• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د اسلام کلا سرحدي بندر د معیاري کولو نوې طرحه لاسلیک کړې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د ښار او کور جوړونې وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د هرات د اسلام‌کلا بندر د پراختیا تفصیلي پلان لاسلیک کړ. د یاد وزارت په وینا، په دغه پلان کې د سړکونو، سوداګریزو او خدماتي ساحو، عامه تاسیساتو، او ترانسپورتي اسانتیاوو جوړول شامل دي.

د طالبانو د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په پلان کې د سړکونو شبکې، سوداګریزو او خدماتي ساحو، عامه تاسیساتو، شنو سیمو، ترانسپورتي اسانتیاوو، د اوبو رسولو سیستم او اړینو ښاري زېربناوو جوړول په پام کې نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه اقدام د ښاري پراختیا د منظمولو، د سوداګریزو تاسیساتو د پراختیا او د سرحدي بندرونو د بنسټیزو زېربناوو د معیاري کولو په موخه شوی دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

•
•
•

نور کیسې

کرزي د سږني کانکور په ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي خواشیني ښودلې

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۷ GMT+۱
کرزي د سږني کانکور په ازموینه کې د نجونو پر نشتوالي خواشیني ښودلې
100%

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سږني کانکور ازموینې د ترسره کېدو هرکلی کړی، خو په ازموینه کې د نجونو د نه ګډون له امله یې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د ټولو وګړو زده کړه حیاتي ارزښت لري.

کرزي د چارشنبې په ورځ په اېکس پاڼې د سږني کانکور ازموینې هرکلی کړی او هغو ځوانانو ته یې د بریالیتوب هیله کړې، چې د لوړو زده کړو موسساتو ته بریالي شوي.

هغه بریالیو زده کوونکو ته سپارښتنه کړې چې د علومو په زده کړه کې لا زیاتې هڅې وکړي او لوړو علمي کچو ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

پخواني ولسمشر له کانکور څخه د نجونو د بې برخې کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د ټولګډونه زده کړو پر حیاتي اهمیت یې ټینګار کړی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې د نجونو پر مخ ژر د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او هغوی ته هم د زده کړو فرصت برابر شي، څو افغانستان د خپلو نجونو او هلکانو د پوهې او تخصص په مټ د پرمختګ او ودې پر لور ګامونه واخلي.

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰زره کسانو کډون کړی و، چې له دې ډلې به ۷۴زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي.

سږ د پنځم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.

طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړې او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

د کندهار ځینې اوسېدونکي: طالبان هره ورځ په رنجر موټرو کې د نامعلومو کسانو جسدونه لېږدوي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱
•
عبدالله همیم
د کندهار ځینې اوسېدونکي: طالبان هره ورځ په رنجر موټرو کې د نامعلومو کسانو جسدونه لېږدوي
100%

ځايي سرچینو او د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه ولایت کې مرموزې وژنې زیاتې شوې او طالبان نږدې هره ورځ په نظامي موټرو کې داسې جسدونه د ښخولو لپاره هدیرو ته لېږدوي، چې هویت او د وژل کېدو لامل یې هېڅ روښانه نه وي.

په کندهار کې عیني شاهدان او ځايي سرچینې تاییدوي چې دوی نږدې هره ورځ په ښار کې د داسې مړو د جسدونو شاهدان دي، چې د طالبانو په نظامي موټرو کې انتقالېږي.

د یو شمېر ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغو کسانو د وژل کېدو د څرنګوالي او هویت په اړه هېڅ معلومات نه ورکول کېږي او طالبان دا جسدونه د «نامعلومو او بې‌هویته» مړو په نوم په هدیرو کې ښخوي.

له کندهار ښار څخه بېلابېلو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي:«ځینې جسدونه په رینجرو کې انتقالیږي، ټول ښار یې ویني، خو موږ په دې نه پوهیږو چې دا څوک وژل شوی دی؟ ولې وژل شوی دی؟ او له دې جسدونو سره له طالبانو پرته بل هېڅ ملکي کس نه وي».

په ورته مهال د کندهار د میرویس روغتون څخه سرچینې وايي، چې طالبان په هرو دوو یا دریو ورځو کې یو یا دوه جسدونه رغتون ته ور وړي او د بې هویته مړي په نوم یې تر څو ورځو په سړو خونو کې ساتي.

دغه سرچینه وايي، چې په روغتون کې د جسدونو تر ساتلو وروسته، دغه جسدونه د ښوراندام په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی وايي، «ښايي په پټه د مړیو ښخولو تر شا دځینې حقایق پټ وي او طالبان نه غواړي چې خلک پرې پوه شي».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې په کندهار کې پر ټولنیزو رسنیو د ورکو شویو ځوانانو د اعلانونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

تردې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو د غويي پر ۱۵مه نېټه ۶۱ مړي د نامعلومو اشخاصو په نوم په هدیره کې ښخ کړل.

