د پېښور د ارباب نیاز لوبغالی د هغه د خوبونو لومړنی شاهد و. هماغه ځای چې یو نری، جګ قد لرونکی افغان هلک به په ساعتونو - ساعتونو د توپ پسې منډې وهلې. نه یې پیسې لرلې، نه امکانات او نه یې تصور کاوه چې یوه ورځ به د نړۍ د کرېکټ تر ټولو لویو لوبغالو ته ورسېږي.
خو هغه یو شی درلود: هیله
هغه خوب چې افغانستان به یوه ورځ د نړۍ له سترو کرېکټي هېوادونو سره اوږه په اوږه سیالي کوي.
دا شاپور ځدراڼ و؛ هغه ځوان چې ژوند یې له کړاوونو پیل شو، افغانستان ته یې نوم وګاټه، په نړیوال سټېج وځلېد او نن د افغان کرېکټ د هغه اوږد قد لرونکي چټک توپ اچوونکي ژوند په یوه بل دردناک فصل پای ته ورسېد. د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه د هغه مړینه تایید کړه. نوموړی په یوې نادرې ناروغۍ اخته شوی و.
خو د شاپور کیسه لا هم ژوندۍ ده.
له لوګره تر پېښوره
شاپور ځدراڼ د ۱۹۸۷ کال د جولای په اتمه د لوګر ولایت په یوه ځدراڼه کورنۍ کې وزېږېد. د افغانستان د جګړو له امله یې کورنۍ پاکستان ته کډه شوه او د پېښور په شاوخوا سیمو کې مېشته شوه.
همدلته، د ارباب نیاز لوبغالي په چاپېریال کې هغه د کرېکټ له لوبې سره مینه پیدا کړه. د کرېک اینفو د معلوماتو له مخې، شاه پور شاوخوا د ۱۴ کلنۍ په عمر په جدي ډول د کرېکټ لوبه پیل کړه او په ۲۰۰۱ کال کې یې د هارډبال کرېکټ تجربه ترلاسه کړه.
هغه نسل چې په کډوالۍ کې لوی شوی و، ډېر څه یې نه لرل. خو یوه هیله یې لرله: افغانستان ته یو نوم جوړول.
د افغان کرېکټ د بنسټ اېښودنه
هغه وخت افغانستان لا د نړیوال کرېکټ په نقشه کې نه ښکارېده.
محمد نبي، اصغر افغان، کریم صادق، هستي ګل عابد، دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ د هغو ځوانانو له ډلې وو چې د افغانستان د کرېکټ د ودې لومړنۍ ډبرې یې کېښودې. دوی د محدودو امکاناتو، د مناسبو لوبغالو د نشتوالي او د جګړو د ستونزو باوجود لوبې کولې او د افغانستان کرېکټ یې له ټیټو نړیوالو ډویژنو تر نړیوال سټېج ورساوه.
شاپور د هغو لوبغاړو له ډلې و چې افغانستان یې د نړیوال کرېکټ په دروازه ورننویست.
د اوږدې منډې او تیز توپ سمبول
شاپور یوازې یو توپ اچوونکی نه و. هغه یو ځانګړی سټایل درلود. کله به چې د توپ اچولو لپاره له لرې واټنه منډه پیل کړه، اوږده وېښتان به یې په هوا کې الوتل. داسې ښکارېدل لکه د هغه هیلې چې غوښتل یې د افغانستان نوم د نړۍ د کرېکټ په اسمان کې ورپورته کړي.
نوموړی د افغانستان له لومړنیو مشهورو چپ لاسو چټکو توپ اچوونکو څخه و. هغه به توپ په سرعت، جذبه او تېز طبیعت اچاوه. د هغه انرژي او احساساتي لوبه د افغان لوبډلې د هویت برخه ګرځېدلې وه.
نړیوال کرېکټ ته رسېدل
شاپور ځدراڼ د ۲۰۰۹ کال په اګسټ کې د افغانستان لپاره خپله لومړنۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه ترسره کړه. په همدې لومړۍ لوبه کې یې د هالنډ پر وړاندې څلور وېکټې واخیستې او د نړیوال کرېکټ د پیل یادګاري شېبه یې ثبت کړه.
له هماغې ورځې وروسته، هغه د افغانستان د چټک توپ اچونې یوه مهمه ستنه وګرځېد.
نوموړي د افغانستان لپاره:
۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړې؛ ۳۶ شل اوریزې نړیوالې لوبې یې وکړې؛ ټولټال یې ۸۰ نړیوالې لوبې وکړې؛ او ۸۰ نړیوالې وېکټې یې واخیستې. د سکاټلنډ پر وړاندې هغه تاریخي ورځ
که د شاپور ځدراڼ د ژوند یوازې یوه صحنه انتخابېږي، نو ښايي هغه د ۲۰۱۵ نړیوال جام د سکاټلنډ پر وړاندې لوبه وي.
افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو مهمې بریا ته نږدې و.
شاه پور لومړی څلور وېکټې واخیستې او سکاټلنډ یې تر سخت فشار لاندې راوست. وروسته، کله چې افغانستان د بریا لپاره وروستیو منډو ته اړتیا لرله، شاه پور توپ وهنې ته راغی. فشار، اندېښنه او د میلیونونو افغانانو هیلې له هغه سره وې.
هماغه و چې وروستۍ او بریالۍ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د نړیوال جام لومړنۍ تاریخي بریا ورکړه.
هغه ورځ یوازې د یوې لوبې ګټل نه وو. هغه ورځ د یوه ملت د هیلو د تعبیر ورځ وه؛ داسې ورځ چې افغانستان په نړیوال سټېج کې خپل تور، سور او زرغون بیرغ د ویاړ په توګه ورپاوه.
وروستۍ مبارزه
کلونه تېر شول، نوي ستوري راڅرګند شول او افغانستان د کرېکټ په نړۍ کې لا نور هم پیاوړی شو. خو شاپور د دې کیسې نه بېلېدونکې برخه پاتې شو.
په وروستیو میاشتو کې هغه د Hemophagocytic Lymphohistiocytosis (HLH) په نوم له یوې نادرې او خطرناکې ناروغۍ سره مخ شو. نوموړی د درملنې لپاره نوي ډیلي ته ولېږدول شو، خو ناروغۍ ته یې ماتې ورنه کړه.
هغه د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه، د خپلې ۳۹مې کلیزې له را رسېدو یوازې یوه ورځ مخکې، له نړۍ سترګې پټې کړې.
یوه اوږده منډه چې لا هم روانه ده
شاپور لاړ، خو هغه اوږده منډه چې به یې د توپ اچولو لپاره اخیسته، د افغان کرېکټ په حافظه کې لا هم روانه ده.
هغه نسل چې نن د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي کوي، د شاپور ځدراڼ او د هغه د ملګرو د قربانیو، زحمتونو او خوبونو پر بنسټ ولاړ دی. ځینې لوبغاړي ریکارډونه پرېږدي، خو ځینې نور بیا تاریخ جوړوي او شاپور ځدراڼ له هماغو تاریخ جوړونکو څخه و.
د ارباب نیاز لوبغالي له خاورو راپورته شوی هغه افغان هلک نن زموږ په منځ کې نشته، خو هغه خوب چې ده لیدلی و، لا هم ژوندی دی.