې جملې څخه ۴۰۳ کورنۍ ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې دي. راپور زیاتوي، دغه راز د سپین بولدک له لارې ۷۵ کورنۍ چې ۳۷۵ تنه کېږي هېواد ته داخلې شوې دي، چې له دې ډلې ۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته د لېږد په موخه ترانسپورټي اسانتیاوې ترلاسه کړې دي.

راپور زیاتوي چې د هرات د اسلام کلا له لارې ۷ کورنۍ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي او په کابل کې هم ۹۰ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټې په عمري کمپ او نورو سیمو کې پر راستنېدونکو کډوالو ۷۴۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۵۱۲ سیمکارتونه وېشلي او له سلګونو کورنیو سره یې نغدي مرستې هم کړې دي.

خبرپاڼه وایي، د ځمکو د وېش په برخه کې، په تېره یوه اوونۍ کې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۶۱۵ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستل کېدو اړوند د عملیاتو یوه نوې او پرخه څپه پیل کړي. د افغانستان د جمهوري نظام تر سقوط وروسته یو شمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلا وطنه شوي،‌ دغو عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړی دي.

دوی وار له دمخه له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه غوښتنه کړې، څو پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو د ترسراوي مخنیوی وشي.