روسیې طالبانو او افغان سوداګرو ته په «شمال-سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۱
روسیې طالبانو او افغان سوداګرو ته په «شمال-سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
100%

په مسکو کې د طالبانو سفارت ویلي، روسي چارواکو د دغه هېواد د استراخان په سیمه کې د «شمال-سویل» نړیوال ټرانسپورتي دهلېز په فورم کې طالب چارواکو او افغان سوداګرو ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د چار شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د استراخان د «شمال-سویل» نړیوال ترانسپورتي دهلېز د فورم له مسوولینو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو لیدنو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ترانسپورټ او لوژستیک په برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې، روسي لوري د افغانستان په سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلېزونو کې پر فعال ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر لا پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۷ GMT+۱
د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی
100%

په خوست ولایت کې د طالبانو د ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» د پکتیا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ په سروټي سیمه کې ځان ته مجلل کور جوړ کړی. محلي سرچینې وايي، «ددغه کور لګښت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ور کړی دی».

له خوست څخه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانګړې قطعې قوماندان جان محمد همت، مشهور په «جرکي»، د پکتیا د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د سروټي سیمې په علي احمدخېل کلي کې د شاوخوا ۱۲۰ میلیونه افغانۍ په ارزښت ځان ته مجلل کور جوړ کړی دی.

د سرچینو په وینا، «ددغه کور لګښت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ور کړی دی».

جان محمد همت د بادشاه خان ځدراڼ په قبیلې پورې تړاو لري، چې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د جلال الدین حقاني د کورنۍ سیاله کورنۍ ګڼل کیږي.

جان محمد همت د حقاني شبکې غړی دی او دمګرۍ په خوست ولایت کې د ځانګړې قطعې د قوماندان په توګه دنده ترسره کوي.

یوې محلي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « سراج الدین حقاني غواړي په ځدراڼو قبیله کې د پاچاخان ځدراڼ بدیل پیدا کړي او په همدې هدف پر جان محمد همت پانګونه کوي».

سراج الدین حقاني ته نږدې کسانو او د طالبانو د خوست د ځانګړو ځواکونو قوماندان تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

100%

سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم په خوست او پکتیا ولایتونو کې په شخصي لګښت د سړکونو جوړولو او ترافیکي نښو لګولو پروژې پلې کړې دي.

تازه نوموړي د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د یوه تن د ړنګ شوي کور لګښتونه هم پرغاړه اخېستي دي.

دغه کور د هغه ځایي اوسېدونکي د کورنۍ لپاره جوړېږي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ۱۷ غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

د ۱۴۰۲ کال په لیندي میاشت کې طالبانو په خوست کې د پاچا خان ځدراڼ هغه کلا ونړوله چې ځمکه یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ ورکړل شوې وه.

پاچا خان ځدراڼ د خوست - ګردیز پر لویه لاره له دې ځمکې د کور په توګه ګټه اخیسته، خو طالبانو په بولدوزرو ړنګ کړ.

د باچاخان ځدراڼ کورنۍ هغه وخت وویل، چې د دې جایداد ټول قانوني اسناد لري او د تېر جمهوریت پرمهال یې دا ځمکه د پيسو په بدل کې د فرمان له مخې اخیستې وه.

د معلوماتو له مخې پاچا خان ځدراڼ په دغه ځمکه کې پر باغ او مرغدارۍ سربېره په کلا باندې یو میلیون ډالره مصرف کړی و.

باچاخان ځدراڼ له ډېرو کلونو راهیسې په خوست او پکتیا ولایتونو کې د حقاني شبکې سیال ګڼل کېده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي د طالبانو د هرات له والي سره کتلي

۱۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي د طالبانو د هرات له والي سره کتلي
100%

طالبانو خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال برونو لیمارکي د طالبانو د هرات له والي سره لیدلي او ویلي یې دي، چې هرات د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، اقتصادي هڅو او د کډوالو د مدیریت په برخو کې پام وړ لاسته راوړنې لري.

د طالبانو د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په هرات ولایت کې د ملګرو ملتونو د ادارو د خدمتونو، فعالیتونو او روانو پروګرامونو په اړه نوموړي وویل چې ملګري ملتونه هڅه کوي خپل پروګرامونه د طالبانو له مسوولانو سره په همغږۍ او همکارۍ پلي کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي اسلام جار د ملګرو ملتونو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د تېرو پنځو کلونو لاسته راوړنو ته په اشارې یې وویل چې طالبان د نشه یي توکو پر ضد مبارزې، د معتادینو راټولولو، د فساد پر ضد مبارزې او د بېوزلۍ د کمولو هڅو ته په پوره توان دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې چې دا ستونزې د هېواد د څلوېښت کلنې جګړې پاتې شونې دي او طالبان یې دده په وینا، د حل لپاره جدي هڅې کوي.